د اتمر ټاکنیز ټیم ولې وشړېده؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبداللطیف یاد
د چل یاري هیڅ وخت هم سرته نه رسېږي، ښکاره مثال یې د ښاغلي اتمر ټاکنیز ټیم دی چې د ټاکنیز کمپاین له پیلېدو دمخه داسې سره وشړېده چې هیچا یې هم توقع نه لرله. اتمر له ولسمشر غني سره په چل کې و، ځکه چې ده ته یې کوم اختیارات او امکانات ورکړي وو، نو له هغوی څخه یې شخصي او منفي ګټه وکړه. بیا ولسمشر غني له دندې وشاړه او د حکومت مخالف دریځ یې اختیار کړ
.
د ولسشمر غني او د ښاغلي اتمر له همدغه مخالفت څخه په استفادې پخواني ټوپکیان او جنګسالاران پر ښاغلي اتمر ور ټول شول او دوی فکر کاوه چې د اتمر له لارې دوی په ولسمشر غني فشار زیاتولی او خپلې غوښتنې ورباندې منلی شي. محمدیونس قانوني چې په ټاکنیز ټیم کې د اتمر لومړی مرستیال هم دی په خپله یوه خپره شوې ویډیویي کې ویلي وو چې اتمر هم صدارتي نظام او هر څه ورسره مخکې له مخکې منلي او هم له ارګ څخه د ولسمشر غني د اېستلو ښه بدیل دی، ځکه چې له  اتمر مه واره بل څوک نشي کولای چې نوموړی له ارګ څخه وباسي.
په همدې خاطر عطامحمد نور، احدي او د ولسمشر غني ګڼ نور سیاسي مخالفین د اتمر تر شا ودرېدل او د هغه ټینګ ملاتړ یې وکړ. عطامحمد نور خو ان د صدراعظمۍ خوبونه لیدل او ژمنه هم ورسره شوې وه، مګر دوی له دې نه وو خبر چې ښاغلی اتمر له دوی سره  په چل کې دی او دوی له ښاغلي اتمر سره.
اتمر غوښتل چې له عطامحمد نور او نورو جمعیتیانو څخه د وسیلې په  توګه په ټاکنو کې استفاده وکړي او د هغوی رایې او ملاتړ را خپل کړي، مګر په کړو ژمنو ورسره عمل ونه کړي او ښاغلي قانوني، عطامحمد نور او نورو ویل چې د ښاغلي اتمر په وجود کې باید خپلو موخو ته ځانونه ورسوي، مګر دوی په اتمر بې باوره و او د همدې لپاره یې له هغه څخه د لیکلي سند غوښتنه وکړه.
ښاغلي اتمر د صدراعظمۍ او نورو غوښتنو د پرځای کولو لپاره د لیکلي سند له ورکولو انکار وکړ، ځکه هغه پوهېده چې د نظار شورا پخوانۍ ډلګۍ او تاجکان خو بې له هغې هم رایه نه ورکوي، مګر که چېرې د صدراعظمۍ او صدارتي نظام لیکلی سند ورکړي، نو له دې سره  به هغه کم او تومې رایې چې په پښتنو کې لري هغه هم له لاسه ورکړي. همدغه د لیکلي سند ټینګار او انکار د ښاغلي اتمر د ټاکنیز ټیم د پاشل کېدو لامل شو.
د ښاغلي اتمر ټاکنیز ټیم له وخت دمخه وپاشل شو، حتی د ټاکنیز کمپاین یې یوه ورځ هم ونشوه. د ښاغلي اتمر تر ټولو نږدې کس سلېمان کاکړ د ولسمشر غني ټاکنیز ټیم ته ورغی او هلته د کمپاین د عمومي مسوول داوودزي د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو، له دې څخه معلومېږي چې د اتمر د ټیم وضعیت بېخي خراب دی. داسې خراب چې د بېرته را ټولېدو امکان او فرصت یې له لاسه ورکړی دی. د چل ول دغه یاري ترسره نشوه.