طالب سوله نه، امتیاز غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
طالب مشران چې په بهرنیو هیوادونو کې په لوکسو هوټلونو، محلونو او ماڼیو کې ارام ژوند لري، د سولې پرځای د جنګ پلویان دي، ځکه تر څو چې جنګ وي طالب مشران به هر ډول امتیاز اخلي، اولادونه یې ارام ژوند لري، په جنګ کې بې له هغې پردي اولادونه او عام افغانان وژل کېږي.
طالبانو ته د هغوی وژنه بې تفاوته ده. په همدې خاطر طالب سوله نه، بلکې د سولې په نوم واک او امتیاز غواړي، مګر د واک سرچینه بهرنیان نه، بلکې عام افغانان دي.
طالبان سوله په دې شرط غواړي چې د افغانستان واک دې زمونږ په لاس کې شي. خو ښاغلی غني بیا وايي چې د سولې لپاره له هر څه تېر یم خو د وطن یو موټی خاوره د اندازې په کدر  به هم واک پرته  د ولس بې اجازې چا ته  ورنکړم. مونږه سوله غواړو خو د سولې د راوستلو لپاره بیا داسې پرمایشونه نه منو، مونږه سوله  له هرې لارې هیواد ته راوستلی شو.
مونږه ټولو ته معلومه ده چې طالب هر وخت په خوله د سولې نارې وهي او په اصل کې سوله کول نه غواړي او نه هم د دوی تر وسې پوره ده چې سوله وکړي. ځکه چې دوی په خپله د بل له لاس لاندې خلک دي له دوی سره خو دومره صلاحیت نشته چې سوله وکړي. دوی یوازې د دروغو وعدې ورکولی شي. له تېر کال راهيڅې چې کومې هڅې د افغان سولې لپاره روانې دي په دې کې له طالبانو سره بار بار ليدنې کتنې شوي دي، او هر بار یې افغانانو ته  د دروغو وعدې ورکړي دي، او په عمل کې یې هېڅ هم نه ليدل کېږي چې دوی د هغو  وعدو په تړاو کوم کار تر سره کړی وي.
موږ هم که چېرته سوله راوستل غواړو نو باید د طالبانو پر ځای له هغو چا سره پرې خبرې وکړو چې د طالبانو پر سر کار کوي او هغوی سره هر ډول مرستې کوي او د افغانانو پر وړاندې یې جنګ ته هڅوي. ځکه طالبان خپله د بل له لاس لاندې دي او کله چې څوک خود مختاره ونه اوسي هغه نو بیا څنګه کولی شي چې د یو داسې کار پرېکړه وکړي چې په هغې کې د هغوی د مشرانو ګټه وي.
په جنګ کې طالبانو ته هېڅ هم په لاس نه ورځي او که چېرته کوم څه په لاس ورتلی په دا دومره کلونو کې به په لاس ورغلي وه. کوم څه چې لاس ته ورځي هغه یوازې د دوی مشرانو ته په لاس ورځي دوی خو یوازې د خپل مرګ لپاره جنګېږي او بس.
خو د سولې راوستلو لپاره مو لومړی دا ښه وګڼله چې سوله باید د خبرو له لارې راشي نه د وينې تويدو له لارې. خو دا چې طالبان سوله د خبرو له لارې نه غواړئ مونږه مجبوره یو چې له خپل زور څخه لاس په کار شو او دهغوی  پر وړاندې وجنګېږو. ځکه مونږه په دې ښه پوهېږو چې طالبان  خو زمونږه  د امنتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې نشئ جنګېدلی ځکه چې زمونږه امنتي ځواکونه په هر ډول سپکو او درنو وسلو باندې سمبال دي او هېڅ داسې دښمن نشي کولی چې د دوی پر وړاندې وجنګېږي او پر وړاندې یې مقاومت وکړي.