د ښاغلي غني په وینا غاصبان او زورواکان به خپله سزا ګالي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
ولسمشر محمد اشرف غني چې د هیواد د ابادولو او د ملت د هوسا ژوند لپاره چې  کوم پلان او برنامې  لري، په دې کې له ورایه ښکاري چې غله، غاصبين، د وطن خاين او هغه څوک چې د دې ملت د بچيو وينې تويوي دوی پکې خپل ژوند نشي تېر ولی او د دوی د ظلمونو ټولو کړه وړه به  رابر سېره شي. او هر یو به هیواد والو ته معلوم شي چې څوک په حقه او څوک په ناحقه روان دي. چا د وطن ابادي غوښتله او څوک یې ورانولو ته تیار ناست وه
.
دا ټول هغه څه دي چې ښاغلی غني یې غواړي چې د هیواد د ابادولو لپاره تر سره کړي. خو دغه نفر نه غواړي چې ښاغلی غني خپلو کارونوته پرېږي او په خپلو پلانونو کې بریالی شي. ځکه چې د وطن په ابادۍ کې دوی ته بیا هغسې پیسې لاسته نه راځي لکه څنګه چې اوس ورته لاسته راځي. ځکه چې په وطن کې کومې ورانکاریانې تر سره کېږي په ټولو کې د همدوی لاس دې چې له نورو څخه پیسې اخلي او بیا د هیواد دننه د هیواد دښمن ته پلان جوړي او د هم بیا د  همدغه پلان په مطابق خپل کار تر سره کوي.
ښاغلي غني په خپله پنځه کلنه دوره کې بیا د دغسې نفرو مخه ډب کړه. پر دوی یې هر څه ودرول. له دندو یې ګوښه کړ. له دوی څخه یې زور واخیست، ځکه  چې دوی له خپلو دندو غلطه استفاده کوله چې هر څه به یې زړه وغوښتل هغه به یې تر سره کاو. ځکه چې له دوی سره د دولت زور وه او نورو ترې وېره درلوده. خو اوس د دوی په لاس کې هېڅ هم  نشته نه زور او نه هم هغسې پیسې لکه مخکې به چې دوی ته راتلې. او ولس هم ورته اوس کوم ارزښت نه ورکوي او نه هم ترې نه وېره لري، ځکه ولس په دې پوه شوی دې چې د همدغو زور واکو د لاسه مو وطن داسې در په در دې او نن د بل لاس ته احتیاج دې. که چېرته دوی له دوښمن سره لاس نه وه یو کړی او هغوی ته یې د دې وخت نه وه ورکړی چې په هیواد کې ګډوډي رامنځته کړي. نن به مو هیواد د نورو پرمختلو هیوادونو په څېر وه.  او نه به هم داسې د افغانانو وينې ارزانه وې چې بې ګناه به هر چا تويولې.
ښاغلي غني له زور واکو څخه خپله لاره ورکه کړې ده اوس دوی حيران پاتې دي چې څه تر سره کړي. دوی مجبوره دي چې په خپلې کړې ګناه شاهیدي ورکړي او نور له داسې کارونو څخه لاس واخلي او توبه وباسې او خپل ځان د قانون منګولو ته وسپاري. ځکه چې له دوی سره به قانون حساب کوي او پر دوی به د هیواد دښمن پیدا کوي ځکه چې تر بل هر چا دوی ته ښه پته دې چې دښمن څه غواړي او له کومو لارو ګټه اخلي چې په خپلو پلانونو کې بریالي کيږي، ځکه چې دوی ورته پلانونه جوړ کړي دي رابطه یې ورسره ساتلې ده او همدا شان یې له هغوی څخه پیسې اخیستې دي. نو دوی ته یې د هر څه پته شته دې. چې دوښمن وروښايي او حکومت هم د هغوی مخه ونیسي.