لا هم د سولې لپاره ناوخته نه ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

سږکال سولې ته د خلکو هیله مندي نهایت زیاته وه، ځکه چې افغان دولت سږکال د پسرلنیو عملیاتو د اعلان پرځای د خالد په نوم امنیت يلان اعلان کړ چې په رسنیو کې په ناسم ډول تبلیغ شو او له بل لوري په نړیواله او سیمه ییزه کچه د افغان سولې لپاره هڅې روانې وې، مګر د طالبانو له لوري د الفتح عملیاتو په اعلان سره د خلکو هیلې مړاوې شوې، ځکه دوی پوه شول چې طالبان د تېر په څېر یو ځل بیا د سولې پرځای په جنګ ټینګار کوي.

افغان ولس او په جنګ کې ښکېلې دواړه خواوې دې نتیجې ته رسېدلي دي چې جنګ د حل لاره نه ده او نه هم جنګ کوم مشخص ګټونکی او بایلونکی لري او له همدې امله ولسمشر غني د جنګ د دوام پرځای د هغه د ختمولو په موخه د سوله ییزې او سیاسي حل لارې په هڅه کې دی او سولې ته لومړیتوب ورکوي، مګر وسله وال طالبان لا هم په جنګ ټینګار لري، مګر دوی باید دا ومني چې دواړو غاړو ته د جنګ اصلي قرباینان افغانان او په ځانګړي ډول عام ولسي هیوادوال دي، نو د دې لپاره باید د جنګ پر ځای په سوله ټینګار وشي او دغه بدمرغه جګړه چې څلوېښت کاله یې زموږ خلک بدمرغه کړي، نوره د تل لپاره پایته ورسېږي.

طالبانو باید د  "  الفتح " په نوم عملیاتو اعلان نه وای کړی.ځکه چې له دې سره د افغان وطن او افغان ولس غمیزه لا نوره هم اوږدېږي. بل دا چې سږکال زموږ هیوادوال سولې ته سخت تږي او هیله من وو، نو دوی باید د خپلو افغانانو د درناوي په خاطر هم له جنګ لاس اخیستی وای، لا هم سر وخت دی د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت دې دواړه غاړې اوربند وکړي او د سولې د مذاکراتو لپاره دې چمتووالی ونیسي. دا چې له یوې خوا د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا د پسرلني عملیاتو اعلان کوي، نو دا د سولې برابر شوی فرصت له منځه وړي.

افغان حکومت که د پسرلني  امنیتي پلان اعلان کوي، نو هدف یې واضح ده چې د هیواد او هیوادوالو دفاع ده، ترڅو له دښمن څخه خپل وطن په امن کې وساتي. او د وطن ساتنه فرض دې. طالبانو چې کوم عملیات اعلان کړيله پیل نه  تر اوسه  اصلي قربانیان یې په ښارونو کې عام افغانان دي. سره له دې چې د امریکا متحدو ایالتونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې څو مذاکرات ترسره او پایته ورسېدل، مګر کومه نتیجه یې ورنه کړه، مګر لا هم د سولې لپاره ناوخته نه ده، دا ځل دې د سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات تجربه شي.

طالبان له ډېر پخوا راهیسې څخه غواړي چې د هیواد ځینې سیمې خصوصا ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د امنتي او دفاعي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ دي، نو د دې لپاره چې په جنګ کې بریا شونې نه ده، نو پکار دی چې د جنګ پ