ولسي جرګه ولې دومره ناندریزه شوه؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مطیع الله سحر

 

له څو ورځو راهيسې مونږ ټول ګورو چې په ولسي جرګه کې د ریاست په څوکۍ لانجې روانې دي. د وکیلانو تر منځ هره ورځ اخ و ډب وي. حتا د دوی لانجې د دې سبب شوې چې د یو بل ګرېوان ته لاس واچوي. او یو بل ته بد او رد ووايي، یو بل ورټي. د نړۍ د هیوادونو په پارلمانونو کې هم جنجالونه وي، خو هلته نه جنجالونه دغومره دوامداره کېږي او نه هم دغسې په قومي، سمتي، ژبنیو او نورو لوریو بدلېږي. په افغانستان کې د پارلمان ناندریز کېده له دې اړخه هم د اندېښنې وړ دي، چې بې له هغې وطن حالات نازک دي او په دغسې نازکو حالاتو کې د وطن دښمنان کولی شي په اسانۍ سره دغسې ناندرۍ او جنجالونه خدای مکړه په شخړو او ناونرینونو بدل کړي.

دا ځل خلک دېته خوشبین وو چې اکثریت لوستي او ځوان وکیلان ولسي جرګې ته بریالي شوي او باور دی چې د تېر په پرتله به هم موثر وي او هم معقول، مګر پیل یې په داسې ناندریو وشو چې هیچا یې هم توقع نه لرله، دوی په دې ښه پوهېږي چې  له لانجو هېڅ هم نه  جوړېږي. دوی باید د یو بل خبره په ښه غور سره واوري او د یو بل خبرې ته احترام ولري، ځکه ولسي جرګه خپل داخلي اصول او قوانین لري، نو که چېرې وکیلان د هغو په رڼا کې پرېکړې وکړي او تصامیم ونیسي، نو باور دی چې هیڅ ناندرۍ به پېښې نشي.

په ولسي جرګه کې د ریاست د څوکۍ پر سر روان اوسنی ترینګلی وضعیت که همداسې ورځ تر بلې دوام وکړي. دا به د اوسني نظام لپاره زیانمنونکی وي  او د نظام د زیانمنېدو خطر اوس او هر وخت شته، هېڅوک د دې تمه نه لري او نه هم دا غواړي چې باید د یو څو کسانو د شخصي ګټو په خاطر د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې تر پښو لاندې شي.

ولس له داسې یو حالت څخه متاسفانه ډېر زیانمنېږي، ځکه چې له ولس سره د هیواد غم دی د دې بېچاره ولس غم دی او که چېرته دولت هر څومره کمزوری کېږي، په یقيني ډول ملت هم ځورېږي.  په پارلمان کې چې کومې لانجې روانې دي له دې سره د پارلمان نوم بدېږي. پارلمان د خدمت ځای دی نه د شخړو، جنجالونو او ناندریو. ولس خپل استازي د دې لپاره پارلمان ته وړاندې کوي چې وطن ته او دې ملت ته خدمت وکړي، وطن اباد کړي په هیواد کې او د ولس ښه استازیتوب وکړي.

د نورو هیوادونو په پارلمانونو کې د دې پر سره جنجالونه رامنځته کېږي چې هغه کس د هیواد لپاره کوم کار نه وي کړی او د خپل ځان او جېب په کيسه کې وي. خو زمونږه  په هیواد کې دا هر څه بیا برعکس تر سره کېږي په څوکيو زمونږه جنجال وي، د واک په تر لاسه کولو زمونږه جنجال وي. زمونږ، دلته زموږ فکرونه او جنجالونه تر ډېره زموږ په شخصي ګټو راټول وي. نو موږ باید له دغو کوچنیو دایرو څخه راووځو او د هیواد او ملت په کچه ملي فکر وکړو.