طالبانو ته د ولس او ولسمشر بلنه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

 

د سولې مشورتي لویې جرګې په وروستۍ ورځ ولسمشر غني د ولس منتخبو استازو ته د وینا پرمهال د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت وسله والو طالبانو ته د سولې بلنه ورکړه او هغوی ته په خطاب کې یې وویل: "راځئ! د روژې په دې مبارکه میاشت کې یو کار وکړو چې زموږ ملت ته د روژه ماتي تر څنګ یوه بله خوشالي راولي. راځئ په دې مبارکه میاشت کې د ملت له کوره غم او مصیبت لري کړو. زه په دغه وړاندیز بشپړ باور لرم او حاضر یم چې ستاسو په وړاندیز عملي کار وکړم."

هغه زیاته کړه، "زه نن جرګې ته په درناوي ـ د روژې مبارکې میاشتې ته په درناوي، د حسن نیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د دوستانه حرکت په توګه، غواړم ۱۷۵تنه طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي، خوشې او له زندان څخه خلاص کړم. له طالبانو غواړم خپل استازي کابل یا د افغانستان کوم بل ښار ته را ولېږي او دا ۱۷۵تنه طالبان په خاصو افغاني مراسمو کې زموږ له خوا د یو اسلامي او انساني چلند او ډالۍ په توګه ور وسپارو. زه خو د روژې د مبارکې میاشتې څخه په دغه ډول هرکلی کوم اوس وګورم چې د طالبانو ځواب څه شی دی؟ "

د ولسمشر غني له دغه عالي، انساني او سوله ییز پیغام څخه څو شیبې وروسته وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ولسمشر غني او د افغان ولس د سولې وړاندیز او بلنه رد کړه او دوی د تل په څېر په جنګ ټینګار وکړ. سره له دې چې وسله وال طالبان تل په جنګ ټینګار کوي، مګر بیا د جنګ تاب هم نه لري، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جنګ پرځای ملکي تاسیسات او عام وګړي په نښه کوي او پر هغوی مرګوني او تروریستي بریدونه ترسره کوي.

وسله وال طالبان که په رښتیا هم د جنګ جرئت او همت لري، نو بیا دې په ښارونو او عامه ځایونو کې د انتحار، انفجار او چاودنو ا وبریدونو پرځای د جګړې ډګر ته ولاړ شي او زموږ له ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دې مخامخ وجنګېږي او د جګړې له لارې دې هغه پرمختګ چې دوی ته یې په دروغو ژمنه او انګېزه ورکړل شوې یقیني کړي، خو نه وسله وال طالبان او نه هم د دوی بهرني ملاتړي د دې جرئت لري چې زموږ د ویاړلو ځواکونو پر وړاندې په مېړانه وجنګېږي او نه هم وسله وال طالبان د دې واک او اختیار لري چې د دغې نامشروع جګړې پرځای د سولې مشروع لاره اختیار کړي او خپل ټول مسایل د مذاکراتو مېز ته وړاندې او د خبرو له لارې په اساسي توګه حل او فصل کړي.

وسله وال طالبان لا هم چانس لري چې د سولې له برابر شوي فرصت څخه دې اعظمي استفاده وکړي. نور دې له جنګ او وژنو لاس واخلي، د ولسمشر غني او د افغان ولس د سولې بلنه او وړاندیز دې ومني او په سوله ییزه توګه دې خپل عادي ژوند ته ورستانه شي، که هغوی داسې ونه کړي، نو لیرې نه ده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به هغوی سخت وځپي او له منځه به یې یوسي.