سوله او ټاکنې دواړه مهمې دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

په دې وروستیو کې ځینې افراد او اشخاص کوښښ کوي چې په لوی لاس سوله او ټاکنې یو د بل په تقابل کې وښیي. دوی داسې اوازې او پروپاګند کوي چې ګواکې حکومت او ولسمشر غني د ټاکنو او بیاځل ولسمشر کېدو لپاره سولې ته چندان پام نه کوي او یا ارزښت نه ورکوي او یا بېخي د سولې مخالفت کوي.

د دوی دا ډول بې اساسه تبلیغات نه یوازې له حقیقته لیرې دي، بلکې دا د ولسمشر غني په حق کې لوی ظلم ځکه دی چې د سولې په برخه کې چې څومره بریاوې ، پرمختګونه او هیلې موجودې دي دا ټولې د ولسمشر غني د بې درېغه هڅو او کوښښونو برکت دی، ځکه په تېرو څلور نیمو کالو کې موږ ولیدل چې نوموړي په هره لویه او وړه رسمي او نارسمي غونډه او وینا کې د سولې نه یوازې یادونه کړې، بلکې په سوله یې ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني لومړنی کس و چې طالبانو ته یې په واضح ډول د سولې بلنه ورکړه او ورته وې ویل چې موږ حاضر یوو تاسو د سیاسي ګوند په توګه وپېژنو او بې قید او شرطه درسره د سولې مذاکرات وکړو. بیا یې اوربند اعلان کړ. ورپسې یې د سولې په اړه له بېلابېلو اقشارو سره مشورتي ناستې وکړې، د روژې په اوه ویشتم کندهار خرقې شریفې ته ولاړ او هلته یې د سولې لپاره دعاګانې وکړې.

پر دې سربېره په نړیواله کچه ولسمشر غني چې د سولې لپاره څومره لابي وکړه نو ټولو ته معلومه ده. امریکا یې دېته قانع کړه چې په خپله ستراتیژي کې د جنګ تر څنګ سولې ته ځای ورکړي او هغوی د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره په خپله ستراتیژي کې په واضح ډول د سولې یادونه وکړه. د جنیوا کنفرانس کې یې نه یوازې د سولې لارنقشه وړاندې کړه، بلکې د حکومت د سولې مذاکره کوونکی پلاوی یې هم اعلان کړ.

ولسمشر نه یوازې تر نورو زیات سولې ته ژمن دی، بلکې د سولې لپاره پیاوړې اراده او برنامه لري. مګر ولسمشر غني د نورو غوندې له سولې سره احساساتي او شعاري چلند نه کوي، هغه وایي موږ سوله په بیړه نه، بلکې په تدبیر غواړو. پر سوله معامله نه راته د منلو وړ ده او نه هم چاته اجازه ورکوو چې پر سوله معامله وکړي.

ولسمشر غني هم سولې ته ژمن دی او عملاً ورته کار کوي او هم د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی دی ځکه هغه وایي چې سوله او ټاکنې یوه د بلې بشپړونکې دي. موږ د سولې پروسې د تطبیق او بشپړولو لپاره منتخب حکومت او ولسمشر ته اړتیا لرو او همدارنګه د شفافو او سراسري ټاکنو د ترسره کېدو لپاره سولې ته اړتیا لرو، سوله او ټاکنې یو د بل په تقابل کې نه دي، بلکې یو د بل بشپړونکې دي او دواړو ته باید له زړه نه کار وشي. سوله د ژوند او ټاکنې د واک د سوله ییز لېږد دویم نوم دی. په افغانستان کې تر دې دمخه د واک د لېږد لپاره بشري ناورینونه رامنځته شوي، نور باید دا دود ختم وګڼل شي او د ولس په خوښه او اراده هغوی ته د واک چارې وسپارل شي چې د ولس په خوښه او رایه انتخابېږي او تر دې مهاله ولس تر بل هر چا په ولسمشر غني زیات باور لري، ځکه نور نور د ټاکنو پرځای د موقت حکومت نارې وهي.