ټول تمرکز پر افغان سوله دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا عمومي منشي انتونیو ګوترش په خپاره شوي راپور کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سمدستي خبرو غوښتنه وکړه او له دواړو غاړو یې وغوښتل چې جګړه د حل لاره نده او سوله یواځې د هر اړخیزو بین الافغاني خبرو له لارې تر لاسه کېدای شي .

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په همدې موخه د افغانستان د اوسني وضعیت څېړلو او د سولې د وروستیو هڅو په موخه یوه بیړنۍ غونډه جوړه کړه چې موخه یې له افغانستان سره د سولې او د افغان دولت د مخالفینو د ځپلو په موخه همکاري وه . د ملګرو ملتونو په ګډون ټول نړیوال دې پایلې ته رسېدلي چې د روان جنګ ته سوله ییزې لارې ولټوي او په اساسي توګه په افغانستان کې بحران د تل لپاره پایته ورسوي.

وروسته له هغه چې ځینو نړیوالو او افغان رسنیو راپورونه خپاره کړل چې طالبان او امریکا په دوحه کې دې نتیجې ته رسیدلي چې په افغانستان کې موقت حکومت رامنځ ته کړي او ټول بهرنی ځواکونه به له افغانستان څخه وځي او پر ځای به یې برتانوي ځواکونه ځای پرځای کېږي، نو دغو اوازو افغانان اندېښمن کړل.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په موخه د افغانانو دا ډول اندیښنو ته امریکا او افغان حکومت په ګډه ځواب ورکړ او وې ویل موږ له طالبانو څخه یو قوی ضمانت غواړو تر څو په راتلونکی کی د دولت ضد کارونه ونه کړی ، بهرنی ځواکونه به هیڅکه له افغانستان څخه ونه وځی ځکه که موږ هغه هیوادونو ته چی ناټو او بهرنیو ځواکونو پکی حضور درلوده د امنیت له لحاظه وګورو کله چی بهرنی ځواکونه ورنه ووتل نو په هغو هیوادونو کی امنیت ورځ تر بلی خراب شو چی عراق او سوریه یې ښې بېلګې دي .

که بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه ووځی نو په افغانستان کی به اوسنی د دولت مخالفین د دولت او د دی هیواد د وګړو پر ضد وسله راواخلی او کورني جنګونه به پیل شي. د افغانستان ګاونډیان به بیا په افغانستان کې بېلابېلې جګړه مارې ډلې په خپلو کې د جنګولو لپاره په غېږ کې ونیسي.

د یادونی وړ ده چی د امنیت شورا په دغه غونډه کی تصمیم ونیول شو چې د افغانستان د اوسنی وضعیت د ښه کیدو په موخه افغان حکومت مجبوره دی چی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته هر درې میاشتی وروسته د افغانستان د وضعیت راپور ورکړي ، له دغه تصمیم څخه یې موخه دا ده که چیری په افغانستان کی وضعیت د خرابیدو خوا ته روان وي د امنیت شورا دیته مجبورېږي چې د حکومت د مخالفینو د ځپلو په موخه خپله تصمیم ونیسي او له بلې خوا نړی اوس د پاکستان په لاس وهنو ښه پوهیږي ، ځکه پاکستان هغه هیواد دی چی د افغانستان د امنیت په خرابولو کی مستقیم رول لری .

د یادونی وړ ده چی د ملګرو ملتونو عمومی منشی په دغه غونډه کی د ښځو د دوه لسیزو لاسته راوړنو په سر د هر ډول معاملی اوازی بیځایه وبللی او وې ویل چی باید د ښځو د دوه لسیزو لاسته راوړنې خوندي شي او هغوی ته د لا ډېر فعالیت زمینې برابرې شي.