د دولت په دولت اړیکو ارزښت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

په افغانستان کې د روان جنګ په څېر سیاسي ټیکاو او ثبات هم داخلي او بهرني ابعاد لري، د اړیکو، ټکنالوژۍ او مناسباتو له امله چې نړۍ څومره سره نږدې او را کوچنۍ شوې، نو همدومره هیوادونه او دولتونه یو له بل پورې مرتبط شوي دي. خصوصاً ګاونډي هیوادونه خو که موږ وغواړو که ونغواړو یو پر بل خپل اغېز لري، مګر مهمه داده چې له دغو اغېزو څخه څنګه د هیواد په ګټه استفاده وشي.

افغانستان چې د اسیا څلور لاره او زړه دی، نو معلومدار په سیمه کې زموږ اغېز پر نورو زیات دی، خو دا چې موږ لا هم په جنګ کې ښکېل یوو نو له خپل دغه اغېز څخه د خپلو ملي ګټو د تامین لپاره موثره استفاده نشو کولی.  په سیمه کې نظر نورو ته زموږ اغېر ځکه زیات دی، چې موږ د سیمه ییزه او اقتصادي همکاریو د وصل او تقاطع نقطه یوو.  موږ په داسې یوې جغرافیه کې ژوند کوو چې دولتونه باید دې اجماع ته ورسېږي چې په بنسټیزه توګه یو بل د دولت په توګه ومنو او پر همدې بنسټ خپله کورنۍ ،سیمه ییزه او بهرنۍ تګلاره برابره کړو.

دغه تګلارې چې څومره سوله ییزې او پراقتصادي همکاریو ولاړې وي او د خپل هیواد ترڅنګ د نورو انکشاف او ګټو ته هم په کې ارزښت ورکړل شوی وي، نو همغومره به هم عملي وي او هم به بې جنجاله وي. افغانستان په اوسنیو شرایطو کې همداسې یوې تګلارې ته اړتیا لري او په تېرو څلورو کالو کې ولسمشر غني د همدغسې یو مثبت فکر په ایجاد سره په سیمه کې اقتصادي همکارۍ او یو شمېر لوی پروژې طرحه او پیل کړې چې ټاپي، د لارجوردو لار، کاسا زر یې غوره بېلګې دي.

زموږ  په سیمه او ګاونډ کې برلاسی سیاسي چلند دادی چې د پاکستان په ګډون یو شمېر هیوادونه له نادولتي ځواک او حتی تروریستي او جنګي ډلو څخه پر دولتي ځواک د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي. موږ عملاً وینو چې ایران، پاکستان او روسیه پر افغان دولت د فشار راوړلو لپاره ورځ تر بلې د طالبانو جنګي ډلې د پیاوړي کولو هڅه کوي. دوی فکر کوي چې په دې کار سره یوازې افغان دولت ته زیان اړولی شي، مګر دوی دا هېروي چې دغه ډول اجورتي، مافیایي، جنګي او تروریستي ډلې هیڅ ډول ارزښتونه ته تابع نه وي او دوی د هر چا حتی د دوی پر ضد هم کارېدلی شي.

تر هغو چې دغه د فشارو نامشروع وسیلې له منځه ونه اېستل شي او د دې پرځای دولت پر دولت اړیکو ته ارزښت ورنه کړل شي، نو د سیمې په ډیری هېوادونو کې به د دولتي او نادولتي بنسټونو تر منځ کرښه رڼه او روښانه نه وي.

هر دولت چې په سیمه کې دکورنیو بنسټونودجوړښت له کمزورتیا سره مخ وي دګاونډیانو دلنډمهاله سیاستونوښکار کېږي، هېڅ وسله وال حرکت چې له سیمه ییز ملاتړ نه برخمن نه وي په یوازې سر نه شی کولای دولت دکمزورتیا له ګواښ سره مخ کړي او یا دخلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړي. له همدې امله ولسمشر غني تل د دولت په دولت اړیکو لرلو ټینګار کوي او دېته ارزښت ورکوي.