د مسکو ناسته به بې پایلې وي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

په پام کې ده چې مسکو به د سلواغې په ۱۶ او ۱۷ نېټه د افغان سولې په اړه د یوې ناستې کوربه وي، مګر عجیبه داده چې په دې غونډه کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، چې له همدې څخه د دې ناستې د جوړونکو د کږو ارادو او د غونډې د پایلواټکل کېدلی شي.

روسیه هم په افغانستان کې د سولې طرفداره نه ده، ځکه له یوې خوا چې روسانو د افغانانو له خوا ومه شرموونکې ماته خوړلې او د دوی امپراطورۍ یې نړولې، نو هغه قهر او غوسه یې لا هم له زړه نه وځي او له بل لوري روسان له امریکایانو سره هم رقابت لري او هغوی ته یې زړونه ډک دي.روسان غواړي چې له دغې او دېته ورته نورو غونډو څخه په استفادې په افغاسنتان کې خپلو شومو موخو ته ځانونه ورسوي.

د روسانو وروستۍ هڅه به دا وي چې هم له افغانانو او هم له امریکایانو څخه د خپلې ماتې غچ واخلي. افغان حکومت لا وار دمخه دغه ناسته بې ګټې بللې، مګر له افغانستان څخه یو شمېر جنګسالاران او د حامد کرزي په مشرۍ د ده د وخت ځینې پخواني چارواکي دغې غونډې ته ورغلي دي.

ولسمشر کرزي د خپلې واکمنۍ له ختمېدو وروسته چې کله له امریکا سره اړیکې خرابې شوې، نو کرار کرار یې چین، هند او روسیې ته ځان نږدې کړ، له پاکستان سره خو یې بې له هغې پخوانۍ اړیکې لرلې. مخکېني ولسمشر حامد کرزي وخت پر وخت حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني ته د خنډونو او مزاحمتونو هڅه کړې. ان تر دې چې نوموړي د خپلو یو شمېر پلویانو له لوري د غلجي او دراني موضوع ته هم زیاته لمن ووهله او غوښتل یې چې په دې ډول د پښتنو وروڼو قومونو ترمنځ نفاق واچوي.

په پام کې ده چې د مسکو په ناسته کې پخواني مجاهدین، د حامد کرزي د وخت چارواکي او وسله وال طالبان ګډون وکړي. دا درې واړه هغه ډلې دي چې د دوی ظلمونه، فساد، بې کفایتۍ او جنایتونه لا هم د افغانانو له ذهنه نه دي وتلي، ځکه دوی هر یوه (مجاهدینو، طالبانو او حامدکرزي)په خپلو وختونو کې سخت ظلمونه او جنایتونه ترسره کړي. دوی د افغانستان د ابادۍ لپاره هیڅ برنامه نه پخوا لرله او نه یې هم اوس لري. دوی تل یوازې او یوازې په خپلو ګټو فکر کړی او دا ځل هم د خپلو شخصي ګټو په هڅه کې دي.

د حامد کرزي او د ده د پلویانو هڅه داده چې یو ځل بیا طالبان په دې قانع کړي چې دوی په واک کې راشي، مګر دوی په دې تېروتلي او اصلي ادرس یې غلط کړی دی، ځکه د واک اصلي سرچینه د افغانستان عظیم ولس دی. که دوی رښتیا هم له قانوني لارې واک ته د رسېدو لېوالتیا لري، نو باید د مسکو د غونډې پرځای یې افغان ولس ته مراجعه کړې وای.

د مسکو غونډه به نه یوازې کومه محسوسه پایله ونه لري، بلکې هلته به په ونډو او جوړجاړیو بحث وشي. دوی به بیا یو بل ته د کاذبې دوستۍ، خلوص او صداقت اظهار وکړي، مګر دوی به هیڅ کومه پایله ترلاسه نه کړي. روسانو ته ښایي چې له خپلې شرمېدلې ماتې عبرت واخلي او د افغانانو په سرنوشت له لوبو کولو او همدارنګه د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.