په نظامي بنسټونو کې لا هم اصلاحاتو ته اړتیا ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په راتګ سره په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې اصلاحاتو ته پام ډېر شو، قراردادونه له سره وارزول شول. اکثریت یې لغوه او بیا له سره عقد شول، ځکه چې په قراردادونو کې شوي شرطونه او موارد د قراردادیانو له لوري نه و پوره شوي او یا هم په ډېرو مواردو کې قراردادونه په غیر شفافه توګه ورکړل شوي و چې دغه وضعیت د امنیتي او دفاعي ځواکونو او منسوبینو په روحیه ناوړه اغېز کړی و

.

د دې ترڅنګ په مقرریو کې شفافیت راغی. د روابطو پر ځای ضوابطو ته ارزښت ورکړل شو. غیر مسلکي، تنظمي او هغه کسان چې د سیاسي ملحوظاتو په اساس مقرر شوي وو او یا به مقررېدل، هغوی یا له دندو لیرې شول او یا هم د هغوی د مقررېدو مخه ونیول شوه. مجازات او مکافات تطبیق شول، تقاعد ورکړل شو. د دې ټولو تر څنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو حقونو، امتیازاتو، ترفیعاتو، اعاش، اباطې، درملو او نورو مسایلو ته اساسي پام وشو. د شهیدانو کورنیو ته رسیدګي وشوه، اولادونو ته یې د زده کړو او کورنیو ته یې د سرپناه په ګډون د ژوند نورې اسانتیاوې برابرې شوې.

د افغان هوايي ځواک پیاوړتیا او تجهیز ته ځانګړې پاملرنه وشوه. د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې هوایي پوهنتون په کال کې سلګونه تنه روزي او د دې ترڅنګ ۲۰۰ څخه زیات کسان په متحده ایالاتو، چک جمهوریت، عربي متحده اماراتو، هند، ایټالیا او چین کې د بال ثابت الوتکو، هلیکوپتر او ترانسپورټي الوتکو په پیلوټۍ کې زده کړې کوي. هوایي ځواکونه اوس مهال هوايي عملیاتونه کوي او د ځمکنیو ځواکونو په اکمالاتو او د وسله والو مخالفینو په ځپلو کې مهم رول لوبوي.

د دې ترڅنګ سرحدي ځواکونه او نظم عامه له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته ولېږدېدل.  دا لېږد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د څلور کلن پلان په چوکاټ کې ترسره شو. د ځانګړو عملیاتونو فرقه چې د ملي اردو یوه مهمه برخه ده، قول اردو ته ارتقا وکړه. دا فرقه د کمانډو ځواکونومربوط ده، چې له  دې ارتقا سره دوه برابره شوه. مګر د دغو ټولو اقداماتو، اجراتو او اصلاحاتو باوجود لا هم په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې فوق العاده او اساسي اصلاحاتو ته اړتیا ده. ځکه تر هغو چې اصلاحات رانشي، نو له یوې خوا به دښمن همدغې ښاري او د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې نفوذ او تخریبي فعالیتونه ترسره کوي او له بل لوري په امنیتي او دفاعي بنسټونو  کې د فساد شتون د منسوبینو او سرتېرو پر روحیه بد اغېز کوي.

په دې کې شک نشته چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد د دفاع او د خلکو د ساتنې په برخه کې هره شیبه او هره ورځ بېدرېغه قربانۍ ورکوي او د همدغو سرښندنو او اتلولیو له برکته تر بل هر وخت زموږ ځواکونه زیات ولسي ملاتړ او اعتماد له ځانه سره لري، مګر که چېرې د ځواکونو په لیکو کې اصلاحاتو ته پام ډېر شي، نو دغه ملاتړ ورسره ډېرېدلی شي. د دوی تلفات کمېدلی شي. د خلکو مصونیت زیاتېدلی شي او د دښمن د تخریبي فعالیتونو او شومو پلانونو مخه نیول کېدلی او شنډېدلی شي. نو لا هم اصلاحاتو ته جدي اړتیا لیدل کېږي.