‎د سولې د پاره رښتینې هڅې!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


‎لیکواله: پښتنه کلیواله 
‎که چېرې موږ اوږد مهال تاریخ ته نظر وکړو، په نړۍ کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې جګړې او شخړې چې کلونه کلونه یې دوام کړی دی ، خو د خلاصون د پاره یې یواځې او یواځې، بریالۍ کړنلاره خبرې اترې غوره شوې دي.
‎د جګړې د لارې‌، هېڅکله کومه شخړه نده حل شوې .
‎په افغانستان کې هر کله چې کومه شخړه که کوچنۍ وي او که غټه ، تل د جرګو او خبرو دلارې له طریقه حل شوې ده .
‎نو ځکه افغانستان د جرګو وطن په نوم یادېږي

.
‎په افغانستان کې څلوېښت کاله کېږي چې خپلمنځي جګړه چې دا جګړه پردۍ هم ده خو قربانیان یې افغانان دي، دوام کړی دی.
‎چې تل مسوولینو د سولې د پاره ‌‌‌‌‌‌ډېرې هڅې کړې دي، خو سوله هغه وخت منځته راتللی شي چې د حل لپاره یې دوام  او ټول اړخیزه هلې ځلې وشي. 
‎او د ټولو افغانانو کله اراده هم ورته مهمه ده .
‎بغیر د رښتیني، او کلکې ارادې یواځې هلې ځلې بریاته نه رسېږي.
‎ځکه فاسدې ‌‌‌‌‌‌ډلګۍ ، تل خپلې ګټې په جګړو او نا امنیو کې لټوي، او هېڅکله سولې ته اراده نه لري‌، خو د خلکو د تېر ایستلو د پاره فرمایشي جرګې ناستې او تبلیغات کوي. 
‎که چېرې په رښتیني توګه دا هلې ځلې کلونه وړاندې تر سره شوې وای، نو اوس به افغانستان ، د جګړې ‌‌‌‌‌‌ډګر نه وای.
‎او هره ورځ به افغانانو قرباني نه ورکولی .
‎له نېکه مرغه په دې وروستیو وختونو کې د ملي یووالي حکومت مشرانو د هلو ځلو تر څنګ قوي او نه په شاتلونکې اراده یې خپله کړې، او هو‌‌‌‌‌‌ډ یې کړی چې افغانستان کې به سوله ټينګوي.
‎او ولسمشر محمد اشرف غني خپله هغه ژمنه چې د سولې او ثبات د پاره یې په ټاکنیز کمپاین کې یې کړې وه، د هغه د ترسره کېدو د پاره یې کلک عزم کړی دی ، نښه او نښانې دا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي، چې که د خدای ج رضا وه نو ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به افغان ولس ، هغه ارمان ته ورسېږي چې لومړیتوب ورته لري‌، چې.
‎یعنې سوله او ثبات.
‎دومره لوی بریالیتوبونه چې اوس افغان ولس تر لاسه کړې دي بېنظیره او بې مثاله دي.
‎یعنې د کابل په پروسه کې د جمهور رییس له خوا د سولې هر اړخیزه میکانیزم چې مقابل لوري ته وړاندې کړی ، ټولې نړۍ ورڅخه ملاتړ وکړاو استقبال شول.
‎او د اسلامي نړۍ ملاتړ د پخوا په پرتله مکمل ترلاسه کړی دی .
‎د دیني علماو دڅو کنفرانسونو فیصلې چې د افغانستان جګړه یې ناروا او فتنه بللې ده ددې ارادې څرګندويي کوي.
‎د کوچني اختر د ورځ اوربند چې د افغانانو په زړونو کې یې امیدونه را ژوندي کړل که د خدای ج خوښه وه، او دا رښتینې اراده دوامداره وي، ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به زموږ په هېواد کې ورور وژنه پایته ورسېږي او زموږ راتلونکي نسلونه به په داسې یوه فضا کې ژوند کوي چې نور به یو افغان د بل افغان په لاس نه وژل کېږي. 
‎ټولنه به هوسا ، پرمختللې، وروري او عدالت به وي، او تاریخ به پر هغه چا ویاړي چې د جګړې د پایته رسولو د پاره یې صادقانه کار کړی وئ، او د او دا الهی نعمت یې چې هغه سوله ده راتلونکي ته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ کړې وي.