جمهور رئیس غني: غیرمسوول وسله وال نور د منلو وړ نه دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه او لنډیز: محمدبشیر یوسفزوی

په جنګ کې ښکېلو هېوادونو کې له جنګ وروسته د غیر مسوولو وسلوالو شتون د قانون د حاکمیت پر وړاندې یوه جدي ستونزه ده. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې څلور لسیزې جنګ او ستونزې یې شاته پريښې دي.

د تېر جنګ له وخته د ځینو افرادو او ډلو نه بې وسلې کول، د تروریستي ډلو وده او پراختیا او په وروستیو شپاړس کالو کې او د ځینو زورواکانو له لوري د خپلسرو ډلو ایجاد په افغانستان کې د دغو ډلو د راتګ عوامل دي. د دغو ډلو په جوړولو کې یو شمېر دولتي او غیر دولتي زورواکان هم رول لري

.

د امنیتي کمپنیو ایجاد، په بېلابېلو ډولونو د وسلو اخیستل، د شخصي ساتنې په موخه د نظامي ډلو جوړول، د اربکي او نورو په نومونو د وسلوالو ګروپونو جوړول ټول هغه اقدامات دي چې له قانون څخه یې سرغړونې کړي. او په غیر مسوولو وسله والو ډلو بدلېږي.

 جمهور رئیس محمداشرف غني د اوربند له ختم وروسته د چنګاښ په لسمه ننګرهار او لغمان ولایتونو ته په خپل سفر کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو سرتېرو سره  په کتنه کې له هغوی وغوښتل د غیر مسوول وسلوالو پر وړاندې ودرېږي.  د غني په وینا له دې وروسته هیڅوک د غیر مسوول وسلوال په نوم نه پېژي.

جمهوررئیس د هېواد په شمال خصوصاً فاریاب کې وضعیت او د قومندان نظام الدین قیصاري او همدارنګه د ارزګان د امنیت مخکېني امر رحیم الله نیولو ته په اشارې ته په اشارې وویل: دا غیر مسوول وسلوال وچې د هغو ولایتونو په بې ثباتۍ کې یې لاس درلود.  په دې اړه په خپل تصمیم کې جدي دی.   

جمهور رئیس غني په دغه سفر کې امنیتي ځواکونو ته په ټینګار وویل چې له دې وروسته غیر مسوول وسلوال ونیول شي او د قانون پنجو ته وسپارل شي. په دې وروستیو کې د هېواد په ټولو ولایتونوخصوصا د هېواد په شمال کې غیر مسوول وسلوال زیات شوي. دا د افغانستان د خلکو لپاره یوه جدي اندېښنه ده.

غیرمسوول وسلوال غله دي. وسلې یې په لاس او بېلابېل جنایتونه ترسره کوي. د کورنیو چارو وزارت په وینا دا افراد اکثره په بغلان، تخار، کندز، کندهار، فاریاب، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کنړ، ارزګان او زابل کې فعالیت کوي. د هغوی په وینا دا کسان په اکثر مواردو کې په لیرې سیمو کې د ناامنۍ لامل کېږي او ډېر وخت له طالبانو بدتر عمل کوي. غیر مسوول وسلوال قانوني سرغړونې کوي.د قانون او د قانون د حاکمیت دښمنان ګڼل کېږي. دا کسان په ډېرو مواردو کې شخصي زندانونه لري او ناامنۍ ایجادي.

څه وخت دمخه امنیتي مقاماتو په تخار، بدخشان، کندز د هېواد په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې هم د وسلوالو افرادو د پراخ حضور شکایت کړی، ویلي یې و چې د ولسي جرګې استازي او پخواني جهادي قومندانان د غیر مسوولو وسلوالو ملاتړ کوي. هغوی ډېر وخت بشري ضد جنایتونه ترسره کوي، له خلکو باج اخلي او حتی په ډېرو مواردو کې د قتل، غلا، لوټ، اختطاف، چپاول او نورو جنایتونو د ترسره کولو لامل کېږي.