د ژورې خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ډیره ژوره خواشینی مې دوزیرواومسودود درنوغرونوپه څیردیوه درنه غره دراوپریوتوخبرترلاسه کړهغه برمیال اوغیرتي غرچې درنه پښتني مټوره سټه یی دپښتني غروراودشمشاد دهسکې څوکي په څیر یی دنګه

اونیغه شمله دهغه دریښتني ظرفیت اووجاهت ښکارندوی وه سترویاړلی افغان پښتون الحاج احمد شاه مسود یادوم چې په تلپاتې ابدي خوب پریووت اوله غمګین خبر له کبله یی دوزیرواومسودوتوریالیو،غیورواومیړنیومشرانو،کشرانواود هغه ارواښاد درنې اومبارزې کورنۍ لویواوواړوپه تیره بیا دهغه فرهنګپال اوهڅاندویاړلي بچي انجنرعبدالقادرمسودته دژورتسلیت اوډاډینې مراتب وړاندې کوم اودارواښاد رحلت ستره ملي اوهیوادني ظا یعه بولم.انا لالله وانا الیه راجعون.
دارواښاد حاجې احمد شاه سره مې دنیږدې پیژندګلوی اومصاحبت ویاړدرلود دهغه درنې اودنګې سټی په څنګ کې مې دخپلې هسکې ځوانې سره ،سره  ځان لکه دغرني لوړنښترپه څنګ کې  نیالګی احساسوه داهغه درنه اوتاریخي ستره کورنۍ ده چې زموږهیوادیی له سقاوي غلواوداړه مارانوڅخه وژغوره  هغه سترمیړني یادوم چې ارواښاد غازي نایب سالارارسلا خان وزیري دغازي امان الله خان دسلاکاراومبارزجنرال ویاړدرلود دوی
دوی دوزیرواومسودودتاریخې ویاړلوقومونواوجنګیالیوولسونوسرغنه اوسرخیله کورنئ ده چې دافغانستان معاصر تاریخ یی پخپلوغیرتي وینوخړوب کړی دی اوزموږدهیوادپه معاصرکې څرګنداوویاړلی ځای لري.
ارواښاد ته فردوس جنت اودرنې کورنۍته د دوی په سرونود ده برکت غواړم .امین یا رب العالمین.
خدایه څه شول هغه ښکلي،ښکلي خلک
په ظاهرپه باطن سپین سپیڅلي خلک
هیڅ خندا مې له دې خلکوسره نه شي
ژړوي مې هغه تللي،تللي خلک
نه پوهیږم چې وکومي خواته لاړل
لیدی نه شي هغه مالیدلي خلک
په ژور درنښت
بسم الله اکبري هالینډ
۱۱/۲/۲۰۱۵