د ژورنالیزم په آړه دیوکتاب له سریزه څخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرالله احمدزی
ماچې د بریتانیاپه پوهنتون کې زده کړې پیل کړې ،له مهموساینسي-مالوماتو سره مخامخ شوم چې د ژورنالیزم هر زده کونکی يې باید ولولي. داهغه مالومات دي چې مخکې ما کله نه وو لوستلي ،ځکه چې ،افغانستان یو جګړه ځپلی هیواد دی اوزه د جګړو په کلونو کې زیږدلی او د جګړو په لسیزو کې رالوی شوی یم او د جګړو پرمهال هغو خلکو ته چې د تاوتریخوالي قربانیان دي هغه څه نه ښوول کیږي چې په هغې کې د روانو چارو بیل تعریفونه وړاندې

شوي وي ،بلکې د جګړې د مشروعیت او دهغې د غځولو په اړه له پروپاګنډ ډک مواد د لوستلو لپاره ویشل کیږي .
خو په لویدیځو هیوادونو کې داسې نه ده ، دوی د بیلګې په توګه یو خبریال ته هغه ساینسي-قاعدې او تیورۍ هم ورښیي چې بیرته لودیځ ډوله نړیوال مدنیت،نړیوالتوب ،پرمختګ ،ډیموکراسي،اقتصادي خوزښتونه،سیاستونه او ان دپوهنیزو زده کړو سرچینې تر پوښتنې لاندې راولي .ددې قاعدو موخه داده چې یو خبریال باید(دانتقادي قاعدو په رڼا کې) د هغه څه عکس زده کړي چې ظاهرا د ډیپلوماسۍ،نړیوالو اړیکو،پوځي اړیکو،اقتصادي اړیکو،سپورټي اړیکو او نورو نومونو تر چتر لانې روان دي چې داخبریال د نیوکې جوګه شي او د حالاتو په اړه بیل نظر ولري چې سیاستوال يې اوریدونکي،لیدونکي،یا لوستونکي تیر نه باسي .عامو خلکو ته خو ښکاره کیږي چې هرڅه سم روان دي خو دا باید یو خبریال روښانه کړي چې هرڅه سم نه دي روان،او ددې ټولوهڅو ترشاځانګړي سیاستونو او کولتورونه  پراته دي چې ځانګړې ګټې ورپورې تړلې دي .سیاستوال داسې انګیري چې په هرډول دغه ګټې باید خوندي کړي ،ان که د عامو خلکو په قتل عام هم تمامه شي .خو کله چې دغه خبریال له پوهنتون څخه فارغیږي اوپه یوه رسنۍکې دنده ترلاسه کوي بیا هغه خپلواکې او انتقادي سوچ له لاسه ورکوي چې د حالاتو په اړه يې باید ولري ،ځکه چې نور دی د یو معاش په بدل کې کار کوي او دغه معاش ددې لپاره ورکول کیږي چې دغه خبریال دځانګړوپیښو په اړه راپورونهورکړي او د نورو ځانګړو پیښو په اړه راپور ورنه کړي .ماته په زړه پورې وه چې دانتقادي تیوریو په دې منځپانګو کې د بیلګې په توګه دبیګ برادر یا ایکس فکټور په نامه د تلویزوني پروګرامونو د رامنځته کولو ترشاپټ سیاستونه راسپړل شوي دي چې په هغې کې یو هم د ځوانانو بوختول او له روانو حالاتو څخه يې څنډې ته کول دي چې د سیاستوالو او شتمنوتر پلانونو او طراحو له مخې تر سره کیږي،اصلی موخه يې داده چې څنګه عام خلک تبر باسي او اشخاص خپله واکمني  ټینګه کړي . همدغسې بډای او شتمن خلک داغواړي چې څنګه اقتصادي پلانونه ددوی په خوښه جوړ شي چې خپله شتمني او ټولنیز نوم نښان ډیر کړي او ددې موخې لپاره په ناوړه توګه رسنۍ کاروي ،په دی توګه رسنۍ،تر روستي ممکنه بریده هڅه کوي چې حقایق پټ کړي او پرځای يې د رسنۍ د چلوونکي ،یا د هغه چا خوښه ناخوښه راوړاندې کړي چې دي رسنۍ ته مالي ملاتړ ورکوي او یا په سیاسي توګه ورته نظریات لري .
همدغسې نورو برخو کې مادي ژوند د یوتیرویستونکي حقیقت نوم دی چې نه یوازې يې د تیرویستونکو نقشو جوړونکي اشخاص بوخت ساتلي بلکې عام خلک يې هم بوخت کړي دي،او ددغو تیرویستونکو طرحو په پایله کې خلک ان په خونړیوپیښو کې ښکیل ښوي دي .یا د سیګریټ او شرابو د پراخې  کارونې په انتقادي دلایلوکې یو هم دادی چې دټولنې غړي په تیره بیا ځوانان له خپل ځان یا نفس سره په جګړه اخته شي ،نه یوازي بهدغه شرابي ګنګس وي،بلکې سیاسي اوټولنیزه خپلواکي به هم له لاسه ورکړي او په دې توګه به د خلکو یوه بله ډله پرسیاسي اشخاصو او شتمنو د نیوکو وړتیا له لاسه ورکړي ،(په دې اړه پوره جزیات زما بل کتاب د تیرویستلو انجنیري کې ولولی)
نو ما چې نړیوال ژورنالیزم ،نړیوال مواصلات،نړیوالې رسنۍ،نړیوال اقتصاد او نړیوال سیاست ولوست نو یو مخ چلول وو،ماته د اسلام درنښت سترګو ته ودریدځکه چې اسلام د ژوندکولو هغه لار ده چې دروغ او تیرویستل هیڅ په کې ځای نه لري،داسلام د قانون په وړاندې تور ،سپین ،بیوزلی او باچا یو ډول حقوق لري او اسلام  په کلکه د چلول او تیر ایستنې په ضد دی .د اسلام خبره او وینا سپینه او څرګنده ده هیڅ چل او فریب په کې نشته خو مادي او دنیايي ژوند پر چلول او تیرویستلو ولاړ دی. دی مسالې زه وهڅولم چې دین ته مراجعه وکړم او د خپل ځان لپاره د اسلام په ژوره مطالعه لاس پورې کړم .
یادداښت : محترم ورور حنان حبیب زی خپل یو نوی چاپ شوی کتاب راته ډالۍ کړ چي نوم يې (د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ دی) ما ددی کتاب سریزه ولوسته نو ما يې هم هغه برخه درسره شریکه کړه چي یو ژورنالیست او لیکوال په زړورتیا او ښه ډول خپل ځان ته ،تاجر او سیاستمدار ته د ملامتی ګوته نیغه کړۍ دی او د ټولنې ځپل کیدونکي نسل د ژغورنۍ پیغام او خبرداری له ځان سره لری ،حبیبزی صیب ژورنالیستان ،لیکوالان د اخرت دحساب کتاب طرف ته هم متوجه کړي او خپلواکی يې هغه ستر نعمت ګڼلی چي الله ج انسان ته ورکړی خو د ساتلو واک يې تر انسان پوری اړه لري .
په درنښت
نصرالله احمدزی
۲۹/۱۱/۲۰۱۳