د ژوند ادبي بهير اته پنځوسمه ناسته

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د لېندۍ پر نهمه ژوند ادبي بهير خپله اته پنځوسمه ناسته د خوشال دراني پرتلاوت او وياندويي پيل کړه، دغه ناسته د پنجشنبې پرماسپښين د ننګرهارپوهنتو د ناستو  په تالارکې وشوه. د تېرې ناستې راپور رحمت الله حکيمي وړاندې کړ، چې په اړونديې ګډونوالو خپل نظرونه او وړانديزونه سره شريک کړل، په ټوله کې د حکيمي راپور
ښه وګڼل شو، خو ځينو ملګرو ورته مناسبې مشورې هم ورکړي.
دغې ناستې ته ادبي درس ايمل ښمر د (سبکي عناصر) تر سرليک لاندې وړاندې کړ،  چې پرېمانه بحث پرې وشو، په درس کې د سبک عناصر د څومره والي له مخې، ساده توب،لنډيز،پريکنتيا او روڼوالى بلل شوي وو، زاهد ځيرک د هرچا سبک د هغه خپله لاره وبلله، خو ايمل ښمر وويل چې د دې عناصرو په مرسته کولاى شو چې د يو سبک بله بېل کړو، يونس تنوير د استاد اسدالله غضنفر په حواله د سبک ټاکنې له پاره د پرتلې لاره ښه وبلله. دادمحمدناوک نور درې د ساده توب په عنصرکې نغښتي وګڼل. د لنډيز عنصر د ليکوال له نظره د دوو ډولو درلودونکى دى، قصر، او حذف؛ چې په خبره يې په قصرکې کليمې نه حذفيږي، خو په حذف کې حذفېږي، خو دا چې بې د کليمو له حذفه قصر څنګه شونى دى؟ پوښتنه بې ځوابه پاتې شوه.په ټوله کې ادبي درس د ګډونوالو له خوا وستايل شو.
کره کتنې ته رحمت الله حکيمي هينداره لنډه کيسه وړاندې کړه، چې ساجدبهارد نيمګړتياووله اړخه لنډه کيسه ونه ګڼله،نورو ګډونوالو يې هم په اړه نظرونه، نيوکې او وړانديزونه ورکړل، په ټوله کې د لومړۍ لنډې کيسې په توګه مناسبه وګڼله شوه، او ليکوال ته يې د کيسه ليکنې په برخه کې د لا ډېرې مطالعې سپارښتنه وشوه. په پاى کې ازاده مشاعره وشوه، چې لسګونو مينه والو پکې برخه واخېسته، راتلونکې ناستې ته د جلالکوټ ادبي خوځښت فعال غړي او ښه شاعر فريدالله اکاخېل د کره کتنې او نورالحق کوټوال د ادبي درس له پاره د څه راوړلوژمنه وکړه..
ناوک