اوس ورته غوږ شه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکونکی : حبيب اله غمخور

پرون ( ۲۰۰۶ م کال ددسمبر دريمه ) پسله کار نه کورته راغلم او کمپيوټر مي روښانه کړ ، دبي بي سي ويب پاڼه مي پرانيستل کله چې دپښتو ژبي برخي ته را ورسېدم داحيرانونکی عنوان مي تر سترگو شو :قانوني ((د ولسي جرگې د غړو معاش دې ډير شي )) حک پک پاته شوم . په خبر کښي مي لاندي ولوستل د افغانستان د ولسي جرگې مشر يونس قانوني د ملي شورا د غړو او د کابينې د وزيرانو ترمنځ په معاشونو کې د انډول غوښتنه کړې ده .
داخبره ښاغلی قانوني دپارلمان رئيس کوي ،قانونې هغه څوک دې چې غواړي دجمهور رئيس دمقام لپاره په راتلونکي ټاکنو کښي يوځل بيا ځان کانديد کړي ،او د 2004 م کال ددسمبر په 24 نيټه ښاغلی کرزي هم ويل : يونس قانوني که يو څه نوره خواري وگالي نو د افغانستان راتلونکى ولسمشر به وي ؛ دسړې هغه دعبدالرحمن خان دوخت دتوپ قيصه ورپه يادېږي ،قانوني صاحب چي اوس په امتيازاتو پسي گر ځی که جمهور رئيس شو داملک به گروکړی .


داخبره پداسي وخت کښي راپورته کيږي چې همدا اوس افغانان دپه اصطلاح پارلماني استازو له معاشو اونورو لگښتونو دورکولو سره موافق نه دي . ښاغلی قانوني پردې ټينگار کوي چې د نړۍ په نوروهيوادونو کې د پارلمان د غړو امتيازونه خورا ډير دي . د دوى استدلال دا دى چې په افغانستان کې د ملي شورا د غړو لگښتونه او ميلمه پالنې ډيرې دي . دډله ايزو رسنيو له خولې داسي اورېدل کيږي چې د ولسي جرگې غړې غواړي امتيازونه دې نژدې يو په دوه ډير شي . خو قانوني صاحب حيره کړيده چې دافغان ولس سره به دالويه جفاوي چې تاسو ښاغلي داروپا اويا امريکا په کچه دامتيازوغوښتنه وکړې . وايي يو دلوږی مړ کېده بل يې تر سرلاندي ډوډۍ لټول . قانوني ساحب استدلال کوي چي ددولتي چارواکو معاشونه لوړ دي نو دپارلمان دوکيلانو معاشونه ديهم لوړ شي . قانوني صاحب ! پدې پوهيږئ چې ددولتي جگپوړو چارواکو همدا لوړ معاشونه او اداري فساديوله عمده لاملو څخه دی چې ملت يې له دولته ليرې کړی دی .
دهمدې خبر په حواله قانوني صاحب وايي : (( هغه رپوټونه چې زموږ گوتو ته راغلي يو وزير په مياشت کې د اصلي معاش تر څنگ د نورو امتيازاتو سره دوه لکه اته ويشت زره او پنځه سوه افغانۍ ترلاسه کوي خو د وکيلانو ټول امتيازات چې په هغه کې هم ميلمانه عذروي هم د لارې د تگ راتگ لگښت کوي او هغه که د پنځه پنځوس زرو څخه سل زرو ته لوړ هم شي نو دا سره نه پرتله کيږي که چيرته موږ په معاشونو کې انډول غواړو نو په کار نه دي چې د حکومت او نورو ارگانونو تر منځ دوه ډوله ليد لوري ولرو .)) رښتياهم همداسي ده قانوي صاحب تاسو ته دوزارت له وخته کله چې تاسو وزير واست هر څه حرگندی ،مگر اوس تاسو او وکيل صاحب هم نور امتيازات ،لکسي مهمانۍ ،تحفې او دبهرته په يوه اوبلنامه سفرونه لرۍ . پدي خلک پوهېږي چې دحکومت او ستاسو تر منځ دقدرت دغصب پر سر جنجال او رقابت اوج ته رسېدلی دی ،اوس ددې ډار شته چي دامتيازاتو په رقابت کښي داولس تر ستوني په بهرنيو قرضو کښي غرق کړی .
قانوني صاحب ! دا څووم کال دى چې د دولت د کارکونکو په معاشونو کې د زياتوالي خبره په بيلابيلو کړيو او ان په ولسي جرگه کې راپورته شوې چې هر ځل د اداري اصلاحاتو ، د بودجې د کموالي او ځينو نورو دلايلو له امله د ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې ده . پر ټولو اينکارنه مننونکو درغليو او ډوکه بازيو بيا هم داچې هيواد د قانون اودپارلمان څښتن شواو لومړۍ ځل گويا دخلکو په مستقيمو رايو ولسمشر وټاکل شودا مثبت کاردی ،ولسمشر هم خلکو ته داسي وعدي ورکړې چې يوه هم تر سره نشوه .
زه نه وايم چې په دغو څوکلو کي هيڅ نه دې شوي مگر افغانانو ته دقناعت وړ ځکه نه دي ، چې يوخو پر دغو تر سره شوکارو په ميليارډوډالرولگېدوسره ارزښت يې ډير کم دی ،او افغانان داهم دبهرنيانو لورېينه بولي، نه ددولتي چارواکو دتلاښ ثمره . رښتيا هم امريکا او نور بهرنيان مجبوردي يوه داوړو پزه ځانته جوړه کړي .
دخپلي خبري دپخلي لپاره دبېلگې په توگه ويلاي شم چې په پارلمان کښې زموږ وکيل صاحبان دلومړئ غونډي نه بيا تراوسه ځانوته دامتيازورکولو خبره نه پرېږدي ،کله ددولتي جگپوړو چارواکو سره ددوي دمعاشونو دانډول په پلمه او کله بيا پدې بهانه چې زيات ميلمانه لري او سيمو ته سفر کوي . تير کال هم په همدغه مياشت کښي دا خبره درسنيو پر ژبه شول چې وکيل صاحبان غواړي تنخواوي يې ډيري شي ، نورمالي او مادي امتيازات ورکړه شي ، سره لدې چې دوي هم پدې ښه پوهېدل چې دهيواد ټول مالي لگښت له بهرنيو پور اويا خيرات نه برابرېږي ځانوته داډول معاشونه وټاکل :
د ولسي جرگې درئيس لپاره په مياشت کې (( ۳۵۰۰ ))امريکايي ډالره ټاکل شوي دمرستيالانو لپاره (( ۱۵۰۰ )) ډالره کيږي او د هر منشي لپاره ((۶۵۰۰۰ ))افغانۍ او د نورو غړو لپاره(( ۵۵۰۰۰ ))افغانۍ چې ((۱۱۰۰)) امريکايي ډالره کيږي . : دولسي جرگې دټولو غړو معاش دکاله تقريبأ (( ۴۷۱۴۸۰۰)) ډالره کيږي .داپه داسي حال کي چي ديوه عادي مامور معاش په مياشت کي تر(( ۷۰)) ډالرو نه لوړېږي يعني په کال کې (( ۸۴۰)) ډالره ترلاسه کوي ،په همدغو پيسوبايد دکورنۍ ټول لگښتونه پوره کړې ( دکور کرايه ،ډوډۍ ،کالي ،څپلۍ درمل او نور ) ، دغه لږ معاش په حقيقت کښي ټيټ رتبه مامورين رشوت او خيانت ته هڅوي . غير له هغه نه يې په رښتيا سره اولادونه له لوږي او يخنۍ څخه مری .
داسي هم ويل کيږي چي پر معاش سربېره هر وکيل (( ۳۰۰۰۰)) افغاني دکور دکرایي په نامه اخلي پدې کښي هغه وکيلان هم شامل دي چي په کابل ښار کښي کور لري ، همداډول دمیاشتي )) ۱۲۰۰۰)) افغاني ددوي دموټر دتیلواو په هره نوبتي رخصتي کي (( ۲۵۰۰۰)) افغاني ، اضافه تر((۲۰۰۰۰ (( افغانیو دمیا شتي ددسترخوان په نامه تر لاسه کوي . قانوني صاحب ستاسو اوټولو وکيل صاحبانو نه پوښتنه کيږي ! دمعاش دغه توپير ته انصاف ويلاي شۍ ؟؟؟ ايا دا عدالت دی ؟ دغه ټيټ رتبه مامور افغان نه دی ؟اوکه حق نلري ستاسو او دولتي جگپوړوپه دود له بهرنيو پوروڅخه استفاده وکړې؟ زه خو وايم که اسلاميت ، قانونيت او عدالت وي نودا دټيټې رتبې مامور ،ښوونکۍ ،دتعليمې مؤسسو استادان او نور داټول تر تاسو مستحق دی .
اوس بايد ولس پوه وی چې دڅه لپاره دپارلماني ټاکنو په وخت کې داسيالۍ ،تربگنۍ ،وژل ،ټکول ،تهديدونه اوپه انتخاباتو کښي درغلۍ رواني وې ؟ دبشر دحقوقو دنړېوالو سازمانودڅيړنو پر بنياد چې تر اوسه خپاره شويدي ،نږدې (( ۶۰)) په سلو کې جنگسالارو او هغو چي داوطن يي تر دغه سرحده وران کړۍ ،دبشردحقوقو څخه په تيری او جنگې جنايتونو متهم دې پارلمان ته لار وموندل . پدې باورلرم او دا وخت راتلونکۍ دی چي دتيرو پارلماني ټاکنو په هکله به ټول هغه واقيعتونه او فاکټونه راوسپړل شي چې اوس يې څوک دسپړلو جرات نشي کولاي . زما داخبره داسي تعبير نشي چې گويا دالف نه تر يا پورې ټولو په درغليو پارلمان ته لاره پيداکړېده يو شمير کسانوواقعأ دخلکو درايو په زور بېله کوم مالي او مادي رشوت نه پارلمان ته يې لار پيدا کړه ،خو له بده مرغه ددغوکسانو شميرډيرکم دی .
داهغه کسان دي چې ولس يي دمحاکمي غوښتنه لري ،تر اوسه په وسلوبار کسان او په لسهاو دوسلو ډيپوگان لري ،هغوي اصلأدامنيت ،غښتلې مرکزي حکومت او ولس دښېرزی سره علاقه نلري ، تراوسه دامنيت په ټينگېدو کښي دپارلمان ونډه چا نه ده لېدلې . زما په نظر دافغانستان راتلونکۍ واقعي دښمن يو ضعيف حکومت دۍ . هم دادليل دۍ چې اوس حکومت ورځ په ورځ کمزوری کيږي اوهلته جنگسالار او بنياد گر دقومی،مذهبی او ژبني بې اتفاقيو اچونکی ماهيران او دهيروئينو سوداگر ځاي پرځاي کېږي .
ددې پر ځاي چې دملي امنيت دټېکاو، ټولنيز عدالت او هيوادنۍ اقتصادي او فرهنگي پر مختيا لپاره کار وکړي تل دتنخوا ودزياتېدواو امتيازاتو ترلسه کولو په فکر کښې دي .
تر کومه ځايه چې اورېدل کيږي غوڅ اکثريت وکيلان غريب نه دي ،په لسهاو زره ډالره يي مصرف کړل تر څو پارلمان ته ولاړشي ، طبعي ده چې اوس ورته دامعاش لږ ښکارې ، او دابهانه کوي چي گويا زيات ميلمانه لرې مصارف يې زيات او معاش يې لږدۍ ؛ خو ددغو ناستو پاستو ثمره افغان ولس احساس نکړه،که رښتيا وويل شي چې يوځه ترخه هم دي داپارلمان تر پخوانيو پارلمانو دولس سره زياته خواخوږي نلري ،دغه چې ځيني وکيل صاحبان ورته ميلمانه وايي دا هغه خلک دی چی په دولتي اداروکښي يې کارونه بند دی دمعمول له مخې ددغو خلکو لخوا کله ناکله محترمو استازوته يو څه رسېږي . افغانان حاضر ندی چې دااستازي دخپلو ډلو،ټپلو دغښتلتيا اونوروموخو ته درسېدو لپارهله بهرني ملا ماتونکی پورڅخه داډول ناوړه استفاده وشي .
يو شمير سياسي شنونکی داسي فکرکوي چې داجگي تنخواوي او لگښتونه د ولسمشراو بهرنيانو لخوا يو شمير هغوکسانو ته يې چي دولس تر پوښتنو اوگروېږنو لاندي دې يو سياسي رشوت دی .
کله چې دغو استازو دولس نه رايه تر لاسه کول ويل يي زه ستاسو نوکر او خدمتگاريم ،اوس کله چې واک ته ورسيدل بيا يې نو په امتيازاتو پسي مټي رانډوهلې دي .

که په رښتيا سره دملي شورا غړي ځانونه دولس استازي بولې لومړۍ دهيواددهغو ناخوالوپه هکله بايد فکر وکړې کوم چې حل کول يې دلومړيتوب حق لري .
ولس ته خدمت په خبرو اوشعارو په حقيقت کښې دهغوي دغولوروښانه بېلگه ده ، دولس رښتيانۍ دوست او خدمتگار هغه څوک دۍ چي دخپل ملت دښيرازۍ په لاره کښې له مادي او مالي امتيازاتو څخه تير شو .
دداسي ډبلو معاشو ،لکسوموټرانو، بې شميره مادي اومالي امتيازاتواو امکاناتو خاوندان پداسي يو غريب هيوادکښي لکه افغانستان حق نلري ځانته د ولس داستازي لقب ورکړي .
خلکو داارزودرلوده چي دپارلمان په جوړېدو سره به په دولت کښې د يو سلسله غير طبعي اوله انصاف نه ليري امتيازاتو تر لاسه کولو مخه ونيول شي،اداري فساد ،رشوت اونوري ناخوالي به ورکې اودولتي چارواکي به دخوار او بېچاره ولس دژوندشرايطو ته متوجه کړی،دخلکو او دولت ترمنځ به راپيداسوې فاصيله کمه کړي ، متاسفانه دوي نور امتياز ونه هم غواړي .
زه نه پوهيږم پداسي يو غريب هيواد کښي چې دنړئ دغريبو هيوادو په ليکه کښي دريم ځاي ولري دداډول جگو مالي امتيازاتو په ترلاسه کولو سره په کومو سترگو له بهرنيانونه بيا هم دمالي مرستو غوښتنه کيږي؟ ايا تاسو دلوړې تنخوا غوښتونکی فکر نه کوۍ چې يو شمير بهرنيان به درباندي خاندي ؟
هغه هيواد چې تر شپږو مليونو زيات وگړي يې خوړو ته اړتيا لري ،کالي نلري ،تعليم ،کور اوکار خبره خوپر چاي پږېرده ،او نړېوالي خيريه مؤسسې دنړۍ دنورو هيوادو څخه دهغو دپاره خواړه برابروي ، خوچارواکي او دملت استازي يې ددنيا په مډرنو موټرو کي سورېږې او لکس ژوند لري . په رښتيا سره له داسې پارلمان څخه دولس ا وهيواد لپاره دخدمت غوښتنه خوب او خيال دي .يودري متل دي : اگر اين مکتب است واين ملا ،حال طفلان خراب مي بينم .
لوي څښتن دي په خپل فضل اوکرم پردې زورېدلی ملت ورحمېږي . پاي