‎زموږ ظالم دښمن!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مینه منګل

‎ظالم دښمن مو  کلونه کېږي چې موږ افغانان شهیدانوي، کلونه کېږي چې په موږ افغانانو له ظلم څخه لاس نه اخلي، مکمله یوه میاشت یې پر لپسې په ننګرهار کې یې د څو بېلابېلو بریدونو پر مهال د ‌‌‌‌‌‌ډېرو بېګناه افغانانو ژوند واخیسته.
‎د قابلو په مرکز یې برید وکړ، هلته خو نه کافر وه او نه بل څوک هلته هغه بېګناه انجونو د قابلګۍ په برخه کې زده کړې کولې چې راتلونکي کې ددې ولس میندو او خویندو ته د خدمت جوګه وګرځي.
‎مګر بد بخته دښمن مو په هغې ځای برید وکړ چې په ترڅ کې یې زموږ یو شمېر بېګناه افغانان شهیدان او ټپيان کړل

،
‎د پوهنې ریاست په یوه څنګه یې هم برید وکړ چې د هغې برید په پایله کې هم زموږ ‌‌‌‌‌‌ډېر شمېر هېوادوال شهیدان او ټپيان کړل، تر څنګ یې په ننګرهار کې یو قومي مشر د موټر بم په چاودنه کې په شهادت ورساوه، چې تر څنګ یې زموږ نور هېوادوال هم شهیدان کړل.
‎د ک‌‌‌‌‌‌ډوالو پر ریاست یې بې رحمه برید وکړ، چې د هغې برید په پایله کې هم زموږ ‌‌‌‌‌‌ډېرو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
‎د ننګرهار ولسونه د مرموزه دښمن د لاسه دا کلونه کېږي چې په تهدید کې دي، د داعش ظلمونه خو ټولو افغانانو ته په یاد دي، موږ وکتل چې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د ننګرهار پر ولسونو څومره نارواوې وکړې، څومره یې دا ولس وزوراوه، نه یې په ماشوم رحم وکړ، نه یې په سپينږیرو، نه یې په ښځو ، او نه یې په ځوانانو، خو همدا زموږ د امنیتي ځواکونو برکت وه چې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په ننګرهار کې ماتې وخوړه،
‎خو تهدیدونه او بریدونه یې لا هم روان دي، ، د سیمې استخباراتو چې کله درک کړه چې داعش په افغانستان او په خاصه توګه په ننګرهار کې ماتې خوړلې ، نو ددې ‌‌‌‌‌‌ډلې د پاره یې داسې امکانات برابر کړل څو په ملکي مرکزونو بریدونه وکړي.
‎تېره ورځ یې د پکتیا مرکز ګردېز کې د شعیه ګانو پر جومات برید وکړ چې په پایله کې یې زموږ ‌‌‌‌‌‌ډېرو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله .
‎دې ظالم دښمن موږ تل د اسلام ، جهاد، او دین په نوم وژلي یو کنې دا دومره انسانان چې هره ورځ وژل کېږي، دا حقیقت دی چې ددوی وژنه اسلامي اړخ نه لري، دا مسلمان وژنه او انسان وژنه ده ، دلته جګړه صرف د خپلو موخو د پاره روانه ده او هدف افغان او مسلمان وژنه ده .
‎په افغانستان کې جهاد ناروا دی .
‎دا اوسنۍ خبره نده دا د ‌‌‌‌‌‌ډېرو پخوانیو کلونو خبره ده چې دښمن مو ‌‌‌‌‌‌ډېر بې رحمه دی ، ‌‌‌‌‌‌ډېر کلونه کېږي چې زموږ افغانان یې د غم په ټغر کېنولي.
‎اې افغانانو تاسو پوهېږئ چې زموږ یو شمېر ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونه او د سیمې استخباراتي کړۍ هره ورځ زموږ ژوند اخلي ، او موږ او تاسو ایله ورته ګورو او صرف دې ته چمتو یو چې د خپل نظام په وړاندې ودرېږو، ولې د خپل دښمن په وړاندې نه یو کېږو؟
‎ولې موږ په خپلو منځونو کې ځینو هغو کړیو ته ځای ورکوو چې زموږ د دفاع په نوم یې تل له بهرنیو استخباراتو امتیازات ترلاسه کړي؟
‎تر هغې چې موږ ټول د یوه قوي نظام په خاطر سره یو نه شو، تر هغې چې موږ ټول د پردیپالو ملاتړ پرېنږدو، تر هغې چې موږ ټول ملي ګټو ته ژمن ونه اوسو، تر هغې چې موږ د حکومت له کړنو ملاتړ او ساتنه یې ونکړو،
‎همداسې به تل په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې رحمۍ سره وژل کېږو او ورکېږو به، یواځينۍ لار همدا ده چې موږ د خپل موجوده نظام ملاتړ وکړو او د پياوړېدو په خاطر یې هر اړخیزه هڅې وکړو، تر څو نور زموږ ژوند له ګواښونو سره مخ نه وي.
‎همدا حکومت مو دی چې زموږ د پاره د ژوند کولو ټول سهولیتونه برابروي، همدا زموږ امنیتي ځواکونه دي چې زموږ د امن د پاره شپه او ورځ قرباني ورکوي.
‎نو اړتیا ده چې د دښمن په وړاندې ټول سره یو شو تر څو خپل دې ظالم دښمن ته په خپله خاوره کې داسې ماتې ورکړو چې بیا د افغانانو د وژلو او زورولو فکر هم ونه کړي.
‎د سوکاله او موټي ، او آباد افغانستان په هیله .
‎مینه منګل