د یومشر یا زعیم اوه ځا نګړی ځا نګړتیا وی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)
یومشر یا پیشوا باید چی دعادی خلکو څخه د ځنو ځانکړتیاو په لرلو سره فرق ولری ، ځنی خلک داسی ګمان کوی چی رهبران او لیډران په طبعی ډول سره زیږی ، یا  داچی  د هغوی دبخت ستوری ډیر اوچت وی ، مګر ریښتیانی خبره خو داده چی یو مشر کوم  چی درهبری مقام ته رسی اویا د رهبری 

پرڅوکی  کیښینی هغه  با ید ځنی  خاص  توانایی (بانکوړوالی) ولری . مګر  بیاهم  پوره  روښانه نه ده چی دغه ځانګړتیاوی  په  طبعی ډول د یو مشر په وجودکی وی اویا داچی د مهارتونو او دتجربی لارو په وسیله سره تر لاسه کوی .  دغه  اوه ځانګړتیاوی چی یو مشر باید ولری په لاندی ډول سره بیانوو:                                    یو- باورتیاوی.(trustworth)
دوم – مینه اوعلاقمندی(enthusiasm)
دریم- زړه ګرمی او(.confident)            څلورم- با انضباط . (lyorder)                پنځم –ارام یا بردبار .(lmca)                  شپږم- صلاحیت .(ability)                    اووم – لوړهمت(ambitious)         

        یوـ باورتیا وی: یو مشر یا پیشوا ترڅو چی په واقعی بڼی سره  د نورو باور او اعتماد  ځانته جلب نکړی،نه ریښتینی رهبروی اونه هم دیو واقعی رهبرپه صفت پاتی کیدای شی انصاف اوصداقت دیو مشر هغه ځانګړی صفتونه دی کوم چی دهغه شخصیت په  خلکو کی  دروند ساتی اویا  د هغه  شخصیت  نوروته  د منلو وړګرځوی، اودهغه دشخصیت  لوړتیا تردی حده رسیږی چی دهغه په غیاب کی هم خلک خپل باور دلاسه نه ورکوی . بناً یو ښه رهبر هغه رهبر وی  چی د نورو حق په  نظر کی ولری او د خلکو د حقوقوڅخه ساتنه  وکړی اود هغوی په  مقابل کی  د مسولیت  احساس ولری . پس ویلی شو چی د واقعی قدرت منبع خپله دخلکو باوردی چی په یو چا باندی اعتماد اوباور پیداکړی .                                  په هرصورت دخلکو له نظره بیاهم باور ډیر زیات معنی لری لکه :                      

         * باور یعنی په دی معنی چی سړی ته دا اعتماد پیداشی ،چی شخص دانصاف اوصداقت څښتن دی ،هیڅکله دروغ نه وایی اوخلک نه غلوی .                                    

          *یا داچی دهغه شخص پر وعدو باندی باور لرل اودا ځکه چی مخکی هغه خپل وعدی تر سره کړی .         

                                *اوبالاخره باور یعنی چی څوک پرچا باندی په ډیرو سختو حالاتو باور ولری اوهغه څه چی ورته سپارل شوی وی دستونزو په لرلو سره سره بیاهم خپل دندی سرته رسولی وی او پخپل قول باندی ولاړ شخص وی .      

              یومشر باید مدبر ، زړه ور ، با ا نصاف ، سخی ، اود اعتماد وړ شخص وی  .  

        دوم – مینه او علاقه:  کله چی د یو مشر په اړه خبری کوو ، نو هیڅکله  مو باید د هغه مینه اوعلاقه اولس ،وطن او کاری  ټیم  ته یی هیره نکړو ، یو ریښتینی مشر هغه شخص ته ویل کیږی چی خپل درایت ، زړه ورتیا ، مینه او علاقه دخپل کاری ټیم صاد قو ، باانصا فو ، کارپوهو اطرافیا نو او خپلو خلکو  ته  وښیی ، اود خپل حرکاتو او فعا لیتونو په سرته رسولو سره نورو ته الهام ورکړی ،هغه باید هیڅکله د ځنی ناوړو پیښو په واقع کیدو کی خپل جرات دلاسه ورنکړی او اصلاً ډار ته لاره ورنکړی اوځان هیڅکله ناتوان ونه بولی .    

               دریم ـ  زړه ګرمی او اشتیاق :  یوواقعی مشر باید چی په پوره علاقه مندۍ سره خپل دندی سرته ورسوی او  خپل   اطرافیا نو ته د خپل کړونو  په واسطه  سره هغو ته باور  ورکړی اودهغو باوراو اعتماد هم ترلاسه کړی اودخپل کاری ټیم داجراتو څخه وخت ناوخت کنترول هم ترسره کړی اوهغوته چی کارونوپه موفقانه ډول سره سر ته رسوی مکافات  ورکړی .   

څلورم : انضباط اودسپلین : اتوریتی اوانضباط په ځنی حالاتو کی ډیر ضروری وی چی باید دیو رهبرله خوا تر سره شی اوهغه کسا نو ته چی د خپل  مقام  په  لرلوسره  نوروته  ضرر رسوی سخته جزا ورکړی ، انضباط او دسپلین باید دی چی طبعی بڼه ولری  اودا ځکه چی یو بی د سپلین شخص هیڅکله پر نورو ا نضباط نشی ټینګولی اویا داچی یومتردد سړی هيڅکله د اوتوریتی څښتن کیدای نشی .  

                پنځم : متحمل اوآرام : ډیری ستونزی ممکن دی چی د کار په جریان  کی مینځ  ته  راشی ،چی یو رهبر باید په ډیر خونسردی اومتانت سره بی له دی چی په اصطلاح وارخطا شی ، هغه را پیښ شوی ستونزی وڅيړی او د ستونزی عمده اوبرجسته ټکی ته باید پام واړی اود  خپل   پوره   پوها وی  سره  باید  چی  د راپیداشوی ستونزی ټول اړخونه  په ځیر سره وڅبړی اودهغه په حلولو او په له مینڅه وړلو کی د پام وړ قد مونه اوچت کړی هڅه وکړی چی مایوسه او ناهیلی نشی او خپل توان دلاسه ورنکړی دهر بریالتوب څخه غره نشی اودهر ناکامی څخه باید چی ناهیلی نشی .               شپږم – صلاحیت او توانایی :   دوقایعو اود سیتونزو په راپیښیدو کی دتحلیل اود ارزیابی توان درلودنه د  یو رهبر له  خورا  ډیر  ښو صفاتو څخه شمیرل کیږی چی بایدهره پد یده څه اقتصادی ، اجتماعی ، سیا سیی او یا نور مطالب وی د هغه د تحلیل کولو پوره مهارت ولری .              

                               اووم ـ لوړهمت: یوه ښه مشر دستونزی حل باید شاته  اویا  بل وخت ته   موکول   نکړی اوهرموضوع دهغه د زمان په نظر  کی نیولو سره حل اوفصل کړی  او همدارنګه  یو قوی رهبر غواړی چی دهغه د کارونو نتایج ښه اود لوړستاندارد په مقیاس  کی  قرار  ولری  اوتل هڅه  کوی   چی  د هغه  بریا لتوبونه  په  لوړ اوبرجسته ستا ندارد کی ارزیابی شی.           اووه پورتنی اوصاف دیو ښه مشرهغه صفات دی چی په پورته ډول سره مو خبری ورباندی وکړ.
په درناوی  
ریفرنسونه :                                      
* Teaching guid  trusthworthness.
*being trusrhworthy shows character  by: Ron kutus .
*seven characteristic  of a leader(www.articleclick.com   
*and some extra related article to the leader characteristic  from the internet web site .