د شپې دوه بجې او د آسيا ستوري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالله الهام

لنډه کيسه

نرم باد چلېده، د شپې سندره د کابل په واټونو کې زمزمه کېده او پيکه ګروفونو په غرونو کې د بند کابل په کاسه د تروږمۍ زړه مات کړى او نرۍ ساه يې پکې پو کړې وه. د شپې دوه بجې وې او په بام په پراته فرش اوږد غځېدلى وم، د خوښۍ احساس مې هان په رګونو کې ځغلېده، پاس مې ستورو ته کتل عجيبه کيسه يې کوله، تا به ويل چې خاندي او په تېرو څو کلونو کې زموږ د ليدنې او آشنايئ کيسه کوي.
سګرېټ مې خواته پراته وو لاس مې ور اوږد کړ او په ښکلې هوا کې مې يو سګرېټ دود کړ. کله به مې سترګې پټې کړې او په چرتونو کې به ډوب شوم او کله به مې سترګې لوڅې کړې او د سګرېټ کش او روښنايئ ته به مې وکتل. خو ستورو نه پرېښودم خداى زده کيسې يې رانه غوښتې...
د کندهار کسيه چې هلته هم د شپې په دوو بجو پروت وم او له ستورو سره مې خبرې کولې، هغوى به د خړ ښار چوپې او په تياره کې نغښتې بڼې ته اشاره وکړه او ما به هم په ښار نظر واچاوه، هلته هم چوپې او خوږې سندرې د بشر کيسه کوله او داسې به يې په خوند زمزمه کوله تا به ويل چې بشر ته يې د نيوکې ګوته نيولې او وايي چې ولې ولې او ولې... خو مابه يې ډېرو خبرو ته غوږ نه نيوه او د کندهار له فضا څخه به مې خوند اخيست.
هغه د اسلام آباد له لوړې ودانۍ څخه د اسلام آباد د اسمان د ستورو کيسه، هلته هم ستورو عجيبې خبرې کولې، کله به يې خندل او کله به يې د نري شمال په ژبه ويل چې ددې ځاى بشر هم تر موږ لاندې ژوند کوي او غورې کوي، ټول ښار په رڼا کې ډوب وو او د ستورو له رڼاوو يې مخونه پټ کړي وو.
د دوبۍ په آسمان کې هم ستورو خوله په خندا خلاصه کړې وه، آسمان څکو ودانيو خوله ورته پورته نيولې وه سپين رڼا ښار يې د ستورو رڼا ته څه ويلو اجازه نه ورکوله او ته وا د هغوى په خولو يې لاس نيولى خپلې سندرې يې ويلې، د ستورو کوچني ځنځير بيا لاس تر لاس نيولي وو او لاندې يې په لوړو لوړو ودانيو کې بشر ته اشارې کولې خو ته وا خوښ نه ايسي خپله ځلا يې هم له خلکو پټوله.
د تهران په آسمان کې هم د شپې په دوو بجو ستورو په خلاصه خوله خندل او له ډېرې مستۍ يې د سينه چاک نخرې کولې، هغوى هم لاندې د بشر ستړو منډو ته اشارې کولې، زه د تهران په پاس سر کې د آسمانڅکې ودانۍ په کړکۍ ورته ولاړ وم او له نري شمال سره مې غېږې نيولې.
په تاشکند کې هم د شپې په دوو بجو ستورو خپل اتڼ اچولى وو او په سترګک سترګک يې راسره روغبړ وکړ، ډېره شېبه مو يو بل ته وکتل لکه چې زړه يې راته تنګ شوى وي نن يې د بشر له حاله خبرې نه کولې يواځې مو خپل حالونه سره ويل، ناڅاپي مې د هغوى دې شوخۍ ته پام واوښت چې له خندا په ډکه خوله يې د پاسپورت غوښتنه کوله... ومې خندل...
سګرېټ ته مې فکر شو هاغه لومړى کش او نور همداسې پاتې شوى، ستورو ته مې وکتل لکه چې ګيله کوي چې ډېر ليرې سره تللي وو، هغوى بيا وخندل او ما هم خپل سګرېټ ته کش ورکړ، دود مې د کابل له هوا سره يو ځاى د ځيګر برخې برخې ته ريښې وغځولې او ما هم په ټول خوند د ستورو په لور پوپ کړ، له ستورو سره مې خداى پاماني وکړه سګرېټ مې هم غوځار کړ.
خو ...
واى ريښتيا دوه څيزونه مې له ياده ووتل هغه دا چې يو مې له ستورو څخه د بشر کيسه وانه ورېده او بل مې په سګرېټ چرت خراب شو چې همداسې مې غورځار کړ..
اوس هم پښېمان يم
دادي تر اوسه پښېمانه يم په هغه سګرېټ کې څو کشونه نور هم وو...

کابل