ويدا

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

احمدجان ماڼو

په خپل وار بیا ددی وخت را رسیدلی دی چې ،دلرغوني آریانا دآریائیانود تاریخي ،ادبی اوکلتوري خزانۍ څخه یوبل هغه دالماسوادبي غمۍ را و باسم چې، ځنې پوهان یې د نشت داوه ګیردي . ګویا خدای دې نه کړي چې چا دا او دده په شان ټول اصیل آریائي ادبي غمی څه ناڅه دری لسیزې مخکې ژوندي په خاوره ننویستلي دي اووائي چې په بی رحمې یې خښ کړي دي خو ،زه ئی دآریا ئیانودادبي تاریخ د ویدا دکتاب څخه پخپله د (ویدا)د الماسوغمی راپورته کوم اوهغه ډډه په ډډه اړوم ، ښکته پورته کوم ئي،پاکوم ئی په وریښمین ټوکر یې مښم او بیا بیا ئې مښم تر څود هغه په درزمرز کې ننوتې خاوره او ګرد پاتې نه شي ،ځلاندشي دلیدلو او کتلو وړوګرځي اود زړه سواندو ژب څیړونکو او شنونکودڅیړنۍ او شننې وړشي .
زه دا په ډاګه وایم چې د(ویدا )او د ویدا په شانې ډیر وېیونه چې زه ورته ادبي «غمي» وایم چې ، د آریائي ژب پوهانوپکې څو سوه کلنې پلټنې شوي دي او د آصلي آریائی ژبې( آریک) د شفاهي ادب لرغوني لغاتونه ئې هم میندلي اوډیر ښه ئی سره پییلی دي دلیکل شوو زړو کتابونوپه نومونو لکه ویدا او اوستا او د دویو په ملحقاتویی زړه پورې څیړنۍ کړي دي او هغه یې د خپلو لوڼو ژبو سره په پرتله کې لیدلي کتلي او ښه ئې سره شاربلي دي چی، دا کار یې خورا زړه پوری او دیادولو وړ دی اودا د ژب پوهانو ټولې شوې پلټني د پښتود ادبیاتود تاریخ په لومړي ټوک کی چې د خدای بخښلي علامه حبیبي صاحب د زړه پوری کارونوڅخه دی پکې لیدلی اوکتلی شو . دا زما د ادعا ټولې زړه پورې پلټنې په نوموړي کتاب کی شتون لري او نشت کول یی دومره څه اسان کارندی دا په دې خاطرچې ،دا غمي لاتر نن پورې له نیکه مرغه د آریائیانو په لیکلي اوشفاهي ادب کې ځلیږي ، څرګنده بیلګه یې پخپله د (ویدا) کتاب او د لرغونو آریائیانو (پشائیانو)د شفاهي ادبیاتو پوره برخه جوړه وي که څوک یې ورڅخه شکوي او ترینه لرې کوي یې نو ،غریبه لرغونۍ آریائي ژبه( پشائي)به په خپلو لاسونو توتله «تتله » کړي خو ،دا حق به هیڅکله څوک تر لاسه نکړي چې د چا د مورنۍ ژبې څخه شونډې اویائې د ژبې څوکه ترېنه پرې کړي ، ځای لري چې ووایم لا تر اوسه داتاریخي او ادبي د (ویدا ) کلمه « فعل» د (پشائي) ژبې دادب ژوندۍ برخه ده چې ،لا تر اوسه پورې د پشائیانوپه ژبه کې نڅیږي او دلمر په شان په کې ځلیږي او د شتون څخه ئې څوک سترګې نشي پټولای ؛ خودځنو ښاغلو ژب پوهانو له نظره دا لرغوني غمي زاړه شوي ، له موده لویدلي اوداسې ډیر نوراصلي آریائي غمي هڅې چټي ورته په خپل تصور کې مړه اوپه خاوره کې ښخ شوي ،له مینځه تللي او بې ارزښته ښکاري ،حا ل دا چې اصیل غمي او نجیب فلزات هیڅکله دخاورولاندی نه خاوره کیږي خو، کله نا کله داسې هم را پیښ شي چې ،دا خښ شوي غمي ، طبعي افتونه لکه سیلۍ ،سیلابونه او توپانونه دځمکې د تل څخه راباسي او دتماشې وړ ئي ګرځوي او یا خوئي لرغون پیژندونکي او دوطن بچي د خپلو پلرونو او نیکونو د ملي تاریخ پټ رازونه اوویاړونه په خپلوپاکواو ګلالیو لاسونو په وړو وړو رمبیوو،کوچنیو برسونواو کوچنیو کوچنیو په فني او غیر فني افزارودډیرو ستونځواو ربړونو سره سره په ورو ورو او په پو پو دځمکۍ د تل څخه را باسي او ورڅخه پر سر پریوتۍ سپیري خاورې ،ایرې او شګې پاکوي او د پیړیو پیړیو پټي دانې (غمي) چې، د خپل ذاتي خصلت سره سم ئی په ځمکه کې دننه او بیرون خوله د خندا ډکه وي ورته سر اوچتوي چې،په دی بریالیتوب سره ئی له سترګو د خوښې اوښکې جاري شي پوره ویاړیي په برخه شي او په خپلو جامو کی نه ځا ئیږي او دا بی سارې خزانه د هیواد ملي موزیم ته دخلکو د نندارې او پوهانو د نوو څبړنو لپاره ډالۍ کوي بیا د نوو نسلونو په لاس ورځي تر څوله سره په کې غوراو څیړنۍ پیل شي ، د دومره زړښت سره سره یو ځل بیا خپل ارزښت او بی سارې ښکلا په ډاګه کوي .
دښاغلو او اغلو پوهانو څخه هیله ده چې دنوو او ځوانو څیړونکوسره په دی هکله یو څه نرم چلند راواخلي اوهغویو ته مرستندوی شي . دا یو ریښتینې حقیقت او څرګند واقعیت دی چې ښه او منلي استادان تل خپل شاګردان د ځان په شان روزي او هیڅکله یې هم په خپلو شاګردانو او په نورو رخه نه لوریږي .
ایا دابه مونږ ګنهکاره نشو چې د دری سوو کلونو څخه د زیاتې مودې د پوهانو هلو ځلواو دهغویو د لاس ته راوړنوڅخه سترګې پټې کړو چې،رابرسیره شوي خزانې بیرته دخاورو لاندي ښخي او پو پناه کړو. کله کله خلک د طبعيت د نا خوالو ناخبروي ،ډیرې خزانې دطبعې افتونو له امله چې ،دایرو، شګواو خاورو د لویو لویو ډیریولاندی شي یا خو د قصدي اعما لو په نتیحه کې دموقت وخت لپاره ئي ځنې کسان د خپلواصیلو خاوندانو څخه ترخس اوخاشاک دلاندې پنا کړي او دورک نوم پرې کیږدي چې ،ګویا هغه نشته خو،زمانه تل ستغه او سپوره ده، پخپله کله کله دهغې څخه خاورې الوزوي یا د پلټونکو په هلو ځلوهغه را برسیره اوخپله طبعي ښکلا ننداره چیانواو علاقمندانوته د خپلو ټولو هغو خاصیتونوسره چې لری یی ارو مرو ځان څرګندوي او په خلکو ځان ورپیژني لکه په دی لړکی د آریائیانودلرغوني آریائي انشاء شوي کتاب، د « ویدا» تاریخي ادبي غمی :



ویدا :


ویدا دلرغونو آریائیانو یو تارخي کتاب دی چې،ډیر آریائی اقوام پرې ویاړي او په خپلو بچو او پرځانونویې دنوم او یا هم د تخلص په توګه ږدي ، دا چې هغو ته دا زاړه نومونه ډبر ښه ښکاري نو، ځانونه پرې نوموي او ډیر نور آریائي نومونه لکه : آریا، آریانا، آرین ، ویدا او اوستا او ډیرنورداډول نومونه له پامه نه غورځوي پری ویاړي او کاروي یی .
دا نوم د هندو اروپائی ژب څیړونکو لخواد ( ويدا) په بڼه ضبط شویدی ؛ داسی ویل کیږي کله چې ، آریائی اقوام دهندوکش د سویل څخه د لرغوني هند په لور وکوچیدل په دی وخت کی آریائیانو په خپلو تشکیلاتو کی دری ډلی درلودې.
برهمن
کشتری
ویسیا
ترڅوهغه ځمکه د آریانا سره و تړي،د تلو په لاره کې د هغې ځای د بومي اوسیدونکو د( دراویدایانو) سره چې ، د خپل دودیزتمدن خاوندان وومخامخ شول او د یو لړ سختو جنګونو وروسته ئې د پراختیاغوښتونکوآریائیانو څخه کلکه ماته وخوړله هغوې یې ایل او خپل غلامان یې وګرځول ؛ داسی ویل کیږي چی آریائي اقوامو تر دی وخته پوری دخپل جوړښت له مخی پورتنئ دری ډلې درلودلې چی لاتر دي زمانې پوری دوې د ( ویدا) کتاب نه وو انشاء کړی خو،کله چې ، دا ډله اریا ئیان دهندوکش دجنوبي سیمو څخه ورځي او هلته میشت او ځای په ځای کیږی نو خپل تاریخي کتاب( ویدا) په لرغوني ( آریا ورته – آریاورسه) په نني ( هندوستان) کی انشا کوي، دلته ده چې ،د آریا ئیانوپه تشکیلاتو کی یوه نوې څلورمه ډله د ویدا په کتاب کی ورزیا تیږي چې ،هغه د سیو،شودر( دښمن) بلل کیده . د( شودر) د ډلی د پیدایښت سره سم په آریا ئیانو کی نژادي او طبقاتي توپیر هم را مینځته کبږي او دا وروستنئ ویش(شودر) په آریائیانوکی ترټولو ښکته او نا مملوسه ګڼله کیږي او دا ډله خلک د هغی وخت د لرغوني هند د بومي خلکو څخه وو چې اریا ئیانو خپل غلامان ګرځولي وو، هماغه وو چې آریائیانو خپل لومړنی لیکل شوی تا ریخي سند او وثیقه په 1400 ق،م کی هلته په لرغوني ( آریا ورته – آریا ورسه / ننني هند ) کې د( ویدا ) په نامه انشاء کړ چې، په تشکیلاتو کی یې نوې څلورمه ډله (شودر ) ځان ښکاره کوي چې لومړنۍ دری ډلی يی آریائي او څلورمه یی ، ښکته او غیر آریائی ګڼل کیږي په لاندی ډول :

Brahmana
Kshatri
Vaicy
Shudr


دا وو د (ویدا) دکتاب د پیدایښت په اړوند یو ځغلند نظر.


د ( ویدا) د نامه او مانا په اړوند د څېړونکو نظریا ت :
ویدا: د لرغونو آریائیانو یو لرغونې لیکل شوی کتاب دی چې د 1400 ق،م په خوا او شا کلونو کې انشاء شوی چې، د(هندوآروپائی ) ژب پوهانو په خاص ډول لویدیځو ژب څیړونکو پلټنې پکې ډیر د پام وړ دي .
نوموړو پوهانو د ویدا دنامه د معنا او مفهوم په هکله ډیرې ښې څیړنۍ کړې دي او ورسره یو ځای یی آریاني آروپائی ژبې هم څیړلي او دا یی ثابته کړې چې هندو آروپائی ژبي د آریا له کهوله دي چې ،وروسته ئې پری د( هندو جرمنیک او هندو آروپائي ) نومونه کیښودي او دا ژبې یې دیوې کورنۍ بللې دي .
هندو اروپائی ژبو، ژب پوهانو ددغی لرغونې آریائی ژبی (ویدا ) او ددی کلیمي د معنا او مفهوم په هکله داسی نظر لري .

« اکثر پوهان دا عقیده لري چې د ( ویدا) کلمه د ( ود) له مصدره جوړه شوې،او د پوهني په معنا ده ؛ ودیا په عمومي ډول پوهنې ته وایې، ماکس میولر مشهوروید پوهاند دغه عقیده لري،او وروسته ئې ګریفت او ماکډوئل هم تا ئید کوي ، چې د ( وید ) معنا پوهنه ، علم ،دانش دی او ښایي چې دغه کلمه لومړۍ کلمه وي چی له آریائې ژبې څخه پاتي وي».(1 )
د لیکونکي شننه :
« ویدا » او« ود » دواړه د لرغوني آریائي ( پشائي) ژبې ځانګړي فعلونه دي چې هر یو ځانته ځانته ځانګړنۍ او خپل خپل مصدرونه او هر یو خپلې ماناوې اوصفتونه لري .برسیره په (ویدا) یو بل فعل چې،(وېدا)دی یواځې د(ې) په توپیر شته چې مصدریې (وېک )دی چې ، په پښتواو دري ژبو کی (اچول/انداختن)کیږي په لاندی ډول :
1- یو( ویدا) د ( ویک – اوبدل / با فتن ) له مصدرڅخه په لاس راځې او جمع مخاطب لپاره د ( ویدا)په بڼه چې مانا يي ( ويي اوبې/ ببافید) کیږي او د ( ویوا) شکل یې (اوبدل شوي / با فته شده)، (وینا – اوبدنه) ، ویکالا- اوبدونکی ،دښځینه حالت یی (ويکالۍ – اوبد ونکۍ) چې په پشائي ژبه کې (ویوا)د( اوبدل شوي) مانا لري چی دا یو صفتي حالت دی چې په دنمارکي ژبه کې یی فعلي شکلونه دا دي « ویو؛ ویوو او ویور»او په ( ویېوې) دی چې ،دواړه په لاس راغلي ،دنمارکي او انګریزي فعلونه د پشائي ژیي د ویدا اوweaveانګرزي ویوا سره کټ مټ په تلفظ او مانا کې یو دبل په شان دي او دری واړه سره خپلې خوږې خویندې او یودبل سره خوږ دخورولۍ څنګ لګوي،کله چې دا کلیمې څوک په دقت واوري دا به تصدیق کړي چې، هوکې دا ټول اوریدل شوي نومونه د یوې ژبی دي په لانديني مثال کې یې مانا او مفهوم ته ګورو .
کله چې یوه میرمن غواړې د خپل دسرد ویښتانوپاکۍ او نظا فت او خپل ښکلائي چارې تر سره کړي او دا کارتر سره کاندي نو په هغه وخت کی خپلې ملګرۍ خورلڼۍ یا خور او مور څخه هیله کوي چې (سر مې وکه) یا دا چې( سر مې وګوره) او بیائې وروسته راته کوڅۍ او پیوي کړه په مانا او مفهوم په کار وړل کیږي چې، همدا مفهوم اومانا په پشائي ژبه کې د مفرد مخاطب لپاره (ویېا - ویا )او دجمع مخاطب لپاره ورته د (ویدا) فعل راځي چې،ورڅخه هدف پاکې ،صفائی او جوړښت دی ، په لاس راځي او ښائي چې د آریائیانو د (ویدا )د کتاب څخه همدغه جوړښت ، سمون ، ترتیب او تنظیم او پاکي منظوروې یا خو به ئی د خپل آریائي نژاد پاکوالي او سوچه والي منظور وي لکه چې ولیکل شول ، دا لوړۍ په لاس راغلې ماناوې د (ویدا) د کتاب د نامه د تعریف سره چې ژب پوهانو ورته کړی ډیر ښه څنګ لګوي ؛یا دا چې د ویدا کتاب له څلورو ډلو یا (کیست) څخه جوړاو اوبدل شوی دی ورته ویل شوي به وي چې ،دواړه د پشائي ژبي د(ويک- اوبدل) څخه په لاس راغلی به وي چې علم اومنطق یی مني .
2- برسیره پر (ويدا)، په پشائي ژبه کې (ویدا) فعل ته ورته یو بل فعل هم شته چې (وېدا) د «ې» په توپیر لېکل کیږي چې د (اچول/ انداختن) مانا لري .
اوس وګوری چې په پشا ئی ژبه کې څومره قوت پروت دی چې دوه ورته مصدرونه لري چې په تلفظ کی یو او بل ته سره ورته ،خوپه ماناوو کی سره توپیر لري ،چې پشا ئیا ن ئې د تلفظ په توپیر پخپله ښه پوهیږي او هر یو پخپل ځای کې استعمالوي .ښائي چې دا (وېدا – اچول- انداختن)دڅلورم « کیست» د را پیدایښت په مانا او مفهوم راغلې وي چې ، د آریائیانو د دریو لومړنیو طبقاتو پسې به څلورم (کيست) ،«شودر» اچول شوې وي او لرغونو آریائيانو به خپل لیکل شوي او بشپړ شوي کتاب ته همدا نوم ورکړی وي .
د بیلګې په توګه : که چیرې مونږ د اریائیانو پخوا ني جوړښت ته چې د هندوکش دغره په جنوبې لمنو کی یې درلود پام وکړو ، نو آریائیانو درې ډلی درلودلې خو کله چې ، آریائیانو دراویدیان د لرغوني هندوستان بومي اوسیدونکي ایل اوهغه ئي خپل غلامان کړل ،هماغه وو چې د هغوی د (ویدا) په کتاب کې څلورمه ډله «کیست» اچول کیږي ، چې د آریائي ژب پوهانو او څیړونکو د نظریې سره پوره څنګ لګوې ، نو پوهان په دی باور دي او وائې : کله چې آریائیان دهندوکش د غره په لمنو کې میشت وو هغویو دری ډلې درلودې خو ژب پوهان په دی باوردي چې ، څلورمه ډله يې چې د ( شودر ) ډله ده وروسته له هغې چې آریائیان په لوغوني هند کې میشت شول او د ویدا کتاب انشاء شو ، نو د (شودر) نوم دهغویو په تشکیلاتوکې څرګند شو. دا په دی مانا یعنې کله چې د(ویدا) کتاب په لرغوني هند کې ولیکل شو دا د( شودر) نوې نوم په ویدا کې (وېدا – وایې چوې )واچول شو چې ، دا د( اچولو) معنا په پشائي لرغونی آریائي ژبه کې د (ویدا) مانا لري چې په نوموړې ژبه کې د جمع مخاطب لپاره د حال فعل دی .
3- د « ود » فعل چې ، د پشائي ژبې د (ود ېک – زده کول ،یادول،پوهیدل،علم، ښوونۍ )په معناوو تر اوسه پورې ژوندي نومونه دي چې ، د ( ودا – وده ) نوم یی تر اوسه د هیواد په ډیرو ژبو کې د (د م ، دعا او پوهې ) په مانا او مقصد يو ژوندی مفهوم دی او د پوهې ،پوهنې ( وده ، ودي ، ود ا) اجازې درلودونکي کس ته هم وائي د بیلګې په توګه :
زلمی د مارانو او لړمانو ( ودا ، وده ) لري ،یا ملا صاحب ډیرې « ودې» لري ،د سر د درد ،غوږونو د سترګو او د نورو ډیرو مرضونو لپاره ئی ( وده – ودا /پوهه ) ټک او پتره ده . چې دا ټولې ماناګانې او ټول مفهومونه یی د پشائي ژبې د « ودیک » له مصدر څخه کټ مټ په لاس راځي ، اوس غواړم نوموړی مصدرد افعا لو د ښودولو سره ښاغلو لوستونکو او څیړونکو د شک او تردید د لیری کولو لپاره وړاندی کړم .
ودیک – زده کول،پوهید ل، یادول

پشائي پښتو فعل امري فعل
آ زه ودیم ود، ودې
تو ته ودې(ودا،وده ) ودیا
سې هغه ودیا ،ودیګا
آمو مونږ ودیس
ایمو تاسو ودیدا
تې هغوی ودین
د«ود یک» له مصدرڅخه پورتني په لاس راغلي افعال چې ټول د « ود» د کلمې درلودونکي دي اود« ود »
کلمه په ټولو فعلونو کې ځان څرګندوي چې امري فعلونه یی ( ود، ودی، ودا، وده ، ودیا) په لاس راځي چې دائې مختلف اوازونه دي که نه نو هماغه د ( ودا، وده ، ود ) شکل د ی . په دي ډ ول مونږ ویلی شو چې ، د « ود » کلمه چې ژب پوهانو د( علم او پوهني) په نامه مانا کړېده د پشائي ژبي اصلي فعل دی چې دي لرغونۍ آریائي ژبۍ تر نن پورۍ په خپلو ادبیاتو کی ساتلي چې په کې د الماسو د غمي غوندې ښکاري . همدا ډول په (دنمارکي) ژبه کې د بڼۍ ،تلفظ او مانا په شکل یو ژوندی مصدر شته چې د (پوهنې زده کول) ر،ښودل، ښوونې uddann مانا ورکوي،چې د پشائي ژبې د (ودا ،اودا،اوده،وده،ود) د روزنې په مانا دی اوکه دا د(اووددانی) فعل د(ویدا) د(ود) فعل سره دا په لاس راغلي فعلونه پرتله کړو او همدا ډول د هغوې تلقظ او ماناوو ته ځیرشو د یو اوبل څخه هډو توپیر نلري ، په دی ډول اوس ویلی شو چې ، که (آریک )د ټولو آریائي ژبو موریا انا وې ؛ نو پشائي ژبه به، یا پخپله ( آریک ) وي او یا به ئې سکه خور وي!! دواقعیت نه خو به سترګي نه وي پټې شوې که څنګه !!!
د (ویدا) د زړه پوری نامه په اړوند چې د هندو اروپائې ژب پوهانود نظرڅرګندونه وه پرې وپوهیدو چې، د(ود) او (ويدا) دواړه ځانګړي فعلونه یا نومونه دي چې، دځانګړو مصدرونو درلودونکۍ دي او پری و پوهیدو چې ویدا د هغوی له نظره څه معنا او مفهوم لري ،خوهغوېو « ژب پوهانو» دیو بل ورته فعل په هکله چې کټ مټ د( ویدا) د کلیمي سره په شکل کې ورته دی هیڅ ندی ویلي چې ،زه یی اوس په لاندی ډول د کوم هغه توپیر سره چې په بڼه او معنا کی، د یواو د بل سره یی لري د لوستونکو او څیړونکو د خبرتیا په خاطر لیکم .
1- د( ویدا)د کتاب نوم چې زمونږ د بحث اساسي مسئله ده چی د (ی) حرف یی د عربی ژبی د « زیر» په تلفظ ،ویل کیږي او د پښتو ژبی په اوږدې (ي) لیکل کیږې ،لیکلې ډو ل یی داسې دی (ويدا) .
2-هغه نوم چې د ( ويدا) د کتاب دنامه سره ورته دی د (ی) توري په زورکې چې د پښتو ژبی څرګنده (ې) ده په داسی شکل (وېدا) لیکل کیږي چې په بڼه او معنا کی یی توپیردی .
د لومړۍ ويدا معنا زمونږ د هیواد په لرغونۍ ژبه پشا ئي کی ( ویک- اچول/انداختن) کیږي ۰او ددوهمې (وېدا) د (وېک) مصدر د پشائي ژبې د ( اوبدل) مانا لري .

د ژب پوهانو د نوموړي نظر په وړاندی نوی نظر داسی وړاندی کیږي چې:
1- ( ویدا ) ؛ (ود ) او (وېدا) د ری ځا نګړي فعلونه دي چې د پشه ئې ژبی د د ریو ځا نګړو مصد رونو د ( ويک – اوبدل/ بافتن )او د (ود یک – زده کول ) د«واو» د توري په پیښ او د(وېک – اچول،غورځول/ انداختن)د «واو» د توري په زیر تلقظ کیږي چی ، د نوموړو مصدرونو شکلونه،تلفظونه او ماناوې هر څه د یو او بل څخه جدا دي ،نو په دې ډول ویلو شو چې « ود» او « ویدا » او« وېدا» درې ځانګړي مصدرونه دي چې فعلونه او ماناګانې ېې هم سره بیل بیل دي چې د نوموړو فعلونو مصدرونه او ماناوی په پشا ئی ژبه کې کټ مټ دقیق صحیح او درست دي .
اوس دقیق ویلې شو چی، د ژب پوهانو هغه نظریه چې وائي« ویدا» د « ود » یا برعکس «ود » د «ویدا» څخه جوړ شوی دی . دا به درسته نظریه نه وي دا ځکه چې ، « ود » د پشائي ژبی د «ودیک » چې د ( ښوونی ، روزنې اوزده کړې) یعنی ( علم)په ماناوو دی په لاس راځي چې هیڅ ډول شک ته لاره نه ورکوي ،برسیره پر دې مونږ نوموړې نوم په دنمارکۍ ژبه کی هم د « اووددانی» په بڼه او مانا و پیژاند چې هغه ژبه هم د (هندو اروپائي ) ژبو له ډلۍ څخه ده ،کله چې داسې د بحث موضوع په دوو ژوندیو آریائي ژبو کې ژوندۍ وي ،ایا دا به دقیقه نه وي چې ووایو نوموړی نوم دخپلو ټولوفعلونو سره د پشائي ژبی پورې اړه لري ،که څنګه!!!!
برسیره پر لوړې توضیح په پشائي ژبه کې ځنې نور ورته نومونه شته لکه: (ود – وډ، وټ ( بر ،لوړ،پاس)
یا (وت-ووت –ود )چې دا نوم په پشائي ژبه کی په د ېيره کی دوونو ښاخونو د اتصال په ساحه کې چې د یوۍ ونې څانګې بلې ونې ته سره ډیرې نه وي نږدی شوې او تر مینځه ئی تشه وې اود لاندی څخه پورته پکی د اسمان ستوري ولیدل شي ورته (ود-وت) وائې .
همدا ډول په پشائي ژبه کې د پښتو د( سره) لکه: ما سره،تا سره.... ( ودا ،ودیء،ودام،ودو.....) هم شته دی چې د ویدا د(ود) سره په شکل او تلفظ کې نږدې دي .
په درناوی . احمد جان ماڼو

یادونه :


(1)- دپښتود ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک ۸۰