د پښتو او پاړسي ادب د ايجاد په مرکز هلمند کي د يو پراخ ادبي بهير د جوړيدلو زيرى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شريف الله دوست ( سرواني ) لښکرګاه

د پښتو او پاړسي ادب په پلازمېنه هلمند کي تر سلګونو کلونو راهسي يو ځل بيا د يو ادبي ، علمي او تاريخي بهير د لړۍ په څير د تاريخ په کړۍ کي ولويده ، يو ځل بيا د کليمې د تکرار څخه مو موخه داده چي درنو ولوستونکو ته په زيري ورکولو کي دا جوته او روښآنه کړو چي دلته ( په هلمند ) کي د پښتو ادبي بهير د جوړيدلو خبره يوه نوې نه بلکه يوه اوږده تاريخي مخينه لري ، لکه څنګه چي موږ د پښتو ادب د تاريخ پاڼو ته ګورو نو دا ترې له ورايه څرګنديږي چي د اسلامي پيړۍ له پيله بيا تر اوسه يعني د شاوخوا څوارلس سوه کاله په اوږدو کي چي د پښتو ادب ليکلوسوى اثار په لاس را غلي چي تر ټولو زوړ شعر يې د امير کروړ جهان پهلوان دى او په (کال ١٣٩ هـ ق ) کي يې په هلمند او غور کي ژوند کاوه ويلى ، او په عمومي توګه د پښتو ادب لمن د ملتان څخه تر غور او هلمند پوري غوړيدلې وه او ددې ساحې په غيږ کي موږ ته د پيل څخه بيا تر نن پوري د مختلفو دورو اثار په لاس راغلي چي په ځانکړې توګه يې زيات د هلمند په پراخه سينه کي ويل سوي ، ټوکيدلي او خوندي پاته سوي دي چي هغه د امير کروړ لومړى شعر دى ، د ابو هاشم بن زيد سرواني اثار او ژباړي ، د ((يعقوب ليث صفاري)) په دربار کي د پارسي شعر د ټوکيدو بيلګه په همدې هلمند کي د شيخ اسعد سوري قصيده د غزنويانو په دوره کي ، د غوريانو په دوره کي د تايمني لومړۍ چهاربيته چي د هلمند په بغني کي اوسيدى ، د ګوډ تيمور په زمانه کي د اکبر زمينداوري لومړنۍ غزل او داسي نور په شفاهي او تحريري ادب کي د استانونو، متلونو ، نارو او لنډيو بيلګي ، چي ددې څو کرښو څخه مو يادونه مطلب د ادبپالو خبرول د پښتو ادب له ډګر څخه په هلمند کي دي . يعني ادبي بهيرونه دلته تر اسلام مخکي او يا تر اسلام وروسته شاوخوا ديارلس سوه کاله پخوا هم د اميرکروړ په دربآر کي چي د هلمند په زمينداور ( زنداور ( باغ ارم ) ) کي اوسيدى جوړيدل او په شاعرانه فضا او باغونو کي به يې ادبي غونډي جوړولې ځکه دا د امير کروړ جهان پهلوان د شعر ( وياړني ) څخه څرګنديږي چي په هغه وخت کي هم د پښتو شعر د پخيدو په حال کي وو او له دې څخه مخکي هم د پښتو ادب لمن او چمن هر لور غوړيدلى وه او ادبي بنډارونه او بهيرونه جوړيدل .
تر هغه راوروسته په دريمه هجري پيړۍ کي د ابو هاشم سرواني ژباړي او د يعقوب ليث صفاري په دربار کي د ادبي غونډو او بهير نو جوړيدل چي زياته ادبي ونډه به عربو پکښي درلوده تر دې چي د يعقوب په خوځښت د(( محمد بن وصيف سکزي)) په ژبه د پاړسي شعر پيدايښت رامنځته سو .
ادبي بهير په هلمند کي د پنځمي هجري پيړۍ په لومړۍ نيمايي کي يعني د غزنويانو د دورې په اوږدو کي د ((سطان محمود)) او د ((سلطان مسعود)) په زمانه کي د ( دښت لګان ) ماڼۍ ( العسکر ، لښکرګاه کي جوړيدې ، هم داسي د سلطان شهاب الدين غوري په زمانه کي چي د پښتو لومړۍ چاربيته د تايمني په نامه يو تن ويلې او د هلمند په بغني کي اوسيدى له دې څخه څرګنديږي چي په بغنين ( بغني ) کي به وخت ناوخت ادبي بانډارونه او بهيرونه جوړيدل ځکه بيلګي او ښيرازه جغرافيې موقيعت ته په کتو سره دا فکر حقيقت ته نژدي کيږي . هم داسي د ګوډ تيمور په زمانه کي د وتلي او نامتو شاعر او د پښتو ژبي لومړنى غزل بول اکبر زمينداوري غزل بيلګه چي له تاريخ او ادبي پاتي شونو څخه دا جوتيږي چي د هلمند په پراخه سيمه د اسلامي دورې له پيله بيا تر نني بهيره پوري ياني په دې څوالس سوه کاله کي په بست ، زنداور ( زمينداور ) صفار ( کش) سروان ، بولان ، خلج ، بغنين( اوسنى بغنى ) ، باغ ارم ، د دښت لګان ماڼۍ يا العسکر ( لښکرګاه ) جرم ( ګرمسير ) ، سيستان ( نيمروز ) کي د هيتومنت ( هلمند ) په غاړه وخت ناوخته ادبي بهيرونه او مشاعرې جوړيدلې او د هيواد له نورو پراخو سيمو څخه به شاعرانو چي په هغه وخت کي يې جغرافيايي ساحه تر ((ري او اسپهان)) ، د امو تر سيند او بيا تر هند پوري پراخه وه تګ راتګ کاوه او خپل ادبي تنده به يې د هلمند سيند د ډک رود پر غاړه خړوبول .
دا چي د هلمند پرهنګپالو د اورنۍ جګړې په منځ کي د مورنۍ ژبي پښتو او ادب د وسعت او پراختيا لپاره او د نړۍ سره د پښتو شعر او ادب او د ځوان نسل روزل او له سيال سره سمول يې د ژوندانه له يوازيني موخو څخه ده دا ټول قرباني په تاريخ او اوس کي د نورو اولسونو په منځ کي ډير کم ليدل کيږي يعني هلمندي ځوانانو بيا هم روحيات او ځواک له لاسه ندى ورکړى او د خپل هيواد د نورو پښتنو وروڼو سره يې دا افغاني او پښتي فريضه تر ډيره پرځاى کړې او تر وسه وسه د ژوند تر اخري سلګۍ پوري د پښتو ژبي او ادب په چوپړ کي دى .

په ټولنه کي د ادبي بهير ارزښت : په سيمه کي د ادبي بهير په جوړيدلو سره پښتو ادب پر مختګ تر يو پراخ پوښښ لاندي راځي د بهير لغوي مانا چي لړۍ ، کتار ، قافله او کاروان دى او د ادب د کليمې په يو ځاى کيدو سره بيا د يو ځانګړي هدف او ادب لپاره د يوې ټولني ادبپالو او ادب مينه والو لخوا پرمخ ځي . د هدف تر عنوان لاندي يې د يوې ژبي ټول ليکي او ناليکلي ادب ته کار کول دي ، چي د ادبي ټولني سره د بهير توپير هم په دې کي دى چي ادبي غوڼده له څو تنو څخه جوړه وي او بهير په خپل وار له څو ټولنو څخه تشکيل سوى وي يعني تر يو ادبي ټولني يې لمن پراخه وي ، نو را سى چي په يو هيواد او ټولنه کي د ادبي بهير پر ګټو او ارزښت څه رڼا واچوو او په څو کرښو يې روښانه کړو .

د ابي بهير جوړيل په يوه ټولنه کي د يو ملت د کلتور ، ژبي ، ادب رسوم او عنعنات ، ديني او مذهبي ارزښتونو ته وده او درناوى ، تر يوه پراخ او ادبي پوښښ لاندي راوستل دي .

د يوې ژبي د ليکي او ناليکلي ادب د را غونډولو، چاپولو او د اولس تر غيږ او غوږونو پوري رسول .

د يوې ټولني د مختلفو سيمو د وګړو تر منځ پيژندګلوي ، د علم او تجريبې يو بل ته انتقالول د ملي همږغۍ په رڼا کي .

د ادب پالو او ادب مينه والو او پوهانو تر منځ د دوستانه فضا ايجاد او د يو مټ په څير د ستونزو حل د کار د توان ډيرښت .

ټولنيزه همږغي

د ذهنيت پراختيا او د استعداد پرورښت .

په بهير کي د يوالي او باورفضا .

دپردي کلتور نه منل او پر ځاى يې د خپل کلتور ژوندي ساتل .

د هغه ټولو ليکلو او ناليکلو منفي نظرياتو د رامنځ ته کيدو په وخت کي سخت او ټينګ غبرګون چي په هغه کښې د يو اولس ، ژبي ، ادب او کلتور ته سپکاوى سوى وي لکه چي همدا اوس پښتو ژبي او پښتنو ته د ځينو کاونډيانو لخوا سوى او کيږي چي د ( ايران ) د کتابو ډالۍ يې زموږ هيواد ته يوه ښه بيلګه ده .

د يو هنري استعداد روزل .

د ليکوالۍ په فن ، شعر سمون او پيژندنه ، کره کتنه ، د خطابي او خوږې وينا غښتلتيا ، د ځوان نسل تشويق لوستني او زدکړي ته ، تر وسه وسه د مجلې ، جريدې ، اونيزي او ورځپاڼي دوام داره چلول او پکښې په انځويز او ليکلي ډول د اولس عامه پوهاوى ، د غوره مطالعې لپاره د بډايه کتابونو بنسټ ، د هيواد د نورو بهيرونو سره سالم رقابت او اړيکه ساتل او داسي نور ... چي دا ټول د يو غښتلي ادبي بهير د سيستيماتيکي ادارې لخوا تر سره کيږي .



د ((هلمند ادبي بهير)) د بنسټ زرينه خښته د تاريخ پر تهداب کښيښودل سوه :
د ١٣٨٨ کال د جنګاښ يا سرطان د مياشتي پر نولسمه (١٩) نېټه د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښآر کي د اطلاعات او کلتور اړوند د مطبعې په تالار کي د سهار پر ١٠:٣٠ بجې د پټۍ په پرې کولو سره د ((هلمند د ادبي بهير)) بنسټ کښېښودل سو چي پکښې د هلمند دغو ادبي او کلتوري ټولنو ګډون کړى وو . :

ګرمسير ادبي ټولنه .

ابوهاشم سرواني ادبي ټولنه .

د شملې ادبي ټولنه .

روښان ادبي ټولنه .

هلمند ادبي او کلتوري ټولنه .

علامه محمود طرزى علمي او کلتوري ټولنه .

بست فرهنګي ټولنه .

د بهير نوم (( هلمند ادبي بهير )) .

د بهير مشري د هلمند ادبي او کلتوري ټولني د مشر الحاج شامحمد درويش په غاړه .

مرستيالان يې ، د بُست فرهنګي ټولني مشر الحاج محمد اسماعيل شريعت يار او د روښان ادبي ټولني مشر محمد لايق سرفراز .

د وياندوي چاري د ښاغلي ادم صفت الله په غاړه .

او د بهير د انسجام د کميسون مشري د ښاغلي سيد محمد حيرت په غاړه .





د غونډي په مراسيمو کي د هلمند والي محترم محمد ګلاب منګل ، د هلمند او ارغنداب د اوبو او بريښنا ريس ښاغلي عجيب ګل ، دبريښنا ريس ښاغلي اهل الله عبيدي ، د ټرانسپورټ ريس ښاغلي الحاج عبدالفغور توخي ، د ولايت د مقام مطبوعاتي سلاکار داود احمدي او د اطلاعات او کلتور ريس ښاغلي عليشا مظلوميار ګډون کړى وو .
غوڼده د الحاج ملا محمد الحنفي لخوا د قرانکريم د څو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه چي په پيل کي د بهير وياند ادبي صفت الله خپله وينا ګډون والو ته واوروله وروسته د بهير مشر الحاج شامحمد درويش د بهير د ارزښت په اړه خبري وکړې په ترتيب سره د بهير لومړي مرستيال الحاج محمد اسماعيل شريعتيار د بهير د جوړيدلو او ښه پاللو په اړه وينا وکړه تر نوموړي وروسته د بست فرهنګي ټولني موئسس استاد بريالي هلمند خپله وينا ګډونکونکو ته واوروله ورپسې د بهير د کميسون مشر سيد محمد حيرت وينا وکړه ورپسې د ابو هاشم سرواني ادبي ټولني مشرسردار محمد همدرد خبري وکړې ، وروسته ازاد او تکړه شاعر عبدالستار ستوري د کندهار پوهنتون د محصلينو په نمايندګي خپله وينا د بهير په پلوي وکړه ، په هغه پسي د ګرمسير ادبي ټولني استازى شامحمود مير خبري وکړې ورپسې نوبت د هلمند د آطلاعات او کلتور د ريس عليشا مظلوميار وو .د غونډي په منځ کي د هلمند والي محمد ګلاب منګل په خپله وينا کي د بهير د جوړښت پر اهميت خبري وکړې .
وروسته مشاعره پيل سوه چي له هري ټولني څخه بيلابيلو شاعرانو شعرونه و ويل او د ترتيب سره سم غونډي تمثيلي برخه هم لرل چي د بست فرهنګي ټولني او ابوهاشم سرواني ټولنو غړو پکښي برخه واخيسته او د ابو هاشم سرواني د ټولني لخوا د (( ناوړه کړه ) په نوم يو لنډ جوړ سوى ټلي فلم د پروجکټور پر پرده ګډون والوته وړاندي سو .
پاته دي نه وي چي د بهيروالو له پلوه د هلمند والي او ورسره پلاوو ته بګړۍ ور پر سر کړل سوې او د والي صاحب لخوا د بهير مسولينو ته ګلونه په غاړه کي واچول سوه غونډه پر ١:٤٠ بجې د اخترمحمد خادم لخوا په دعايه وينا پاى ته ورسيدل

ش.د . سرواني : د بست فرهنګي ټولني کتابتون لښکرګاه
١٣٨٨_٤_٢٠