پښتونخوا کې کلتوري بحران

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليک: مدثر شاه

دويمې نړيوالې جګړې کې زيات زيان اروپائي هيوادونو او شوروي اتحاد( روس يوکرائن او داسې نورې سيمې ) ته رسيدلى وو. پنځو شپږو کالو جګړه کې داسې ورځ نۀ ده تيره شوې چې د يوې يا بلې خوا نه پۀ کې مرګ ژوبله نۀ وي شوي. هره ورځ د بمبارو له امله زنانه، ماشومان او تر دې چې ځوانان هم د نفسياتي مرځونو ښکار شول او داسې به ښکاريدل لکه پۀ ژوندانۀ مړي. خو د جنګ دوران کې ددغې هيوادونو واکدارانو، پوهانو، هنرمندانو، شاعرانو او ليکوالو حوصله نۀ وه بايللې او هڅه به ئې کوله چې د لطيفو فنونو شمعه تتيدو ته پرې نۀ ږدي. کۀ يو طرفته به پۀ ښارونو الوتکو بمبارۍ کولې او کوڅو کې به د خطرې زنګونه وهل کيدل نو بل طرفته به تئټرونو کې د شکسپئر، تالستوئې او چيخوف ډرامې وړاندې کيدې دغه راز به د چايکوفسکي، موزارټ او بيتخوين موسيقي غږيده. اصل کې اروپايان پۀ دې پوهه وو چې د ويرې ترهې، لوږې تندې، او بيروزګارۍ دې ورځو شپو کې لطيف فنون لکه ډرامه، موسيقي، رقص، مصوري، شاعري، مجسمه سازي او داسې نور يواځينۍ داسې ليار ده چې داولس حوصلې اوچتولى شي او د روښانه سباون لپاره ئې چمتو کولى شي. هم هاغه شان ووشوه، کال نولس سوه پنځۀ څلويښتم کې چې اور بند اعلان شو نو لس کاله لا نۀ وو تير چې اروپا د زياتې بربادۍ باوجود پۀ خپلو پښو ولاړه وه.
کۀ د لطيفو فنونو پۀ اړه پښتونخوا ته ځير شو نو پۀ ډاګه ښکاري چې تيرو وختونو کې د پاکستان واکدارانو (چې اصل کې د پنجاب اشرافيه ده) دپښتو ژبې هنرمندانو سره د ميرې مور سلوک کړى دى.او اوسني وختونو کې يو شمير شدت خوښه غواړي چې پښتون کلتور نه ډرامه، موسيقي، فلم، شاعري او نور داسې لطيف فنون ختم کړي چې سبائې ذکر فقط د تاريخ پۀ پاڼو کې پۀ نظر راځي. تير کال پۀ دې اړه پۀ دې اړه زيات د فکر باعث وګرځيدو ځکه چې کال ٢٠٠٨ کې د پښتو نامتو سندرغاړى هارون باچاپۀ وطن پريښودو مجبوره کړى شو او هغه امريکا ته لاړو او هلته ئي پناه واخيسته. دغه کال کې پۀ يو بل سندرغاړي ګلزار عالم هاغه وخت ناپيژندلو کسانو ډزې وکړې کله چې دى پيښور کې د باچا خان مرکز نه ټيکسي کې کور پلو روان وو. ګلزار عالم د پيښې نه پس پوليسو کې مقدمه ليکلې ده خو تر دې مهاله پوليس نۀ دي بريالي شوي چې پۀ دۀ ډزې کونکي مجرمان د قانون منګولو ته راکش کړي. ګلزار عالم وائي چې ددۀ هيڅ چا سره دښمني نشته البته داسې ښکاري چې ځيني کسان نۀ غواړي چې دى دې سندرې ووائي. تير کال د پښتو ډرامو يو هنرمند ارشد حسين هاغه وخت ځيني کسانو ووتښتولو کله چې دى خپل موټر کې مردان ته روان وو. څو ورځې پس ارشد حسين پريښودل شو او دۀ د نورو يو شمير هنرمندانو سره مطبوعاتي کانفرنس کې د صوبائي حکومت څخه غوښته وکړه چې هنرمندانو ته دې تحفظ ورکړل شي.دغه راز د ارشد سنيما مالک او د پښتو فلمونو د هنرمندشاهد خان ورور هم تښتول شوى دى چې ورستو راپريښودل شو. نوي عيسوي کال هم د پښتو ژبې د هنرمندانو لپاره د خوشحالۍ د زيري راوړو پۀ ځائې دا بد خبر راوړو چې د جنورۍ پۀ ړومبۍ نيمائي کې د پښتو ژبې وتلى نامتو مزاحيه هنرمند عالمزيب مجاهد د پيښور د حيات اباد سيمې څخه نامعلومه کسانو د ټوپک پۀ زور وتښتولو. دري ورځې پس عالمزيب راپريښودل شو او نوموړى پۀ سمدستي توګه پيښور پريس کلب ته لاړو تر څو مطبوعاتي کانفرنس وکړي. پۀ دغه مهال عالمزيب مجاهد اعلان وکړو چې دى د هر رقم ډرامو او سټيج نندارو نه لاس پۀ سر شوى دى او نور به تبليغ کې خپل عمر تيروي. کله چې خبريالانو ددۀ نه وپوښتل چې دى چا او د څۀ مقصد لپاره تښتولى وو نو عالمزيب د ټولو ژورنالستانو څخه خواهش وکړو چې پۀ دې بابله بايد پوښته ونشي ځکه زۀ پۀ دې موضوع هيڅ خبره نۀ کول غواړم. د مزاحيه هنرمند تښتول، راپريښودل او دهنر نه لاس پۀ سر کيدل يو شمير پوښتنې پيدا کوي. د روان کال د فرورۍ مياشت ړومبۍ اوونۍ کې يو بل نامتو مزاحيه هنرمند سيد رحمان شينو هم داداکارۍ څخه لاس پۀ سر کيدو اعلان وکړو او خپل مطبوعاتي بيان کي ئې ووئيل چې دى به نور ژوند ته د دوام ورکولو لپاره :حلال: کاروبار او د تبليغ لياره خپلوي. دوه ورځې پس د عالمزيب مجاهد او سيد رحمان شينو پۀ څير هنرمنداسماعيل شاهد اعلان وکړو چې دۀ هم دخپلو نورو لسو هنرمندانو سره د فلم، سټيج او ټي وي سره خدائې پۀ اماني وکړه. د مارچ پۀ دولسمه کله چې پاکستان کې د وکيلانو او د مخالفو ډلو د اوږد لاريون خبرونه ورځپاڼو خپرول، پۀ دغه ورځ يو کالمي خبر داسې هم خپور کړى شو چې د پښتو يو بل نامتو سندرغاړي ګلريز تبسم هم د نورو سندرو وئيلو نه لاس واخستو. پيښور پريس کلب کې نوموړي اعلان وکړو چې دۀ څلويښت کاله د پښتو موسيقۍ خدمت کړى دى او نور د سندرو وئيلو پۀ ځائې به څۀ بل کاروبار شروع کړي. ګلريز تبسم ووئيل چې دا پريکړه دۀ دکوم فشار لاندې نۀ ده کړي.
سوال دا پيدا کيږي چې يوازې د پښتو ژبې هنرمندان ولې د خپل هنر نه لاس اخلي؟ پښتونخوا کې خو د هندکو او اردو ژبې هنرمندان هم ميشته دي. دوي ولې دداسې حالاتو سره نۀ دي مخ ؟ بريښي داسې چې دغه دسيسه يوازې د پښتون کلتور پر ضد پيل شوې ده. ددې پر شا چې د هر چا لاس دى خو مقصد ئې ډير واضحه دى چې نړۍ ته پښتون قام د يو جاهله، انتها خوښ او لطيفو فنونو څخه د کرکه کوونکي پۀ څير معرفي کړي.
واکدارانو تل پښتنو هنرمندانو سره امتيازي سلوک کړى دى. د بيلګې پۀ توګه وئيلى شو چې نن د اردو ژبې سندرغاړى او د غزل شهنشاه مهدي حسن دکراچۍ يو روغتون کې د ويړيا حکومتې درملنې لاندې دى او جمهور رئيس اصف علي زرداري او صدر اعظم يوسف رضا ګيلاني ورته د ګلانو ګيډۍ ليږلي دي. دا يقينا چې د ستائنې وړ ګام دى او خدائې دې مهدي حسن له روغ صحت ورکړي خو د پښتو ژبې د سندر غاړو ګلنار بيګم او کشور سلطان پۀ ژوند کې ولې چا پوښتنه ونۀ کړه چې دوي د کومو حالاتو څخه تيريږي؟ نن چا د اقتدار پۀ چوکيو ناستو کسانو کې هڅه کړې ده چې د پښتو ژبې د هنرمندانو او سندرغاړو ستونزې ولټوي او د هواري لپاره ئې ګامونه پورته کړي؟
بلخوا د هنرمندانو او پښتون کلتور ته د ودې ورکولوخواهش لرونکو توقعاتوکې هاغه وخت اضافه وشوه کله چې دتير کال د فرورۍ ټولټاکنو کې عوامي نيشنل ګوند زياتې چوکۍ تر لاسه کړې او پيپل ګوند سره ئې پۀ ګډه صوبائې حکومت جوړ کړو. ځکه چې عوامي نيشنل ګوند پۀ هره موقع د پښتنو د حقونو او پښتو ژبې ته د ودې ورکولو خبره کړې ده. دې لړ کې صوبائي حکومت ښاغلي عاقل شاه ته د کلتور او لوبو وزارت وسپارلو او دې کې شک نشته چې نوموړى دې څانګو کې روښانه سابقه لري خو د بده مرغه د کلتور وزارت تر دې دمه هاغه اهداف نۀ دي تر لاسه کړي د کومو هيله چې کيده. تر دې چې د ايم ايم اى حکومت کې تړل شوى نشتر هال هم تر دې وخته د قيد ورځې شپې سبا کوي. دصوبې کلتوري حلقې فکر کوي چې کۀ مرکزي پنجابې حکومت پښتنو سره د ميرې مور غوندې سلوک کوي نو بنده پرې پوهيدى شي خو د پښتنو خپل حکومت ولې داسې ګامونه نۀ پورته کوي چې پښتانۀ د سيالو سره سيال کړي. دا وخت د نشتر هال قريبا څلويښت کارکونکي د صوبائي حکومت نه معاشونه اخلي خو کار د نشتر هال پۀ ځائي د افسرانو کورونو کې کوي.کله چې دې لړ کې د چارواکيو څخه پوښته ووشي نو هغوي صوبه کې د خرابې امنيتي وضعې عيلت ښائي. اوس حالت دادى چې د نشترهال شاوخوا ميدانونه او چمنونه دکاروباري مقاصدو لپاره کارول کيږي يعني صنعتي نندارتونونه پۀ کې لږي خو پۀ کلتوري هلو ځلو مکمل بنديز دى.
د نورو لطيفو فنونو پۀ څير د پښتو فلم هم د يو شمير ګواښونو سره مخ دى. داسې وخت وو چې د پښتو فلم کې به مکالمې، موسيقي، کردار نګاري او نور اړخونه د پښتنې ټولنې انځور پۀ صحيح ډول وړاندې کولو خو ورستو دغه ميدان ته داسې کسان راګډ شول چې مقصد ئې پښتون کلتور ته د ودې ورکولو پۀ ځائې فقط پيسې ګټل وو چې د يوې منصوبې مطابق ئې ټول اخلاقي حدونه د پښو لاندې کړل. نتيجه کې ئې نن حال دادى چې د پيښور پۀ شمول د پښتونخوا يو شمير ښارونو کې سنيما ګانې پۀ بنديدو دي. فقط پيښور کې دا وخت د دريو سنيماګانو ودانۍ راغورځول شوې او پۀ ځائې ئې کاروباري پلازې جوړې شوې دي (د هشنغرۍ ميټرو سنيما، د خيبر بازار پلوشه سنيما، د صدر فلک سير سنيما) د ګلبهار د عشرت سنيما وداني پۀ ځائې ولاړه ده خو د فلمونو نمائش پۀ کې نۀ کيږي. اوس د صرافه بازار د ناز سنيما پحقله وئيل کيږي چې ډير زر به د سنيما پۀ ځائې يو عاليشان کاروباري مرکز پرانستل شي. يعني يو داسې مرکز چې پۀ کې به زمونږ د وطن جوړ څيزونه نه بلکې خارجي شيان پلورل کيږي، ځکه چې زمونږ خپل صنعت ددې جوګه نۀ دى مونږ فقط د نړيوالو استعماري طاقتونو جوړ مصنوعات خپلو مارکيټونو کې اخستى او خرڅولى شو.
کۀ زمونږ د خپل ادب، کلتور، لطيفو فنونو او هنرمندانو سره دغه سلوک جاري وو او زمونږ واکدارنو او مدني ټولنو دې اړخ ته خصوصي پاملرنه ونۀ کړه نو دا خبره يقيني ده چې ټولنه کې به انتها خوښي او تشدد پسندي لا نوره هم وده ومومي او بيا به د پښتنو ذکر فقط د تاريخ پۀ پاڼو کې ښکاري.
پوهان، ليکوال، شاعران، ژورنالستان او سياسي مشران پۀ دې اړه مثبت او ځانګړى رول لوبولى شي خو د ټولو نه مهم کردار د واکدارانو دى چې هغوي خپله تاريخي وظيفه تر سره کړي او د مثبتو کلتوري هلوځلو تر شا کلک ودريږي او ددې د ودې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.