زلزلې او بي کيفيته ودانۍ

زلزلې او بي کيفيته ودانۍ

 

يو انجينیر، يوه خاطره 

د دوه زره څلورم میلادي کال د ډیسمبر په میاشت کې، اندونيزيا ته نږدې د هند په سمندر کې يوه غټه زلزله پیښه شوه کومې چې بيسارې تباهي ییرامنځ ته کړه. پدې زلزلې پسې سمدستي، د سمندر د اوبو سونامي بیدریغه څپې د سمندرغاړې ته نږدې د پرتو هيوادونو ساحلي ښارونو او کليو ته ورسيدلې او هلته يی هم لوی ناورين ور پيښ کړ.

دې ټکانونو او سونامي په اندونيزيا، تايلنډ، برما، هند، سريلانکا، ماليزيا، مالديف او حتی د افريقا په ختيزو څنډو کې له دوه ملیونو نه زیات انسانان .

ما به چې کله د ټلويزيون په پردې، د دې بی جوړې تباهۍ او مرګونې ویجاړۍ تصويرونه ليدل، نو دا ارمان به می کاوه چې کاشکی د ساختمان د يو انجینير په توګه چې د زلزلې په وړاندی د ودانيو د ډيزاين په اړه څه ناڅه تجربه لرم، کولای شول چې په راتلونکې کې د داسی غمیزې په مخنيوي کې، په خروار کې د چیټاکۍ په اندازه برخه واخلم.

د همداسي یو فرصت په لټه کې مې د امريکا د جورجيا په ايالت کې له يوې خيريه مؤسسې سره اړیکه ونيوه چې د بيوزلو کورنيو سره د کورونو په جوړلو کې مرسته کوي. د دې مؤسسې نوم (هبيټاټ فارهيومینټي) دی او هغه کسان چې پدې پروژو کې برخه أخلي د خپل سفر په لګښتونو سربيره، باید چې يوه اندازه نغدي مرسته به هم دې پروژې ته د بسپنې په ډول ورکوي او پخپله به عملاً د کور په جوړلو کې د اشر په ډول کار هم کوي. ما د دی موسسې کارونه په امريکا کې ليدلي او تر ډیره ځایه د تسلۍ وړ دي. که څه هم دوئ د ارزانه قيمت مواد استعمالوي مګر د کار کيفيت یی د امريکا د ستنډرډ سره برابر او دسیمه ایز بلډنګ ډيپارټمنټ لخوا د دوئ د کار څارنه کيږي. دوئ هغه چا ته کور جوړوي چې بايد عملاً پخپله پدی کار کې برخه وال وي کوم ته چې سويټ اکویټي ويل کيږي او د خولو تويولو د سرمايې معنی لري.

بالاخره، د دوه زره نهم کال په اکتوبر کې راته دا موقع برابره شوه چې د اندونيزيا د بالي جزيرې ته سفر وکړم او د دوئ له ټیم سره یو ځای شم. دا هغه کال وو چې امريکا له يو لوی اقتصادي بحران سره مخ وه. ډيرو خلکو نه یواځی خپل کورونه چې په بانکي پورونو یی اخيستي وو، له لاسه ورکړل بلکې ډير بانکونه هم وتړل شول. زمونږ د ټيم غړي چې يو يی هم د مسلک له پلوه انجينیر نه وو او اکثره يی میرمنې وې د دغه مالي ستونزې په پایله کې يی خپلي دندي له لاسه ورکړې وې او یا د پوهنتونونو محصلین وو چې د خپلو تعلیمي اسنادو د برابرولو لپاره یی دا کار فرصت بللو.

د ټيم غړي له امريکا، کاناډا، هانګ کانګ، اندونيزيا، جاپان او انګلستان څخه راغلي وو. د دوئ مرکزي دفتر ته ما پخپل لمړني بریښنا ليک کې یادوونه کړه وه چې زه د ساختمان انجينر يم او کولای شم د ودانیو د تخنيکي اړخ څارنه وکړم. د دوئ دفترهم پدې خبرې خوشحالي څرګنده کړې وه او زما همکارۍ ته شنه ناست وو. هلته له رسيدلو سره سم، د مؤسسې سیمه ایز نماينده په هوايی ډ ګر کې زما له تمې څخه زيات، زما درناوی وکړ او په غاړه کې یې راته د ګلونو امیل واچاوه. زموږ لپاره يو تشریفاتي پرو ګرام هم جوړ شوی وو. د پرو ګرام په پای کې مي کوربه ته وويل چې ته ددوی د پروژي د نقشې يوه کاپي راکړي چه زه يی تر سبا پوری مطالعه کړم. خو ده راته په ځواب کې وويل چې اوس ورسره نشته او د پروژې په ځای کې به يي راکړي.

شپه مو په هوټل کې تيره او بل سهار يی زمونږ ټيم په يو بس کې له یودوه ساعت سفرنه وروسته، له ښار او تمدن نه ليری يو کلي ته ورسولو او په یو هستوګنځي کې ځای په ځای شوو. د ماښامنۍ میلمستیا په ترڅ کې چې له ډوډۍ نه علاوه سیمه ایزه موسيقي هم ور سره مل وه زه یی له يو دوه ويشت کلن ځوان سره معرفي کړم چې د دوئ محلي انجينير وو. دغه ځوان راته د خبرو په جریان کې وويل: زه نوی له پوهنتون څخه فارغ شوی یم او ډیره کاري تجربه نلرم. د ده له کمزورې انګريزۍ معلوميده چې په لويو ښارونوکې يی کار نه شو میندلای نو ځکه دې ليری کلي ته راغلی او تازه يی په کار پيل کړی وو. ما ورته وويل چې هره ورځ له کار وروسته له ما سره د يو ساعت لپاره تم کیږه ترڅو د زلزلي په وړاندی د ډيزاين اساسات درته وښايم. ده را ته په ماته ګوډه انګريزي ژبه وويل چې د سوماترا لويه جزيره د بالي د جزيرې او د هند سمندر تر مينځ پرته ده چې د هر ډول سونامي مخه نيسي . نو د بالي په جزيرې کې د زلزلې د ټکانونو معلوماتو ته اړتیا نشته. پدې خبره ما ته زموږ د کلي يو سپين ږيری خاطره را ياده شوه چې په هره جرګه مرکه کې به ناست وو او د جرګې په پای کې به يی دعا کوله چې خدای دی له شرني تر جاني خيلو پوري ټول اوغانستان (افغانستان) ته خير پيښ کړي. شرنه او جاني خيل د کټواز په شمال او جنوب کې دوه کلي دي.

سبا چې کله د کار ځای ته ورغلو د کور خاوند يو بيوزله انسان او په کار کې خولې خولې ‌ډوب وو. د کور بنسټ (تهداب) يی يو دوه ګوتې کيندلی وو، تيږی يې ايښی او شګه او جغل يی د مځکي په سر ډیران کړې وو. همدومره سیمنټ به يی په کې ګډول لکه د ښوروا کټوې ته چې څوک مالګه ور اچوي. کله به یی چې په بيل باندي کانکريټ اړول را اړول، نو په کافي اندازه خټې به هم ورسره ګډيدې. د کور ماشومانو پدې شګو کې لوبي کولي او د کور چرګانو او پیشکو هم لدې شګو څخه د بيت الخلا استفاده کوله. کومه نقشه مقشه موجوده نه وه او د کور خاوند پخپله مخه کار ته اړم وو. ما د ټيم مشرې ته وويل چې دا کار بند کړي تر څو په مسلکي ډول له سره جوړ شي. هغې راته وويل چې موږ د مسلکي ساختمان لپاره بودیجه نه لرو، سړی پريږده چې پخپله خوښه ځان ته کور جوړ کړي، موږ يوازی ورسره مرسته کوو نور دی پوهيږي او کار يی!

د ټيم مشرې تصميم نيولی وو چې د دې بيوزلې کورنۍ یوه زړه (جونګړه په ځنګل کې) چې له لرګيو څخه جوړه شوې وه، ورچپه کړي او د همدغو لر ګيو او همدغو زړو ميخونو څخه د نوي کور بام جوړ کړي. په همدی موخه یی په هغو پیسو یو څو دانې چينايی څټکونه او چکشې اخیستي وې چې د دې پروژې لپاره د مرستې په ډول ورکړل شوې وې. جالبه دا وه چې زموږ له ټيم څخه يی دری زړې ښځې، د زړو ميخونود سيخولو لپاره موظفي کړې وې چې کله به یی ساه اخیستله، داسی بریښیدې لکه د اکسیجن ډبې یی چې ترشا تړلې وي. د تيږو راوړل، د جونګړې ورانول، د کانکريټ ګډول اود ديوالونو خيژول یی د ټيم نارينه او ځوانو نجونو ته سپارلي وو خو پخپله به د خير په غونډۍ ناسته وه. که څه هم بل چا شکايت نه کاوه او هر يو پخپل کار لګيا وو، خو زه د دې لپاره یواځنی سر خوږې وم. بيا بيا مي ورته وويل چې زموږ شپاړس کسيز ټيم هر يو دهمدې کورنۍ لپاره يو زر او پنځه سوه ډالره چانده درکړيده، پکار ده چې ته پدغو پيسو نوي لرګي او نوي ميخونه واخلي.

د ټيم مشره چې يوه زړه پيرنګې وه د خپلو نيکونو په شان، بي ځايه غرور دی ته نه پريښوده چې خپله غلطي ومني او پخپل تصميم کې بدلون راولي. د څو ورځني فعالیت وروسته، چينايی څټکونو هم قربانی ورکړه او ټول په شهادت ورسيدل. زاړه ميخونه تر څټکانو کلک وختل. خپل سرونه یی له لاسه ورکړل خوله ځایه ونه خوځیدل. يو نيم ميخ چې په لاس هم راغی، له چکوشونو سره په مقابله کې خرې په خرې او له کاره ولويدل. په پای کې زړې پيرنګۍ پرته لدې چې ځان پړ ومني، يوه اندازه لرګي او د اره کشۍ يوغټ ماشين یی راوړ او بهانه یی وکړه چې د نوو ميخونو لپاره کومه بودیجه نلري. موږ هر يو څو ډالره نوره چانده واچوله، يو بکس ميخونه مو را ونیول او ټکه پوکه کار مو پری روان کړ. زمونږ د دوو اونيو د زیار په پایله کې مو مازی د دوو کورونو د خښتو دیوالونونیمایی پورته کړل، ټول وخت مو د زړې جونګړې په ورانولو عبث تیر شو او د چینایي وسایلو بی کیفیتي هم ښه بربنډه شوه.

امريکا ته له راستنيدو سره سمدستي می د دې مؤسسې مرکزي دفترته یو لیک وليږه او په څرګندو ټکو می ورته وليکل: کوم کور چې موږ په اندونيزيا کې جوړ کړ هغه د انجينیرۍ په هیڅ ډول اصولو برابر نه وو او د زلزلي په مقابل کې د هغې کورنۍ زړه جونګړه، د دوئ له نوي کور څخه ډیره بهتره وه. جونګړه مو د غڼې د جالې په توګه تس نس کړه خو له بده مرغه، کور مو ورته جوړ نکړ. دوئ راته په ځواب کې وويل: د ساختمان هغه معیارونه چې ته په امريکا کې ګورې هغه د نورې نړۍ په کليو او بانډو کې نشي عملي کيدلای او بله دا چې د دغو ملکونو حکومتونه هم په کليو او بانډو کې د دغه ډول ودانېو د جوړیدو څارنه نشي کولای. مونږ يوازی له هغو ناچارو کورنيو سره مرسته کوو چې ځانله داسی یوه سر پناه ځانته جوړه کړي چې هلته مروجه وي.

زما لدې سفر نه پوره دوه مياشتي وروسته د دوه زره لسم کال د جنورۍ په مياشت کي په هيټي کی داسی یوه زلزله وشوه چې د اندونيزيا د زلزلې ريکارډ يی هم مات کړ او تر دری لکو زيات انسانان يی ووژل. لدې زلزلې نه څو ورځې وروسته د هابيټاټ د مرکزي دفتر مشر راته تيلفون وکړاو اعتراف یی وکړ چې زما مشوره کاملاً په ځای وه او د همکارۍ غو ښتنه يی وکړه. ما ورته وويل: د داسي غريبو ملکونو انجنيران او کار ګران بايد کم له کمه د انجينرۍ ډير ساده معیارونه او فارمولې زده کړي ترڅو داسي ودانۍ جوړي کړي چۍ د زلزلي د ټکانونو په وړاندی څه نا څه مقاومت وکړای شي. ده را ته وويل دوئ همداسي یو پرو ګرام په پام کې لري او کافي بودیجه هم ورته لري، خو تاسو د مهربانۍ له مخې دغه ملک ته د يو کال لپاره ولاړ شئ. البته ما د خپل دفتر د کارونو له امله نشو کولای چې د هغوئ غوښتنې ته مثبت ځواب ووایم نو ځکه مې ورڅخه بښنه وغوښته. وروسته خبر شوم چې دوئ له يوې بلې امريکايي کمپنۍ سره قرار داد کړی او د يو کال په موده کې

يی پنځه سوه سیمه ایز انجينران روزلي دي کوم چې زما د خوښۍ او ډاډ لامل وګرځیدل.

 

اندونيزيا ته له سفر او له دهیټي له زلزلې نه وروسته، زه پدې فکر کې شوم چې يو داسي ساده سټنډرډ پيدا کړم چې هر څوک ور باندي وپوهيږي. د انجينرۍ ډګري او لايسنس ته اړتیا و نلري تر څو په هغو ملکونو کې ور څخه کار واخیستل شي چیرته چې یا انجينران نشته او که شته هم، په عصري معیارونو باندي نه پوهيږي. د هيټي د درنې او خونړۍ زلزلې وروسته، په دوه زره یولسم کال کې د دیارلسو هیوادونو تکړه او مسلکي انجنیرانو يو ساده اوعام فهمه سټندرډ جوړ او خپور کړ. ددې ستندرد په اساس د سویس د انکشاف او همکاري ادارې یو کتاب خپور کړی دی چه دا طریقه تشریح کوي. که څه هم پدې کتاب کې پیچلي او سخت فارمولونه نشته، ولی هغه په انګريزي ژبه ليکل شوي چه زموږ ډیر هیوادوال ورباندی نه پوهیږي. نو ما په ځان وپتیله چې له همدغه کتاب او ځپلي څلویښت کلني مسلکې تجربې نه ګټه واخلم او په ساده کليوالي پښتو ژبه لنډ ويډيويي لکچرونه تیار په او په يوټيوب کې خپاره کړم. هيله ده چې ګران وطنوال به ور څخه ګټه واخلي.

په درنښت،

زما د لکچرونو د يوټيوب لينک دا دی:

 

انجنیر امین الله محمود، د کابل پوهنتون د انجنیرۍ د پوهنځي پخوانی استاذ

کالیفورنیا / د سټاکن ښار

جنوري ۲۰۲۰

 

 


Media

لوستل شوی 339 ځله Last modified on جمعه, 20 جدی 1398 20:59

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي