Print this page
د تسلیت پيغام

د تسلیت پيغام

بيا سترګو کښې نور چېرته چي يې نم لاړو

منزل شه پاتي خود چي د زړۀ دم لاړو

ادريس چي راته تللی پوهنتون تلی دی

عالِم چي رانه تللی دی عالم لاړو

حمزه بابا

په ډېر تاسف سره د ټولنیزو رسنیو د لارې د یو دروند سیاسي، فرهنګي او د علم او پوهې لوړ شخصیت له مړینې څخه خبر شوم چې زما د سخت تاثر او زیاتې غمجنې سبب شو. هو زه د یو داسې شخصیت خبره کوم چې خپل ټول ژوند يې د انسان ، د ربړېدلي او بې وزلي انسان د سوکالۍ او نیکمرغۍ د پاره وقف کړی ؤ ، هغه د یو پرمختللي، غوړېدلي او سوله ایز افغانستان عشق او مینه په زړه کې درلوده ، هغه هیله درلوده چې افغانستان هم یوه ورځ د نړۍ د پرمختللیو او غوړېدلیو هیوادونو په کتار کې ودرېږي او هر افغان ددې وطن پر تابعیت وویاړي او په ویاړ ووايي زه افغان یم او له افغانستان یم، هغه په هیواد کې د نیمې پېړۍ د ورور وژنې جګړې سخت ځورولو او دغه جګړه يې د افغانانو او افغانستان د مادي او معنوي شتمنۍ د بربادېدو عامل ګاڼه.

 د انساني هیلو د جرس دغه مخکښ انسان داکتر اشرف جاوید دی چې خپل دوستان او ملګري  او هیوادوال يې د خپلو لوړو هیلو تر وروستي پړاوه یانې د سوله ایز افغانستان او پرمختللي افغانستان تر پړاوه  رسولی ونه شول، چې دا د هغه د لارې او ارمان د ټولو لارویانو او ملګرو دپاره یوه ډېره درناکه شیبه بولم. په تيره بیا د هغه مرګ زما دپاره ځکه ډېر دردناک او دروند دی چې ما هغه له نژدې پېژانده او  موږ د ژوند او مبارزې په ډېرو سختو حالاتو کې سره آشنا شولو او د ژوند او مبارزې سختې شیبې مو د نا مالومۍ راتلونکې تر بوږنونکي سیوري لاندې تېرولې . د هغه ورځو هره شيبه یوه پېښه، یوه حادثه وه چې هر یو يې خپل داستان او قصه لري. دا زموږ د ځوانۍ د پسرلي ورځې او شپې وې چې د بې وخته او نا بللي خزان ساړه بادونو زموږ د ژوندانه تنکی نیالګی لړزولو.  له تیارو او غمناکو شیبو سره له مبارزې پرته بله لاره نه وه، موږ د غوراوي زیات امکانات نه لرل یا مو باید زاندان او مرګ ته  غاړه ایښی وای او یا مو باید وطن پري وای او یا مو باید د آزادۍ د پاره د خپل ژوند په بیه مبارزه کړی وای او جنګېدلي وای، دا  یوه هیبتناکه لاره وه دا د زندان ، شکنجې او مرګ لاره وه چې زیات زغم او مړانه يې غوښتله او موږ  په ګډه ، د مرګ او ژوند پر دغه نازکه لاره  د هیلو له ستر کارون سره روان وو، موږ د یو بل دپاره زیات ارزښت درلود، زموږ د یو تن لږه تیروتنه د ټولو د ژوند په بیه پای ته رسیدلې شوه. خو موږ بس همدا یو غوراوی درلود.

هو ما لومړی ځل ارواښاد اشرف جاوید  د ۱۳۵۸ کال په لومړیو کې، په کابل ښار کې، په یو پټنځي کې چې دواړه د سیاسي حالاتو د اجبار له امله پټېدو ته اړ شوي وو، ، و پېژاند او سره ولیدل. هو موږ د کابل ښار د واصل آباد په سیمه کې د غره په لمنه کې په یو کور کې له دوه تنو نورو دوستانو سره د ګډ او غمجن برخه لیک په جرم پټ ژوند کاوه چې له هغه ورځو زیاتې خوږې او ترخې خاطرې را پاتې دي . لکه چې وايي انسان په بده ورځ ښه پېژاندل کېږي، دا د یو بل د پېژاندو دپاره ډېر ښه ځای او وخت ؤ. موږ چې څو میاشتې په ګډ برلیک سره په دغه کور کې ژوند کاوه ، خپل خوږې او ترخې شیبې سره ویشلې او د سختیو تر وړاندې مو یو بل ته ډاډ او د زړه قوت ورکاوه. ما په دې سختو شپو او ورځو کې ولیدل چې محترم جاوید یو هوډمند، زړه ور ، زړه سواند او خپلو انساني ارمانونو، وطن او خلکو ته وفادار شخصیت او انسان دی. ده هیڅکله د مرګ او تهدید له وېرې له خپل انساني هدفونو څخه په شاتګ و نه کړ. ده په ميړانه سره په سختو او ګواښونکو حالاتو کې خپلې مبارزې ته د بري په لور دوام ورکاوه او هیله مند ؤ چې هره تیاره پای لري. ما ولیدل چې جاوید یو فروتن ، د پاک او انساني زړه سختن انسان ؤ ، ده له خپلو ملګرو سره په صمیمیت او صداقت چلند کاوه او د هر چا پوره او بشپړ درناوی يې کاوه، ده په هغه سختو شیبو کې تل پر شونډو موسکا لرله او نه مایوسه کېده که څه هم هره ورځ ناوړه او دردونکي خبرونه تر لاسه کېدل، خو دې پر خپل هوډ لکه غر ټينګ ولاړ ؤ او له ملګرو سره به يې ټوکې او ټکالې کولئ او هیڅکله د ستونزو له امله نه استرس کېده او له ملګرو سره يې خپل صیمیت او اخلاص ټينګ ساته. نوموړې یو پوه او اګاه مبارز ؤ. موږ به تل د بېلابیلو سیاسي او علمي مسالو په اړوند په ساعاتونو بحث او خبرې کولئ او ده د مسالو اړوند تل خپل مستقل او شعوري دريځ درلود.

نوموړي شاعرانه طبعه درلوده او په دې وروستیو کلونو کې يې ګڼ شېمر ښکلي او له احساسه ډک شعرونه لیکلي چې لوړه مانا او پيغام لري دلته د هغه دا لاندې شعر د بېلګې په توګه وړاندې کوم .

زه زه یم


زما ځان زما دی، ستا نه دی
 چې په خندا دې وخاندم او
په ژړا  د ې  وژاړم


ز ه ستا د کړ پایله نه یم
چې ستا د پرېکړې  له مخې
خپله پرېکړه وکړم او ستا
ارادې ته درناوی وکړم


زه  د خپلو ولولو، اندونو،
خیالونو زېرمه او پا یله یم
 دا حق  لرلی شم چې د خپلې
خوښې سره سم مېنه او د
 خپلو تیروتنو زده کړه وکړم او
هغوۍ ته ښه راغلاست ووایم

 

په دې نړۍ کې چې هر څوک د ځان دپاره په هڅه او هلو ځلو بوخت دی او د حق خوړل او ظلم او ستم بې بریده پراختیا موندلې ده ، دداسې انسانانو شتون او ملګرتیا ستر نعمت دی ، د ښه دوست لرل ستره پانګه ده چې د انسان په ژوند کې د مثبتو بدلونونو سبب کېږي. دداسې دوستانو له لاسه ورکول ستره ضایعه ده. زه د اشرف جاوید د روح آرامتیا غواړم او دده کورنۍ او محترم داکتر صیب سرلوڅ ته ډآډګیرنه او تسلیت وړاندې کوم. یادونه يې تل پاتې غواړم.

عبدالملک پرهیز

لوستل شوی 333 ځله Last modified on چهارشنبه, 11 حمل 1400 20:36