ورځ دحساب سته ده دمېزان خبره
ستاوغیږته به افغانه سره ګلان راځي راځي
یوڅوسړي سته ګران هیوادته غمازان راولي
یوڅوبدبخته دي چي موږته ښاماران راولي
نه زموږغیرت نه زموږتاریخ ته ګوري
هروخت لګیاه وي شرموښان راولي
څوله دې لاري خپل هدف کي حاصیل
ځکه مصروف دي چي لېوان راولي
خیردی یوخت به مي اولس ویښیږي
خیردی که دوي نن لوټماران راولي
یووخت به راسي دپردولپاره ځان دي ګوري
یووخت به راسي چي اولس مي پرې طوفان راولي
اوس که دوی هرڅومره چټک اوپه تلواراخته دي
اولس به پاڅي ای(څرګنده)بل زمان راولي
ستاڅه حساب غواړي دحق میدان خبره
ته خوخاین وې دمظلومو پرحق
اوس جواب غواړي دوجدان خبره
ترڅوعذاب دخپل عمل ووینې
څودرڅه وسي دایمان خبره
ته دقدرت پرچوکۍ ناست وې بېچاره دي هېروه
اوس دمظلوموده غوښتنه دګرېوان خبره
ترڅوخپل حق ستادژوندوني اخرت کي واخلي
ترڅوجنت یي سي نصیب ده دارمان خبره
اوس دي لاوخت دي پرمظلومو باندي رحم وکه
کنه ژوندون ته دي ولاړه دطوفان خبره
یوڅه هنر یوڅه ادب یوڅه اخلاص وکه ته
ترڅو(څرګنده))دي هروخت وي هرزمان خبره
دخښيوټغرخپور سو بلبلان راځی راځي
ستاښکلاچي یې په سینو کی ستاپرنوم چی هوسیږی
ستاددې هدف ملګري ستادوستان راځی راځي
ته خوشبخته ای هیواده ستاپه برخه دی ښاغلي
دمیرویس ترسیوري لاندی احمد خان راځی راځی
ستاتاریخ به کارنامې وي دراتلوونکومېړنیو
ستابه دااولس شاهد وي ستا ارمان راځی راځي
ستاپه دې ښکلي محل کښی به نغمې دخپلواکۍ وي
زما یې اوس زیري درباندی یو اباد افغانستان راځی راځی