سیدمنتظرشاه

سیدمنتظرشاه

 

 



د نړۍ د تگ راتگ پر واټ ولاړ يم
سيالانيان لاس پر خوله رانه تيريږي
څوک مې ستايي شاړې شډلې ښکلاگانې
څوک مې ستايي ساده ډوله اداگانې
نه پوهېږم نندارچي که ننداره يم
لکه مېخ په سر وارونه د څټک خورم
* * *
يو نيم راشي پر تندي باندې مې وکښي
د نا خوالو، ناورينونويادگارونه
څو کاږه واږه نا انډوله انځورونه
دازما څه راز  تندی دی
 ته به وايې ده ليکدړه
چې هر څوک پرې هرڅه کاږي
راته موسک شي
او نور ځي پر خپله مخه .
* * *
زه له داسې پلار پيدايم
چې يې بل بچی ورمړ کړم ،
نو غازي يم
که خپل پلار له تېغه تېر کړم
بيا شهيد شم
زه د داسې وطن زوی يم
چې هر ځواک  ته ماتې ورکړم
بريالی شم اوخپلواک شم
ورځ دوې پس يې امتياز را نه وبلوسي...
* * *
زه دوه زړی يم ولاړ
د مرگ ژوندپه څلارۍ کې
چې راپېښ کوم سيلانی شي،
د پالي غوندې مې جاج د تندي واخلي،
شي موسکی رانه نور ځي
پر خپله موخه!!؟

کابل ، ۳۰ فیبروري ۲۰۱۶






لکه
څانګې
لاسونه يې
خپل ډډ ته تکيه کړي وو
ځواني يې خزان وه
يوې شډلې موسکا يې
پر خيرنو اننګو کرښې راښکلې
مخ يې شاته نه اړاوه
ډاډمن و
ته وا چې يو ځواکمن پښت يې تر شاپاته دی
يو څو نيمګړې غونډلې يې
پر شوڼدو ورغړېدې
لاسونه يې لکه ګلپاڼه وغوړول
په ورغوو کې تڼاکې يې...
زما د سترګو
د ترنده رڼوبېو پرخو
د بېوسېو پټغالی
چې ژوند پنځوي
هو، ما د خپل ولس يو هستوونکی پنځګر وليد

نوی ښار، کابل، ۲۰ جون ۲۰۱۷

څاڅکو ته گورم

چې  راتوې شي

ترې را زرغون  شي شگۍ گلونه(۱)  

بيا سره مله شي يو تربله ...

لښتي  خړوب شي

بهاند بهاند  

څپې څپې شي

 جوړ اباسين ترې

د تلسمسورو  سرو گلکڅو شي.

۲۰۱۷-۸-۲۶

(۱) يو راز دښتي گلونه 


له لورا لورې نه تنا شته

 نه وریږي ږلۍ،

نه د ګلپاڼو پر مخ

شته د باران هه څپڅپالې ښکالو

نه را وریږي

د سړو واورو

سپینڅکالي ګلان

نه د بوډۍ د ټال د لید په تمه

نیمزالې پيغلې تر ګودره راځي

هو،

اوس روږدي شوي

زموږ د پښت په شنو فصلونو باندې

د ٫٫اسمانلارې٬٬ 

توندې٫٫توندې سیلۍ ٬٬

د سرو سکروټو سره

د اور ګلونه سپړي

او 

له تاوجن خوګلنه یې

ورېځې سپړي څانګې

هلته د سپينو سپینو زاڼو بچي

د غزني تم اوبو جهیل(۱) کې

سترګې په لاره دي

وزرونه سپړي

د خپلو میندو د راتلو په تمه

زما د کلي کورکوړېو کوترو

وزرونه لپه کړئ دعا وکړئ

چې اسمان رنډ نه شي را ورانې نه کړي

د سپینو زاڼو سپينې سپینې

لیکې

 

سید منتظرشاه هاشمي

 

(۱) جهیل اب استاده غزني

 


یو اواز د څڼه ور اتڼچي راشي
ته وا وايي
پاڅه پاڅه
نهیل مه شې
هه ستا ماتې د بریو پیلامه ده
په کې وینم
د سبا
او
د نن متن

۱۶-۸-۱۳۸۹
لغمان

اوس مې اوښکې

تړم او مالګین خوند نه لري

لارې لارې

تر لمنې،

تر پړنده خاورو

د سروپو د لوګجنو تڼاکو بوي کوي.

 

کابل

۲۰۱۷-۵-۵

شپه اوږده ده

د کلا په مینځ کې شور دی

بس د پلار او د بچیو تر مینځه جنګ دی

د زاړه بابا له ډډه ؛

غیرتي بچیان!ځېلۍ دي

څوک یې ګوتې نوکان پرې کړي

څوک یې پلې هډونه باسي

پلار ځولۍ، ځولۍ لویدلی

د زړې ځمکې د خاورې پر ویرغالو

بر د هسک د شینکي ډنډ

تر غاړو، غاړو

ستوري ژاړي، سپوږمۍ ژاړي

د ژړاوو ترنم یې              

د کروزونو هوراګانو

د سړو بادو پر تاندو څپو راشي

د بابا اواز تر لېرې، لېرې راوړي

ساندې، ساندې، زمزمې شي،

د سارا، سارا چوپتیاوو

پر لمنه

نور مې کاڼو باندې مه وله بچیه

زه ستا پلار یمه

ستومان افغانستان یم

۲۰۱۵-۹-۱۱

کابل


له تروږمیو تر تروږمیو، له سپوږمیو تر سپوږمیو
مرګ مې ولید،
چټه ږیره یې وه وهلې
زنګیدله یې لاس کې توره
د هر ستوري شاته ودرید
هر پیرونی یې زندۍ کړ
شاته یې پروت یو پنډوکی و، منځ کې شنه د مرګي زړي...!
،،،
له ماښامه تر ماښامه، له سهاره تر سهاره  
مرګ مې ولید،
اوبه خور و د سرو وینو
د زوړ کلي کروندو کې
په غزل، غزل کوڅو کې
په محشر، محشر لیمو کې
هه مې ولید چې لګیا دی، ښځوي د مرګي زړي...!
،،،
له سپرلیو تر سپرلیو، له خزانه تر خزانه
مرګ مې ولید،
کپچه مار دی، منجیله دی
د ګودر تر سپينو تیږو
د چینو تر رڼو شګو
څاڅکي، څاڅکي زهر را پریږدي
سویلۍ، ښاپیرۍ وژني
د اوبو پر ځای ترې څاڅي،
را بهیږي وینې زهر، ور شیندي د مرګي زړي...!
،،،
له ګلونو تر ګلونو، له رنګونو تر رنګونو
مرګ مې ولید،
چې لرونه په لاس ګرځي
د هر ګل د غړۍ شاته
د غوټيو جرړئ باسي
را ریبي ترې
د ماشومو را شنو شویو بزغلیو،
د موسکا فصل، خپروي د مرګي زړي...!
،،،
له کلونو تر کلونو، له فصلونو تر فصلونو
مرګ مې ولید،
 لویه ږیره د تسبو امیل یې لاس کې
د مزدک سپینو، سپیڅلو محرابو کې،
نننباسي د مرګ زړي
پی را سپړي خوګلنونه
سوځوې زما د ګروهې،
باور پاڼې حدیثونه، پنځوي د مرګي زړي...!

سید منتظر شاه هاشمي

کابل - ۱۳۹۵-۰۶-۱۱

هسې....
لمر اور واخيسته،
سپوږمۍ وریژیده
ګودر شهيد شو
د آدم د کلي ښکلې پرښتې په کې لوګی شوی
له مودو وروسته،
د شهيد ګودر
د سپینومرمرینو ډبرو پر سر
چا لیکلي وو
يه لويه خدايه!
هسې ولې وشول؟؟؟؟؟

سید منتظرشاه هاشمي


د نړۍ د ښکلي ښکلي توکم غواړم
 د ماشومو ارمانونو
یوه هیله  
نوره زما د آبۍ زړه کې وسه نشته
چې را باسي
د زلمي بچي جسد د ړنګو کلیو
د ښکلا د نړۍ ښکلو ښکلو خلکو
تاسو ولاړ شئ
ما په خړ کلي کې پریږدئ
چې هوسا شم
پریږدئ، پریږدئ
زما کمکي شعر را پریږدئ
چې له اوښکو ملغلرو زرغونه کړي
د بڼو او موسکاګانو رنګین فصل
۱۸-۷-۱۳۹۲

 کله چې لمر د ماښامو، نه پناه وغواړی نو
جانان زما له ارمانو، نه پناه وغواړي نو
هرې رڼا ته د ښکلا په بانه غاړېوځم
هه مې د ژوند د تورتمو، نه پناه وغواړي نو
یوې موسکا ته چې د سترګو کتاب پرانیزمه
د زړه د ټکو د لوستو، نه پناه وغواړي نو
 یوې شیبې ته د ژوندون په تمه مخ واړوم
شیبه ګونګۍ مې د لیدو، نه پناه وغواړي نو
 لکه کابل ټپي ټټرسترګی ور واړومه
وخت مې د ټپ د رغیدو، نه پناه وغواړې نو
 سیدمنتظرشاه
سلواغه-کابل


هسې د کابل پر اننګیو يوه اوښکه ده
زه لکه ماشوم
 ترينه کيسې غواړم
هغه، لکه زما آبۍ کیسه چې راته پیل کړي
وایي راته بچیه !
زما اولاد ته ښیرې شوي دي
څوک په زهرو سردي
څوک په وینو لمبیدلی دي
دوه ټکي چې ووايي په دریم یې
ژبه ونښلي
زه ترینه تپوس وکړم
مورې جانې ولې ګونګه شوې
ډوبه شي سلګیو کې
د کیسو لړۍ ترې وشلیږي
زه لکه یتیم بچی
غوږونو کې لاس کیږدمه
چیغه شم ناره شم د ابۍ بچي ته وژاړم
هه زما له چیغو سره یو ځل را په سد کې شي
یه زما بچیه!
 ستا د سترګو نه لوګی شمه
بس دی راته مه ژاړه
تاته ژړا نه ښايي
سترګو ته یې ځیر شم
مهربانه راته وګوري
ښکاري
لکه سین یې چې کوزه کې اچولې وي
زه يې د څپو له ویری لاره د خلاصون غواړم
بس ترينه راوګرخم
خو
هه مې لکه مور راته له نازه په غوصه شي
بیا لکه ماشوم
پسې ورستون شمه ور وګرځم
او
هسې د کابل پر اننګیو یوه اوښکه ده
زه لکه کوچنی
ترینه کیسې غواړم
هه مې لکه پلار،
تیره باڼه امسا را ونیسي
زویه ملا دې وتړه
زه درنه روان یمه
مټې راته ونغاړه
ښه مې سر رشته وکړه
ستا مټو کې زور وینم
ستا زړګي کې مینه ده
مینه کې دې اور وینم
ستا په سرکې شور وینم
تا د لر او بر کلیو غورځیو ته توپان وینم
جګ شه ملا دې وتړه
ټول وروڼه ټول کړه
پر دې هسک کلي یې شپول کړه
بیا یو ځل عقاب شه
پردې هسکو غرونو والوزه
ستا سکوت مې خوښ نه دی

کابل-۱۳۷۲
سیدمنتظرشاه


د جوزا برو شروع شوه
غنم ژیړ شول
پرتنې يې نارنجي خامتا خپره شوه
ته وا ساه يې له بدنه ځینې درومي
ځنکدن دی
آدې ویل بچیه جګ شه
غنم تویږي
هغه ستاهمزولي ګوره
چې اشر شي،
غنم لو ته
زه را کوز شومه د لوی کلی وربوي ته
چې ملګري مې را وبولمه لو ته،
هه د لوی کلي د لوی دیرې په مخکي
ونې چوپ څانګې کږې وی
سکوت جوړ و
هلته چوپه چوپیایی وه
هه د هسکو چنارونو څانګې لو وې   
زما همزولي ښارو ګانې وې الوتي
بې سر کښه
 هه د هسکو چنارونو
له شنه سیوري
د جوزا  لو مې په  ګډه و شمیرلی
هسې نه شوه
زما د تاند موسم په شپو کې
شوبلې راغل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د جوزا برو شروع شوه
غنم ژیړشول
د سرونو ارزاني شوه
دغنمو لو څوک نه کئ
حشرونه اوس څوک نه کئ
هه غوبلونه اوس څوک نه کئ
درمندونه اوس څوک نه کئ
هه لوګری زموږ د کلي
غلي غلي راته وايي
ما چې خپل پټي ریبل
جانان وږي ټولول
ما چې دوه ګیډۍ تړلې
جانا ن جام اوبه راوړلې
نن هغې ته لیدی نه شم
د جانان په شونډو پاړدی
د جوزا برو نیولی
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د جوزا برو شروع شوه
غنم ژیړشول
اوس زموږ د کلي منځ ته
نا اشنا لوګري راغلل
په دیرو خواره واره شول
په پټیو ورکاږه شول
څوک پنځه ګیډیو کې درې وړي
څوک له لاسه مو کودې وړي
څوک شریک شول په فصلونو
څوک په دې هم قانع نه دي
پلتۍ راته وهلي
هه د شولو پولۍ درې وړي
 کوم چي سر شي او شمله شي
هم یې سر هم یې شملې وړي
هه پخوا سود خور  خو ښه و
چې غنم به يې رانه يوړل
د رشپیل سره یې کار نه و
هغه پخوا سود خور خو ښه و
چې به يې خپله ګټه یوړه
بس تلي ته وزګار نه و
دوی خو واړه ګلیم جم شول
له شړۍ  سره کړۍ وړي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د جوزا برو شروع شوه
غنم ژیړ شول
د مات توت د سیوري لاندې
آدې غلې ګونګۍ ناسته
د څرخې لړونه یې چاود دي
لاس یې زنې لاندې ایښی
 له آسمانه مروره
له دې ځمکې یې زړه تور دی
کیڼې خواته یوه پیښه يې
هه ټپي رازونه سپړي
ناببره یو څوک ويني
چې لا شمیري
هغه تللی څو سرونه
ټپي شوي څو سرونه
 ورته پاس ساړه لرونه
په هه توره برجي اچئ
چې تیره شي
چې پرې لو کړي
راختلي څو سرونه
زما بې وسه آدې ویني
اسره بله يې چیرې نشته
 آدې پورته کړل لاسونه
خپل الله ته کړي سوالونه
تل زموږ په کلي شوردی
بل زموږ په کلي اور دی
دغه نولس زلمیان شل کړې
دا خاره وطن مو ګل کړې
کړی پردي له موږه لیرې
هغه خپل چې پردي شوي
دغه خپل زموږه خپل کړی
بالا ماڼۍ- پيښور
می -۲۰۱۳

 

لوستل شوی 1228 ځله Last modified on چهارشنبه, 12 ثور 1397 11:31
دې ته ورته نورې ليکنې « عبدالغفور امینی یاسین زی »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي