عبدالولي پرهیز

 


چې د فکر سلسله مې شوه ویجاړه
نو د غم رنځونو زه کړمه بیماره
دا دنیا راته تیاره شوه په یو دم کې
چې د عقل ډبوه ولوېده له کاره
زه د عقل و دانايۍ نه څه خبر وم
چې نا پوه په شانې در مومه په هر لاره
چې د عقل و دل په جنګ کې زه عاجز شوم
نو د عقل لارې ځکه شوم بې لاره
زړه هوس او د شهوت لار ته مې بولي
نو د عقل نصیحت نه شوم بېزاره
چې د نفس د بندګۍ په لار روان شوم
تش پندونه به مې څه وکړي نور چاره
دا کشش د هوسو او لذتو دی
چې ګناه په سر ګناه کوم  بې واره
نه تقوا شته نه مې ویره شي له خدایه
ټول توبې مې موقتې دي تل له ډاره
چې مشکل راته پیدا شي خدای په یاد شي
کله خدای زه یادوم  د خدای لپاره
چې مرض او درد مې ځان ستړی ستومان کړي
نو د خدای عذر و زارۍ ته شم بې واره
چې ګناه کوم د خدای یاد را نه هیر شي
د هوس نشه مې و باسي له کاره
د ګناه په وخت مې ویره توبه هیر شي
لوی شیطان را نه جوړیږي بې له ډاره
دا ګومان را سره ځنې وخت پیدا شي
چې انسان نه حیوان ښه دی نسل په واره
د حیوان تقصیر د عقل له نشتوالي
خو انسان له زیاتې پوهې دی بې لاره
ددې ژوند پیل انجام ته چې لږ ځير شو
هيڅ بقا او وفا نشته ژوند په لاره
ددې ژوند دوام موقت دی ښه پوهيږو
هلې ځلې کوم ځای نه نیسي ښه واوره
که دا نن وي یا سبا وي ژوند ختمېږي
پيغمبر د زمانې لاړه هم په دغه لاره

لوستل شوی 1319 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 20:22
دې ته ورته نورې ليکنې « سهراب سهار نصیراحمد هاشمی »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي