عادله (خصین)

 


څوک بختوره په خندا ویده شي
څوک هم په تمه د آشنا ویده شي
څوک دوريښمو بالښت سرته کېږدي
څوک په وچ کاڼي د صحرا ویده شي
چې د سبا لپاره هیلې لري
هغه سر کیږدي په موسکا ویده شي
سترګه مې ستا لپاره وغړوم
سترګه مې ستا په خیال کې بیا ویده شي
خو چې په زړه باندې مې داغ پاتې دی
حصین به څنګه تر سبا ویده شي

لوستل شوی 1492 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 21:30

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي