Print this page

میرویس نجیبی

 

غزل


جانانه که خطاوی خطا بس ده
مین سره دی نوره جفا بس ده
کاروان دتمد ن له مونږه تللی
ملګروتصمیم نیسی غوغا بس ده
افغانه نوردی مات دغزا ډول کړه
تر څنګ د همت ډول کړه غزا بس ده
پیغام دازدۍ مو محصورښکاري
په مات وزر کی قفس کی هو ا بس ده
زما دعشق استازی ارمان وایی
وبال یمه جانانه سزا بس ده
چی لمر یی دلاسه کوی میرویسه
همدومره دګلپاڼی ژړا بس ده

غزل


ایله می اور د زړګي مړ شو
چی اشنا می راته پړ شو
دخیرو اثرمی ګوره
په رخسار یی اوربل جړ شو
چی دیدن ته می منشه شوه
څو مره ښه شو چی جکړ شو
چی طالع می شوی بیداری
رقیب هم په خاورو خړشو
دمیرویس مینه پخه شوه
چی یی تورباندی ککړ شو

 

لوستل شوی 1415 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 21:32