میرویس نجیبی

 


جانانه که خطاوی خطا بس ده
مین سره دی نوره جفا بس ده
کاروان دتمد ن له مونږه تللی
ملګروتصمیم نیسی غوغا بس ده
افغانه نوردی مات دغزا ډول کړه
تر څنګ د همت ډول کړه غزا بس ده
پیغام دازدۍ مو محصورښکاري
په مات وزر کی قفس کی هو ا بس ده
زما دعشق استازی ارمان وایی
وبال یمه جانانه سزا بس ده
چی لمر یی دلاسه کوی میرویسه
همدومره دګلپاڼی ژړا بس ده


ایله می اور د زړګي مړ شو
چی اشنا می راته پړ شو
دخیرو اثرمی ګوره
په رخسار یی اوربل جړ شو
چی دیدن ته می منشه شوه
څو مره ښه شو چی جکړ شو
چی طالع می شوی بیداری
رقیب هم په خاورو خړشو
دمیرویس مینه پخه شوه
چی یی تورباندی ککړ شو

 

لوستل شوی 1368 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 21:32
دې ته ورته نورې ليکنې « نایاب زمری څرګند »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي