محمد هارون ناصری



ما د پښتو په نامه ډیری بدی خولې ماتې کړې
هم می مغروره بی فرهنګه پرګنی ماتې کړې
داسی می مه بوله ظالمه چی مظلوم یمه زه
ما خو دډیرو جاګیرانو سلسلی ماتې کړې
د پښتونوالی قدر ساتمه او مخکی به ځم
ځکه می اوس دغه بی ځایه یارنی ماتې کړې
شراب بی خونده دساقی وه مانور څه کړی وی
په میکده کی مې بیشمیره چې پیالې ماتې کړې
پښتون غلام دچاکیدلی نشی واوری خلکو
زنځیر یی مات کړ هم یی بیا دا جیلخانی ماتې کړې
هارون ناصره پښتانه د غیرتو نو ټبر
دا هر غلیم ته یې لاسونه هم پښی ماتی کړې

محمد هارون ناصری


بیا چې تورو شپو نن دکابل لمنه ونیوه
پوه شوم چې اشنا دکوم یو بل لمنه ونیوه
وران ښکلی وطن شو داغیارو په لمسون باندی هغه وخت واکدار چې د باطل لمنه ونیوه اورېی دمین په زړکی بل کړه شو لمبه لمبه کله چې لمبو نن داوربل لمنه ونیوه ورک یی دبورا دزړه سکون هم ژوندون کړلو دې سپیره خزان چې دسره ګل لمنه ونیوه دا رخمی زړګۍ مې نور په هیڅ شی ارام نشولو ځکه مې د ګل او دکاکل لمنه ونیوه حق شاعری کاندی دلته تل زما هارون ناصر ځکه یی په شعر کې د غزل لمنه ونیوه

جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو هلمند


لاړشه دجـــانان غرور ته ووایه
زه هم پښتنه یم خوله به در نکړم
ته چې په وعده خپــله وفا نکړی
زه به په خبرو ستــــــا باورنکړم
ته که په شــملې خپلی نازیږی ډیر
زه به یــــــې د پړونی برابر نکړم
کښینی تر بیـګا مې که دکور تر شا
زه به در ته بــیرته دزړه ور نکړم
اوس دې چې زما لمـــــــنه پرېښوده
زه به ستــا په لوری هیڅ ګذر نکړم
نور به د هـــــــــــارون خبره ومنم
بیا به بی وفا ته زړګی ور نـــــکړم
جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو


خوند کوی مینه کی اوږدۍ خبری
پستې پستې نرمی خوږۍ خبر ی
دا خپله مینه یې راته کړه څرګنده
نه مې هیریږی آ دشپۍ خبری
ورځمه زه دخپل اشنا دیدن ته
ډیری یادیږی می پستۍ خبری
داپتنګان ځکه سوځیږی ورته
په وفا کړی ورته ډیوۍ خبری
بی اجازی مې خوله تری واخستله
راته کوی ځکه سپیرۍ خبری
مینه او ښکلاسره وفا مزه کړی
په ټول ژوندون کی دی دادرۍ خبری
دښکلومدحه کو هارونه مدام
اوس درته پاتې دی دخولۍ خبری

جګړن محمد هارون ناصری

215 میوند قول اردو هلمند


زه به خدمتګار دهر افغان شمه
کله چې زه لوی شمه او ځوان شمه
ختمی به تیاری دجهالت کړمه
زه به یو سالار دخپل دوران شمه
بله به دعلم دا ډیوه ساتم
زه به لکه لمر داسی روښان شمه
مینه به دهر یو زړ ه کې ځای کړمه
کله چې په خپلو پښو روان شمه
نه به بیا دجنګ کوی خبری څوک
نه به زه دجنګ په لور روان شمه
ټول هیواد کې کرمه ګلونه زه
زه به دی ویجاړ بڼ کی باغوان شمه
ګوری به په ځیر ځیر راته نجونی بیا
ګل به داوربل دخپل جانان شمه
ستا هارون ناصره خپله خوښه ده
زه به دهیواد په نوم قربان شمه


جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو


چې نظر مې په چشمانو ددلبر شی
له خوښۍ نه مې زړګی اوتر اوتر شی
چی په ناز کتل کوی زما په لور ی
رانه تاو داسرې څپی دسمندر شی
که د شونډو سرسایه یی ماته راکړه
دغه ژوند به ټول په ما اختر اختر شی
ده وعده یی چې سبا به خولکۍ در کړم
ای الله چی دا به بیا کله سحر شی
بیابه هیڅوک دخپل یار مدحه ونکا
که زما دجانان حسن نه خبر شی
ای هارونه دومره ولی نه پوهیږی
دا دښکلو په وعده کله باور شی
جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو هلمند


کاشکی چې له کوره مسافر نه وی
یار نه مې راغلی داسې زر نه وی
تل مې چې کتلی دجانان مخ ته
لری یی زه هیڅ وخت له نظر نه وی
دا چې مې خوبونو ته هم نه پریږ دی
دغه ستا یادونه جادوګر نه وی
کړې به ګیله ماله نصیبه وه
دا ظالم که مانه مرور نه وی
خوند به مې اخستی له ځوانی نه وه
عمر مې که تیر ټول په سفر نه وی
ما به ستا په شونډ و مزی کړې وی
ښکلی که دې لوړ دغه ولور نه وی
ژوند به یی له تا سره تیر کړی وه
یاردې که سر کار سره نوکر نه وی

جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردوهلمند


کاشکی چې له کوره مسافر نه وی
یار نه مې راغلی داسې زر نه وی
تل مې چې کتلی دجانان مخ ته
لری یی زه هیڅ وخت له نظر نه وی
دا چې مې خوبونو ته هم نه پریږ دی
دغه ستا یادونه جادوګر نه وی
کړې به ګیله ماله نصیبه وه
دا ظالم که مانه مرور نه وی
خوند به مې اخستی له ځوانی نه وه
عمر مې که تیر ټول په سفر نه وی
ما به ستا په شونډ و مزی کړې وی
ښکلی که دې لوړ دغه ولور نه وی
ژوند به یی له تا سره تیر کړی وه
یاردې که سر کار سره نوکر نه وی

جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردوهلمند


خاطره : دا یو ازاد شعرده چې ده زړه له درده مې ویل ده کله چې پردیو طیارو زمونږ د هیواد کلې بمبارکړل دا شعر می ذهن ته راغی او ومی لیکه

انجلۍ ومه ماشومه
ددانیا له غمو لری
ګرځیدمه په کوڅو کی
له سحره ترماښامه
کله لوبی مو کولي
یا د سترکو پټپټوني
یا کوډۍ می کینولي
یا خوړل به مو ټالونه
بیابه څوک په کوڅه راغی
کړه مستې به ېی را خرابه
بیا به ما سره همزولو
دکوڅې په کوز یا برکی
تمبلونه ډبولو
بی پروا وه له دنیا نه
شپی دارنګ سبا کیدلی
خو یو ماښام هم داسی راغی
ناخبره یو ماتم شو
هر خوا ته شوه کردونه
زوړ او وړ منډې وهلي
لوپټي له ښځو پاتی
دوی سرتوره حغلیدلی
زه هم نورو سره یو ځای
شومه ورکه په ګردو کی
هر چا خپل کورته کړه منډه
زه هم خپل کورته راهی شوم
مګر نه می وه جنګړه
نه په ونو کی ټالونه
نه کوډی نه نه تمبلونه
دې وحشی او ځناورو
په کمان دترهګرو
په بمونو لولپه کړه
نه مې مور وه
نه می خور وه
نه می پلاروه
نه ورورکی
نه دکور وه کومه نښه
زه د شنه اسمان دې لاندی
په سلګو سلګو یواځی
بی اسری اوبی جونګړی
بس لوی څښتن په هیله
وم ولاړه هدیره کی


جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو هلمند


تورو تیارو نه مې شی کرکه مدام
زه په وطن رڼا رڼا خوښوم
سترګې رنځوری په ژړا شوی زما
ځکه زه هر رنګه خندا خوښوم
دتورو شپو ترګمې ما لیدلی
اوس به دا ښکلی سپین سبا خوښوم
زه دوطن دتورو غرو شاعر یم
ښکلی وطن ښکلاښکلا خوښوم
ستا دجفا سره مې جوړه نده
جانانه زه به ستا وفا خوښوم
زه د پردیس ګرمیو ګړم بې تابه
هیواده ستا یخه هوا خوښوم
هارون ناصر د خپل وطن مجنون ده
دا سر بایللل پکې رښتیا خو ښوم

جګړن محمد هارون ناصری
215 میوند قول اردو هلمند

لوستل شوی 2184 ځله Last modified on پنجشنبه, 18 عقرب 1391 11:16

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي