سهراب سهار

 


لــــــــــــــــــــــــږه وخانده مسکۍ شه را ترغاړ ې
بلــــــــــــــــه راکړه يو خولګۍ ،  شه راتر غاړې
ښاماري زلــــــــفو کې بند په بند می ګير کړې
بيا دی واړوه کمڅۍ شه راترغــــــــــــــــاړې
خزان تېر شو دسپرلي په مــــــــوسم راغلې
نورې وسپړه   غـــــــــــــــوټۍ شه را ترغاړې
دحالاتو فاصلـــــــــــــــــــې که موترمنځ دي
مونږ به يوځای کړو کېږدۍ  شه را تراغړې
زه سهـــــــــــــــــار خولاپه مينه نه پوهېږم
ته دی لـــــــرې کړه نتکۍ شه راترغاړې
سهراب سهار


تخيېل کې مې هروختې جــــــــــــــــــــــــانان ګورم
ورځ خو تېره شي بيا شپه کې ارمــــــــــــان ګورم
غــــــــــمه نور څوک شته که يو زه دې کوربه يم؟
هـــــــــــــــر ې لورې ته چې  درد او خفګان ګورم
آه!  د سترګـــــــــــــــــــــو له کاسومې لارې وکړي
اوښکې څاڅې په ژړا کې امــــــــــــــــــــان ګورم
دا به زيری د پير ۍ وی نه پوهــــــــــــــــــــــيږم
چې دسر ويښته مې سپين شو عـــــيان ګورم
هسی نه  په دی ځــــــــــــــوانۍ ددنیا ولاړ شم
هـــــــــــــــــــــــرقدم چې مې بې واکه لړزان ګورم
نوره تمـــــــــــــــــــــــــــــه به دمينې په ژوند نکړم
هـــــــــــــــــــــره خوا چې ناهيلې می دځان ګورم
سهار لـــــــــــــــوى شو تنهايۍ کې تنها مري به
څنګ کې  نشته اوس په خيال کې جانان ګورم
سهراب سهار


ته خـوشاله زه خفه شومه له تانه
ســتا بدرنګې مينې کړمه پرېشانه
دمـودو،مودو چې زه په انتظار وم
تاپرژوند کړمه له ژونده پښېمانه
نه ميئن وم، نه دمينې په چل پوه زه
شوم دوکه دې په ادا باندې جانانه
ستادژوندخوشحالي بيادبل په څنګ ده
زه اوس سوځم لکه شمعه له خپل ځانه
نور سهـار دخپله سيوري امان غواړي
چې دوکه شو څو،څو ځل دخپل اشنا نه
سهراب سهار


چې په ژوندکې دې خپل نکړم مسافر شوم
د مــــودو، مودو بهر شوم مسافر شوم
په ګيلو به دې له ژونده پښېمـان کړم
بس له کلي چې بهر شوم مسافــــر شوم
دنازونوکرشمــودې په ارمــــــان يم
زه زخمي په خپل ځيــګرشوم مسافرشوم
چې د مور دغېږ نه لرې شوم ارمان کړم
دغريب په کور اختر شوم مسافــر شوم
چې خندا مـې سم په شونډو راخوره شي
په ژړاشمــــه اوترشوم مســـافرشوم
نو به ولی خپل ژوندون په ځان حساب کړم
نه سهار نه ماذيګر شوم مسافــــرشوم
سهراب سهار


شېبې مې د ژوند تېرې شوې بې ياره بې ديار
چې کله پر ځان پوى شومه په لاس وم د اغيار
له نن  څخه پرون ښه و هغه نه  لا کال مخکې
پر ژوند کې نور څه نشته بس سودا ده په بازار
نه ناز، نه کرشمه شته او نه مينه په محبوب کې
له  ډېرو سره  مل دى سود ترې اخلي خريدار
په هېچا باور نشته دى زړګى دې ترېنه ساته
چې ياردســلو يارشو هسې مــه کــــــــوه ازار
سهاره! يو ځان ښه يې ټول غمونه په زړه ساته
ستا مينه  ليونۍ  ده  باور  نشته  په راز  دار
سهراب سهار

لوستل شوی 1990 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 21:44

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي