Print this page

روښان قريشی

څنګه يې هېرکړمه


څوک موجــــــومات څـــــــوک موقـــــــــــــران سېزي
مسلم پاڅېږي په سجده کې مسلمـــــــــانان سېزي
زان پورې وتړي بمــــــــــــونه دجنــــــــــت په تمــــــــــه
ځان ته امت دمحمد وايي ايمــــــــــــــــــــــــان سېزي
څنګه يې هېرکړمه اوڅنګه پرې کړم ســـترګې پټې
چې په زانګوکې دماشوم بچــــي ارمان سېــــــــږي
اسمان نه لرې يو په ځـــمکه موهم نه پرېږدي څوک
دالوتکو په بمونو مو مــــــــــــــــــــــــــــــــــکان سېزي
ربه له تانه فرعـــــوني لښکرې غرقـــــــــــــــې غواړو
دغيراغيارو په لمسون افغـــــــــانستــــــــان سېزي

روښان قريشی

لوستل شوی 1628 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 21:44