عبدالقهارخاوې

 


ګلاب ګلاب وږمی دی دم په دم راباندی لګي

وړې،وړې خبرې دې ملهم را با ند ې لګي

عجه موسیقي او هنر وي پکې نغښتی

مسکا ، خندا دې دواړه زیرو بم راباندې لګي

هرځای راپسې کړې وي یوځای يې پېرزونه یو

سپېرې غمازې سترګې دټول چم راباندې لګي

بې حده زیات خفه شمه چې کله یې زه واورم

خبر دبېلتانه دې لکه غم راباندې لګي

پخه ژمنه شوه خاورې دیوبل نه به وانه وړو

که هرڅومره ټاپې رکم رکم راباندې لګي
عبدالقهارخاوې

لوستل شوی 1742 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 21:55

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي