لمر پرهیز

لمر پرهیز


ولی دې اشنا سترګی پردۍ شولې
ماته دې کړه شا بل ته مسکې شولې
څه شوه هغه مینه چه زه ستا ومه
ستا د ژوندانه ټوله معنی ومه
سترګو نه می ورکه ښاپیرۍ شولی
ولی دی اشنا سترګی پردۍ شولی
سترګی دی هغه نظر پردی ښګاری
ماته چه ګلاب تاته اغزی ښکاری
زه شوم نننی ته پخوانۍ شولی
ولی دی اشنا سترګی پردۍ شولی
ما دستا په سترګو کی خپل ځان کاته
ستا جهان کی ما ځان ته جهان کاته
زما د خیال د نیا ته بهرنۍ شولی
ولی دی اشنا سترګی پردۍ شولی
زه ښکاری دمینی په ښکار ووتم
مات او ګوډ بیخوده بیمار ووتم
ته هوسۍ دمینی صحرانۍ شولی
ولی دی اشنا سترګی پردۍ شولی
ته په رڼا ورځ کی راښکاره شولی
یو رپ کی پناه ژر کناره شولی
لمر نه شولی پټه ته سپوږمۍ شولی
ولی دی اشنا سترګی پردۍ شولی
۱۵/۲/۲۰۰۶
مونشن


دغه تڼاکې د لاسو دې ښکلېدو ته پرېږده
بس دی زړګيه دواړه سترګې ژړيدو ته پرېږده
چې ستا په مينه کې قاتل شوم په ګناه اقرار کړم
بيا مې لاسونه دې ولچکو زولنو ته پرېږده
چې دې په لوی لاس دغه اور ته هم پکی وهلی
پرې چې ايره شم ټول بدن مې سوزيدو ته پرېږده
څوک چې په سر هم تېږه نيسي د غيرت په خاطر
دا لوی ډګر د سرښندنې دې سړو ته پرېږده
دا سیم او زر د دنيا مه راکوه وږی ښه يم
خو وړه ژبه مې اشنا خوږې پښتو ته پرېږده
چې نور داظلم دې په غټو سترګو ونه وينم
ځه لاړ شه لمره دغه ورځ بيا تورو شپو ته پرېږده
۰۸/۰۸/۲۰۱۱
اوګسبورګ


کلتور مو شو بدل اوس د پردو سره سیالي ده
زمونږه بدبختي ده
ودونه مو عصري شول *** دودونه ټول پردي شول
د ښځو کالي څه چې د سړو جامه هندي ده
زمونږه بدبختي ده
تقليد باندې پوهېږو*** تر هر چا مخکې کېږو
بدله مو شه ژبه هم لهجه مو ايراني ده
زمونږه بدبختي ده
را لوی شول يخنونه ***رواج شول لوڅ سرونه
لمنې شوې رالنډې هره ښځه بې ټيکري ده
زمونږه بدبختي ده
خپل دين رانه هېر شوی *** اين رانه هېر شوی
هېڅ وېره له خدای نه شته هر خبر مو لباسي ده
زمونږه بدبختي ده
خبرې مو کږې دي*** په یو بل مسخرې دي
واده په ژبه نه شته هر خبره سرسري ده
زمونږه بدبختي ده
دوستي مو په پیسو ده *** د زړه مينه په تلو ده
دا څنګه زمانه شوه چې رواج دلته ټګي ده
زمونږه بدبختي ده
زياتره په دولت کې *** اخته دي په رشوت کې
ښکاره به درته وايي پيسې نه شته قيمتي ده
زمونږه بدبختي ده
پخوا به يو دښمن و*** هم جنګ به تن په تن و
اوس وژني دې په پټه دا دوره انتحاري ده
زمونږه بدبختي ده
دلمر اوښکې توېږي*** افغان چې بدنامېږي
رابچ مو له نفاق کړه خدايه تاته مې زاري ده
زمونږه بدبختي ده
۰۷/۱۲/۲۰۱۰
اوګسبورګ


د غم په توره مې ګذار خوړلی
جانانه زړه مې انتظار خوړلی
زړه مې داستا زولۍ کې واچولو
زه څه خبر وم چې ښامار خوړلی
درد مې د زړه راته غږونه کوي
چې يار زما د درد ازار خوړلی
مينې زه داسې لېونی کړمه چې
تل مې په سر باندې سنګسار خوړلی
خيال مې په مينه کې پرواز وکړلو
د زړه ګوربت مې ستا کوهسار خوړلی
خوله مې په مينه کې خوږه هم نه شوه
خلکو په مينه کې بازار خوړلی
لمر هم په مينه کې لمبه شو خلکه
ستورو هم سر په دغه لار خوړلی
۲۶/۱۰/۲۰۱۰
اوګسبورګ


ما ته ټولو ښکلو کې اغلې يې
وايه چې د کوم ځايه راغلې يې
نه هم فرښته او نه پري ښکارې
ته په کوم اسمان کې خدای ساتلې يې
ځمکې سر ته تا ټوله ښکلا ورکړه
دا چې ړندو سترګو هم لېدلې يې
ستا دې خوشبويي طبيعت حیران کړلو
ته ښايسته سپرلو په شانته ښکلې يې
مه ګوره ايينې ته چې شرمېږی بيا
ته يې ملکه د ځان منلې يې
ګل هم د ريحان په غوړيدو شولو
چېرته چې په بڼ کې ګرځېدلې يې
ستورو او سپوږمۍ په مخ پردې راغلې
لوڅ مخ چې په شپه کې راوتلې يې
لمر هم ستا لېدو باندې تک ژيړ شولو
ته چې يې په لاره کې څارلې يې
۱۸/۱۰/۲۰۱۰
اوګسبورګ



لمر پرهیز


دلته زموږ کلی و دلته شور ماشور و
دلته مو کلا وه دلته زموږ کور و
هاخواته چينار و لاندې يې وياله وه
دغلته منا وه دلته مو دېره وه
عطر د سنځلو بيا هرې خواته خور و
دلته مو کلا وه دلته زموږ کور و
دلته په کلا کې ډېر زيات نغري وو
کونج کې يو تنور و خوا کې لرګي وو
باندې به دېګونه وو لاندې به يې اور و
دلته مو کلا وه دلته زموږ کور و
مخامخ کلا ته يو وړه باغچه وه
ونې د مېوې وې هم په کې حجره وه
تل له ميلمنو ډکه جوړ به ټنګ ټکور و
دلته مو کلا وه دلته زموږ کور و
ښي خوا ته لوی باغ ډک و له نارنجو
لعل به وې مالټې په کې خوند و د تورنجو
تک ژېړ يې لوکاټ وو څه د ميوو زور و
دلته مو کلا وه دلته زموږ کور و
دولس سره ورونه وو پاک د ټولو زړونه وو
شين چمن په کور کې هر خواته ګلونه وو
چا لاس کې به بېل و چا لاس کې به لور و
دلته مو کلا وه دلته زموږ کور و
چرګې او چرګان په کې هر خوا فیلمرغان په کې
ډکه ګاوخانه زموږ غوا او لوی غوایان په کې
نه د چا احسان و نه د چا پېغور و
دلته مو کلا وه دلته زموږ کور و
څه ښايسته ژوندون و بل شانته فضا وه
هر چا سره مينه وه سترګو کې حيا وه
لمر و د خوښۍ دلته څه ښکلی انځور و
دلته مو کلا وه دلته زموږ کور و
۰۱/۰۹/۲۰۱۰
اوګسبورګ



لمر پرهیز


خوله کې مې خندا وه په ژړا باندې بدله شوه
ما بلله ټوکه خو رښتيا باندې بدله شوه
مخې ته مې راغله د خندا او د احساس ډکه
ټوله خوشبويي شوه په هوا باندې بدله شوه
راغله د توپان سره په يو پړک یې راوېښ کړمه
پوی نه شوم چې څنګه په برېښنا باندې بدله شوه
ورکه شوه په بڼ کې د کوم ګل په زړه د ننه شوه
چا وې چې لولکه وه بورا باندې بدله شوه
ولې مې په څه او په زړګي کې ورته ځای ورکړ
ټوله مينه لاړه په سزا باندې بدله شوه
لاس کې مې ايينه وه يو څېره مې په کې ولېده
ډېره وه اشنا په نااشنا باندې بدله شوه
يو وړه لمبه وه چې د لمر له زړه جلا شوله
والوته سپوږمۍ شوه په رڼا باندې بدله شوه
۲۳/۰۸/۲۰۱۰
اوګسبورګ


زما ښکلې جانانه ستا ادا سره عادت يم
سلګۍ وهمه هر وخت د ژړا سره عادت يم
ولې په وفا مې د جفا سوغات اخيستی دی
زه هم د يوسف غوندې سزا سره عادت يم
چا زه لېونی په تودو دښتو کې بندي کړمه
پرې مې ږدئ چې ځمه د ليلا سره عادت يم
ما دا ستا ښايست کې د الله نامه راياده کړه
تل د خدای دربار کې ستا دعا سره عادت يم
یاره ستا لپاره لمونځ ټغر مې ډېر مښلی دی
زه لکه زاهد د خدای ثنا سره عادت يم
زه تل ستا مخ د پلوشو په تمه ناست يمه
داسې لکه ستوری لمر رڼا سره عادت يم
تورې زلفې پرانيزه خپل لمر مخ رابرسېره کړه
تکه توره شپه د روڼ سبا سره عادت يم
۲۰/۰۸/۲۰۱۰
اوګسبورګ



لمر پرهیز


زه ومه جانان و يو رنګين شانتې مهال و
بس يوازې خيال و
ستورو کې مو کور و نه د خلکو شور و
نه چېرته جنګونه وو نه چېرته جنجال و
بس یوازې خيال و
سپين کورو د مرمرو و هر لاستی د زرو و
داسې چې فکرونو کې يې نه چېرته مثال و
بس یوازې خيال و
شنه هر خواته غرونه وو هر ځای کې ګلونه وو
بلې وې ډېوې د هر يو غر په سر مشال و
بس یوازې خيال و
حورې او پريان په کې يو زما جانان په کې
هرې خوا خندا وه هر ژوندی دلته خوشال و
بس یوازې خيال و
لمر به تل رڼا کړله ستورو به خندا کړله
نور و هرې خواته په هر شي کې ډېر جمال و
بس یوازې خيال و
۱۸/۰۸/۲۰۱۰
اوګسبورګ


تېری مه کړه په ما چې له خپل خياله اوړم
کنه خو زه هم د لعلونو له جماله اوړم
خپلې نغمې دې په ما مه غږو خپل ساز لرمه
لکه رباب به ستا د ګوتو تر هر تاله اوړم
دا ستا د مخ په تله ما کله تللي وو څوک
اوس خو ښايست کې د پريانو تر مثاله اوړم
په سمندر د مينې ګډ شوم توپاني شوه کشتۍ
د صداقت باد بان په زور به له زواله اوړم
د مينې زوره باندې مه ازمايه کلک يمه ډېر
زه تل د مينې په ډګر تر هر يو سياله اوړم
ما په ټټر باندې د مينې ستوري تل کرلي
مخ دې سپوږمۍ کړه کنه زه هم د مشاله اوړم
که نه خپل مخ به درته هېڅکله ښکاره هم نه کړم
بيا به زه لمر د لوړو غرونو له دېواله اوړم
۱۵/۰۷/۲۰۱۰
اوګسبورګ


لمر پرهیز


دا ستا په سترګو کې د ګل نښې دي
په سرکو شونډو د سنبل نښې دي
چې په کټ کټ خندا له ځانه ورک شې
دا خو اشنا د تغافل نښې دي
لوی سمندر د زړه دې پرانيستلو
هره څپه کې د ساحل نښې دي
دا چې زما يې زما نه يې اشنا
زموږ نصیب کې د ازل نښې دي
لکه ويده ماشوم په خوب کې ژاړې
ښکاري چې دې کې هم د چل نښې دي
ولې یو ځلې داسې غلې شولې
زړه کې دې تګ ته د تکل نښې دي
تا چې سپوږمۍ غوندې سينګار کړلو ځان
دا لمر پرهېز ته د اجل نښې دي
۲۹/۰۶/۲۰۱۰
اوګسبورګ


خندا لږه په خوله ده نور ژړا مه راکوه
ژوندون ډېر زورولی يم سزا مه راکوه
ټوکر ټوکر بدن مې دی جوړ شوی نفس اخلم
سوکان راته په پټه نور په شا مه راکوه
ما ستا لاسونه ښکل ډېر په ناز په نرمو شونډو
بيا بيا راته څپېړې د جفا مه راکوه
جانان کراره پرېږده چې زما د سترګو تور دی
پېغور راته په غوږ کې د هېچا مه راکوه
د مينې د خوږو خوږو خبرو زه رغېږم
ګولۍ مرهم دې خوشي دي دوا مه راکوه
که څه راته راکی يو پوزکی او جانان راکه
دولت دې وي دا ستا ټوله دنيا مه راکوه
سپرلی مې په بڼ راغی ګل غوټۍ په غوړېدو ده
خبر ای اسرافيله د عقبا مه راکوه
د لمر ياري مې بس دی توره شپه يې په ما ورځ کړه
سپوږمۍ ته هم ويده شه نور رڼا مه راکوه
۲۷/۰۶/۲۰۱۰
اوګسبورګ


کله شم هنداره د بصر په لور خوځېږمه
کله شمه کاڼی د کوم سر په لور خوځېږمه
کله هم د ځانه شم پردی د لېونو په څېر
ووځم له کوره د سپين غر په لور خوځېږمه
کله هم په ورځ کې شم تياره هېچا ته نه ښکارم
کله نيمه شپه شم د سحر په لور خوځېږمه
کله په خندا هم د خوښۍ نه راټولېږم نه
کله لکه اوښکه د ټټر په لور خوځېږمه
کله لکه خاورې خړې دوړې په چا پرېوځم
کله شمه ستوری د محور په لور خوځېږم
کله چانه پاتې چانه ورکه چانه هېره شم
کله شم پښتو د لروبر په لور خوځېږمه
کله لکه پرخه په کوم ګل باندې راپرېوځم
کله هم زره شمه د لمر په لور خوځېږمه
۲۸/۰۵/۲۰۱۰
اوګسبورګ


ما نه رنګونه د دنيا تللي نور رنګ مه راوړه
سترګې مې نه شته د جانان تصوير تر څنګ مه راوړه
ما په يو کونج کې پرې چې ساه مې د بدن جلا شي
په دې خبرو دې جانانه ماته ننګ مه راوړه
په دغه شمع باندې زه د سوزيدلو یم وړ
بس دې چې زه سوزم زما خواته پتنګ مه راوړه
زه له کاروانه ځنې پاتې په سرو دښتو کې ورک
جرس خو لاړو د کاروان سره بل زنګ مه راوړه
ما نه يې هر څه دي اخيستي خوند او رنګ د ژوندون
نور مې په کلي کې څه نه شته دلته جنګ مه راوړه
دغه رضا د خدای رضا ده په رضا يې خوښ يم
په غوږ کوڼ يم ما ته نور د بنګړو شرنګ مه راوړه
که يې راوړې زما جانان د خوشبويي نه ډک دی
لمر ته ای باده يو ټوکرۍ لاچي لونګ مه راوړه
۲۰/۰۵/۲۰۱۰
اوګسبورګ



لمر پرهیز


زه لکه څاڅکی د باران يم سمندر کې ورک شوم
پاس په اسمان د بوډۍ ټال يم د غره سر کې ورک شوم
زه لکه عکس د اوبو مخ باندې ښکاره شوم چاته
په يو پوکي باندې شوم وران په تصور کې ورک شوم
هم په ورېځه چا کې زما د مخ تصوير راکښلی
په نري باد ټوټه شوم يو نظر کې ورک شوم
په اور کې سول ماته عادي ده دغه ژوند دی زما
زه سمندر خطر کې لوی شوم په خطر کې ورک شوم
ځوانه پښتو شولم پيدا ډېره جذبو نه ډکه
شوم د شمشاد د څوکې کښته په خيبر کې ورک شوم
لکه زره د لمر په وړانګو کې راپورته شولم
د ځمکې پورته شولم پاس په ژيړي لمر کې ورک شوم
۱۷/۰۵/۲۰۱۰
اوګسبورګ


بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
زما د ژوند تورو تيارو د غم داستان ته ګوره
زما شلېدلو جامو تالره پيغام راوړی
دا چا په پټه په پګړۍ کې تاته دام راوړی
ماشومان مه يتيمانو دې پاک قرا ن ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
ماته په سترګو تازه لا هماغه انځور دی
د پلار کميس مې لا تراوسه هم په وينو سور دی
لږ وچو شونډو لمدو سترګو مخ پرېشان ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
لږ مې لا ساه کې څه خيالونه د سکون پاتې دي
هم مې په سر کې ډېر فکرونه د ژوندون پاتي دي
زما د خوبونو تعبيرونو لوی جهان ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
نس مې په ژوند وچې ډوډۍ باندې موړ شوی نه دی
په مزدورۍ کې مې زړه غټ دی لا ووړ شوی نه دی
مانه په کور کې ډوډۍ غواړي زما ارمان ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
ای زما وروره ماشومتوب مې په کارو کې تېر شو
نور لوبېدل خو زما وخت په سرو غرمو کې تېر شو
لږ څه سر کښته په ګريوان کړه خپل وجدان ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
کله به وږی کله تږی په کوڅو کې ورک وم
کله به ستا د ښار په ورانو کنډوالو کې ورک وم
پرې چې رڼا شي دغه ورځ په ما اسمان ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
نه د مکتب شوم نه په ژوند مې ښې جامې کړي دي
نه مې تقدير نه هم د خدايه څه ګېلې کړي دي
پرې چې لږ وخاندم زما روح او روان ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
بس ای وروره په چمن کې سره ګلان مه وژنه
نور ماشومان مه وژنه ښايسته ځوانان مه وژنه
زه هم داستا غوندې انسان يمه خپل ځان ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
ای وروره ګوره چې د لمر د زړه لمبې خېژي
ځکه په شپه کې هم د ستورو نه سلګۍ خېژي
که باور نه کړې نو سر پورته کهکشان ته ګوره
بس دی نور بس دی وروره زما څېرې ګرېوان ته ګوره
۲۳/۰۳/۲۰۱۰
اوګسبورګ



لمر پرهیز


يوه څېره ده څه ويل غواړي
د خپل زخمي زړګي سپړل غواړي
په سپينه ږيره سپين وېښتانو باندې
دا پرتې اوښکې وچول غواړي
دې رڼو اوښکو کې يو راز پروت دی
دې پټه خوله کې يو اواز پروت دی
د زړه په رګ رګ کې غمونه پراته
د غم رباب پروت دی او ساز پروت دی
د هدېرې دی راغلی پلار دی
غمونو ډېر په زړه داغلی پلار دی
د خپل ځوانمرګه زوی په غم کې ناست
هر څه په ځان تېروي غلی پلار دی
ورته واړه واړه لمسيان پاتې دي
ډېر وږي تږي ماشومان پاتې دي
ځوانه اينګور يې تور ټيکري کې ناسته
ډېرې پوښتنې يې په زبان پاتې دي
بچيان يې وره کې انتظار کې ولاړ
د پلار په تمه لوی لار کې ولاړ
چې پلار به يې بيا په دغه لاره راځي
لوی او واړه هر يو په څار کې ولاړ
د نيا زړګی يې سوری سوری ښکاري
په اوښکو لوند يې لوی ټيکری ښکاري
وايي لمسي ادې ډوډۍ راکړه
دېګ يې خالي سوړ نغری ښکاري
اينګور يې زړه پورې قران نېولی
چې خوار او زار يې هر بچی ښکاري
په دغه کور کې ډېوه نه بلېږي
تپه تياره يې ماښامی ښکاري
خزان شپېلۍ ده غږولې دلته
د دوی نه لرې پسرلی ښکاري
غم دلته تر تله کور کړی دی
د خوشالۍ کاروان پردی ښکاري
لمر دا حالت په سترګو نه شي لېدی
سترګې يې سرې زړه يې نری ښکاري
۲۳/۰۳/۲۰۱۰
اوګسبورګ

 خدای وکړي ګلې ته بيا بېرته وړه شې
ته به مې غزله شې ته به ترانه شې

لوبې ماشومتوب به وي
خيال د لېونتوب به وي
زه به دې په عذابه کړم ته به بيا خپه شې
ته به مې غزله شې ته به ترانه شې

لوبې به د کاڼو وي
شمېرې به د زاڼو وي
ته به د ستړتيا څخه زما غېږ کې ويده شې
ته به مې غزله شې ته به ترانه شې

سترګو کو کې کتل به وي
ځان سره خندل به وي
بيا به چرت کې لاړه شې لږه به خوله شې
ته به مې غزله شې ته به ترانه شې

باغ کې پټ پټونی وي
لوبوکې جنګونه وي
زه به دې بيا وسکونډم ته به تکه سره شې
ته به مې غزله شې ته به ترانه شې
ونه زموږ ښاد به وي
ښکلی جلال اباد به وي
ګل به نرګس شې ته بڼ کې به مڼه شې
ته به مې غزله شې ته به ترانه شې

ژېړ مازيګری به وي
ښکلی پسرلی به وي
زما لېدو لپاره به د بامه راښکاره شې
ته به مې غزله شې ته به ترانه شې

لمر به سترګکونه کړي
تاته به غږونه کړي
ته به ماشومتوب شې بيا ته به مې کېسه شې
ته به مې غزله شې ته به ترانه شې

۲۴/۰۲/۲۰۱۰
اوګسبورګ

لوستل شوی 2476 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 22:06
دې ته ورته نورې ليکنې « ګلمانشاه ودير طاير ځلاند »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي