احمد نواز بنګش


خدایه ولی می هر وخت زړه پریشان دی
مدام په سترګو کی می اوښکو باران دی

مزل می اوږد او زه یم ستړی، تلې نشم
منزل می نشته رانه ورک کاروان دی

ستا د مینی لیونتوب داسی انتها ده
خپل ځانه بی خبر،څیری می ګریوان دی

تا په یاد کی می ډیری کړی تویی اوښکی
یو خدایی می حاله خبر او بل ځان دی

وختونو په چپو کی داسی تیر شو وخت
شاته کندی مخ ته می بیابان دی

غمونو شپی دی چی راځی یو په بله پسی
هره ورځ وحشت هره شپه هجران دی

احمده دی نیمګړی او غمځپلی ژوند کی
مرګی ستا غیږ کی راشی دا می ارمان دی
شاعر احمد نواز بنګش


بس ده نور د غمونو حوصله نشته
د هجر تور ماښامونو حوصله نشته

ستا جفا د لاسه ټول زخمی زخمی یم
مینه کی نور د زخمونو حوصله نشته

سترګی می هم جوابی شوی په ژړا ژړا
اوښکو تویولو او ویرونو حوصله نشته

زړه می ټوټی ټوټی پکی ساه نشته
نور کتل د ماتو زړونو حوصله نشته

للمی پټی لکه می زړه ویجاړ دی
داسی ریژل د سرو ګلونو حوصله نشته

خدایه ستړی شوم په ژړا او فریاد
د زړه سوی ماتمونو حوصله نشته

سمه لاره د مینی راته کږه کړه خلکو
میراتی دی دنیا رسمونو حوصله نشته

سور انګار کی سوځم ستا د مینی په اور
زړه می پوخ شوو نور اورونو حوصله نشته

ستا په مینه کی د لاسه می هر څه ورکړل
احمده چپ شا نور فریادونو حوصله نشته

احمد نواز بنګش


غم د پاسه په غمونو کی راګیر یم
سوړ اسویلو او دردونو کی راګیر یم

ستا یادونه می هیڅ له یاده نه اووځی
که ډیر هم د دنیا ښکلی مخونو کی راګیر یم

خدایی خبر څنګه به وی خوشالی او خنده
زه خو فقط خپلو فکرونو کی راګیر یم

زما مینی ته ځنډونه دنیا جوړ کړو
بی ترسه د دنیا په رسمونو کی راګیر یم

زړه می ټوټی او څیری ګریوان ګرځم
د تړمو اوښکو سیلابونو کی راګیر یم

خدایه ولی دی زه په ژړا خوښ یم
چې هر وخت ازمایشونو کی راګیر یم

ستا د وصال په طمع ژوند تیریږی
حضرت آیوب غوندی صبرونو کی راګیر یم

خلک خاندی خوشالی او میلی کړی
زه احمده هر وخت چرتونو کی راګیر یم

شاعر احمد نواز بنګښ


دومره غم په ما انبار شو چی یی وړلی نشم
دردونه دومره زیات شوو چی یی زغملی نشم

سترګی می د اوښګو نه مړیږی هر وخت ډکی دی
د غمه تکی سری دی او غړولی نشم

د اوښکو یو تالاب دی چی اوچیږی نه
خپل زړه پکی لامبوم خو زه لامبلی نشم

دا نیمګړی ژوند او غم ژپلی ژوند
بی له تا حداد بابا اوس تیرولی نشم

هغه سپیځلی خلک هغه وتلی خلک
پکی حداد صیب غوندی نور موندلی نشم

په ژړا دی هر کس چي کوم خوا ګورم
دومره زړونه پری دی چی یی ګنډلی نشم

که د دنیا واړه شی پښتانه راجمعه
بی له تا سترګی په چا خوږولی نشم

خړ ویجاړ پټی می د زړه پاتی شو
پکی خوشالی او خنده تخم کرلی نشم

په چیغو چیغو می زړه ژړه غواړی
خو پښتون یمه زه ډیر ژړلی نشم

احمده اول هم غمونه کم نه وو
مګر دا غم خو وله هیڅ هیرولی نشم

احمد نواز بنګش


یو درون پښتون او وو سوچه پښتون
په ظاهر او په باطن کی سوترا پښتون

ماتم دی په هر کور کی او خپګان دی
په ویر دی او په ژړا پښتون

تل یی کړی وو جنګ د پښتنو لپاره
درویش وو، ملنګ وو او ساده پښتون

شوو لر او برټول پښتانه یتیمان
د زړه آواز وو هر چا او بابا پښتون

ناموس وو، غیرت، ننګ او شان وو
پت وو، وقار او وو صفا پښتون

هره خبره یی د ګل هر بیان یی ګلچین
او به نه مومی پښتانه اوس داسی تکړه پښتون

نه یی قدرت درلود او نه یی واک وو په لاس
مګر همه واړه ته وو قدرت الله پښتون

د ستا خدایی هم په لړزید و شوه خدایه
کله چی درتلو زمونږه دا ښایسته پښتون

دا دنیا راته احمد ه اوس خړه سپوره ښکاری
نه پکی پښتو پاتی شوه او نه رښتیا پښتون

لوستل شوی 2514 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 22:11

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي