امان الله نصرت

 


په تورو تورو شپو کې لکه لمر وځليدم
د ژوند اوراورکى يم په خيبر وځليدم

روان يمه د وړانګو قافلو سره مۍ يون دى
پيزوان غوندې د سرو شونډو پر سر وځليدم

د ګل پر پستو شونډو د وږمو په غيږ کې پروت يم
شبنم يم لکه ستورى په سحر وځليدم

ديدن ته مې را درومي بيا د پيغلو کتارونه
د وخت شهيد منګى يم په ګودر وځليدم

غليم که مې هر څو په سر د غشو باران جوړ کړ
د للمې تږى ګل يم پر کمر وځليدم

رڼا د ازادۍ به رسوم ښکيل ولسو ته
زه څرک د سباوون يم په سپين غر و ځليدم

بيا ناوې د وطن غواړي تندي ته سره خالونه
توده غيرتي وينه په خنجر وځليد م

ګټلى په تاريخ کې ما د روس د ماتې وياړ دى
نړۍ کې لکه ستورى د ظفر وځليدم

پرنګ اوس هم بچو ته وايي چوپ شۍ فغان راغى
تاريخ کې زه د فتحې په فتر وځليدم

د وخت هر يو غاصب ته مې ښودلى د مټ زور دى
د وخت هر يو ګرګين ته په سنګر وځليدم

د حق په پاکه مينه که شوه تويه زما وينه
پروا نشته په زړه پرهر پرهر وځليد م

افغان يم سرلوي ده له ازل نه رب راکړې
د حق بيرغ په لاس زخمي ټټر وځليدم

ورکړي مې ډالۍ کې د شهيدو وينو سره دي
په ښکلو اننګو چې ددلبر وځليدم

زخمي زخمي احساس وم او سلګۍ سلګۍ غزل
ستا شعر کې نصرته په هنر وځليدم


رقيب زمونږ د ګلالو نجونو بنګړي ماتوي
ګودر ته ځي په ښکلو پيغلو مو منګي ماتوي

لار ورته نېسم ترې بدل د خپلو وېنو اخلم
چې بې ګناه زما په خوار ولس تندي ماتوي

خورمه سوګند چې زلزلې به دې په کور راولم
زما د قام بچي غلېمه تل پردي ماتوي

ځوانان خو څه د وطن پېغلې مې سرونه شېندي
لکه ملاله چې لښکر د پېرنګي ماتوي

څوک چې زما خاورې ته بد ګوري نو سر به وخوري
زما ولس خو تاړاکونه خونړي ماتوي

دا د ننګونو غيرتونو عظمتونو کور دى
په هر دښمن باندې غاښونه ېې زلمي ماتوي

نصرته تل د خپل وطن له قافلو سره ځه
څوک چې پردېو پسې ځي خود به ېې سپي ماتوي

 

لوستل شوی 2615 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 22:12

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي