عبدالباری ؛عارض

 


پروت يم د اور په غيږ كي
خوځنده ئ لمبي دي
ا وړم پري اوړم
تن او ځان پري سوه ځوم
سري سكروټي ئ ښكله وم
د روان مي پورته غلبلي دي
زړګي مي په لړزا دي
كبابه مي سينه ده
پتنګ غوندي ځان پري كړوم
سري سكروټي ئ ښكله وم
سوه ځيدنه زما هستي ده
دي هستي كي زما مستي ده
ځكه پري تپيږم،كه سوه ځيږم
په جام كي دسكروټو
يوغوړپ ئ د لمبو
د ميني نذرانه ده
د ميني نذرانه ده

عبدالهادي عارض


د داخلی جنګ دوران او د برهان الدین ربانی حکومت

په دی ښار کی د خوبانو اثر نسته
په مردانو کی هم حس د احسان نسته
زنانه خو وای کمبود دتوان ګــالی
په مردانو کی هم ډار د سبحان نسته
څوک د بل ومال ته غل وی طمع کاندی
چا د بل مځکه غصب کړی حساب نسته
دلته حق دی د یتیم چی خوړل کیږی
هلته بډی رشوتونه،مستنده قضا نسته
یو دروغ وایی چلونه فریبکاری کړی
بل وعظونه کوی ډیر، رفتار یی نسته
کله ښځی دی تیری ورباندی کیږی
کله ښار ټوله تالا سی پرسا ن نسته
ښار ته ګوره ګویا کیږی دی پخپله
هیڅ حاجت هم د شاهد او ګواه نسته
چا کورونه تعمیرونه دی ړنګ کړی
چا نلونه اره کړی خوف د الله نسته
چا د برق ستنی چپه او ټول تالا کړی
بل پلونه کړه ویران ځای دجزا نسته
یوه هم ونی د ټول ښار اره اره کړی
بل راکټ را توغوی پروا یی نسته
خو دا ټولو هم داسلام دعوی کولی
عارض ګوری رسوا سوی بیان نسته


عشق دیار می اتشین دی سوځل کیږم
زړه لمبه سوعقل دود اوزه پخیږم

ساقی راوړه پیمانی چی بیخود کیږم
که د نۍ فغان می واورید را خوځیږم

وخرابات ته د رندانو حا ضریږم
پیمانی چی ویشل کیږی نه او بیږم

ځنی مست ځنی مدهوش زه لمبه کیږم
زړه می خوږ دی په اندک څه خفه کیږم

دعشق مست یم لږ او ډیر یی نه پوهیږم
د مقام ویش چی روان وی تری تیریږم

بدمستی او خوف چی راسی نو لمبیږم
خُم خو لږ دی په حوضونو نه صبریږم

خوف ؛ رجا چی ویل کیږی خوشحالیږم
دوه وزره د شهباز سی پروازیږم

زه په لوح او محفوظ دواړو نه مړیږم
غیر له پیره بحر لوی دی عاجزیږم

که یوه شپه دلبر و وینم تکمیلیږم
ګوندی لار می سی کوتا چی ورسیږم

د فراق غشی پر زړه بسمل تپیږم
که سر د مځکی اور سی نه سوځیږم

عارض څومره هڅی وکړی نه پخیږم
صرف د هیلو په کاروان یی هوسیږم


په لیدلو دخپل یار غنچه غنچه سوم
سلام او په کلام خوله خوله سوم
همیشه چی می دفراق اوښکی تویولی
اوس چی وقت دی د وصال لمبه لمبه سوم
ډیر وختونه انتظار په شپه او ورځ وم
خو چی راغی زړه لوګی ایره ایره سوم
زړه می پاک د اب په شان سمندری سوم
په بحری طوفان زه خوار څپه څپه سوم
کوم بڅرکی چی ته وینی زما دزړه دی
په هوا کی نڅیدم شاوخواپیکه پیکه سوم
چی د خضر پیالی راکړی حیاتی دی
ژوند په نوی شکل پیل اشعه اشعه سوم
حال می تاته ښه معلوم دی حاجت نسته
خُم اود مینا څخه روان قطره قطره سوم
په زړه کی پټ لکه انار خون جګریم
چی کارد راغی پر ګردن دانه دانه سوم
د دوو سترګو په محراب کی یی تاثیر دی
چی نظر کړی زما پر خوا زره زره سوم
د ښکلا تعریف یی نسته یار معلوم دی
چی نظر یی کړ پرما زره زره سوم
چی یی لاس د شفقت را باندی کښیښود
زه د شرمه او حیا اوبه اوبه سوم
یار می سترګی تورول رانجه چپه سول
ځان می تیر کړ تر اونګ رانجه رانجه سوم
عارض نسی هیرولای ستا یا دونه
په هریاد دی زه ناتوان پارچه پارچه سوم


زه دی قـــــربان سمه له تا افغانستان وطــــنه
ای دمیرویس اوغزنوی اواحمدخان وطــــــنه
ستاپه لمن کی روزل سوی شنه زمریان پراته دی
ستاسردرو باندی گزمه کړی شاه بازان وطــــــنه
ســــــــــتا په سینه کی بی کفنه شهیدان پراته دی
تا زیږولی غیـــرتمنــه باتوران وطــــــــــــــنه
دایوب جګه شمله به د انګریز په یاد وی
ای د ملالی او اکبر دزانګو ځای وطنه
ایران که هرڅه کوی زموږ ترمنځ حساب باقی
ای د تیموراو شاه محمود او شازمان وطنه
تاکی خـــــــــــــرقه مطهره دمحـــــــــمد پرته ده
تاکی مرقد دی دسخی شاه مردان وطـــــــنه
بت شکــــــنان دی یو احمـــــد اومحـــــمود ندی
ستا ټول زامن دی فاتحان اواتلان وطنـــــــه
د افغان توره دی پرزړه لکه ســــــورلمرځلیږی
ای دطالب اومجاهد اوهرافغان وطــــــــــــنه
هــــډونه مات دزمانی ســول ستاپرســـــره لمنه
دشریعت چیغه دی لوړه تراسمان وطـــــــنه
ته نازنین یی با تمکین یی په ښایست ترهرچا
ای دلاله او د سنبل ، ریحان اود زعفران وطنه
عارض به څومره ستا صفت کړی دصفت خزانی
ته په خوږمن صورت همت کړی په خنداوطنه

لوستل شوی 2968 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 22:13
دې ته ورته نورې ليکنې « مخمد سرور امان الله نصرت »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي