نجیب الله آرین


لږ ورو راځــــــــــــه اې د تورتم مـــاښامه
مخکي نه جــــــــوړ دی لا ماتم ماښامه

ستا د راتلو لاره هم مـــــــــــــا جوړه کړه
د غرونو شاته پرېوه تم ماښــــــــــــــــامه

ته ابتدا د تورو شپـــــــــــــو یې هر ځای
ځکه علت یې د هر غم مــــــــــــــــــاښامه

بس په دې ښه یې چې دردونه پټ کړې
چې ‌ژړېدم چــــــــــــــــــــا نه لیدم ماښامه

ته هر یو رنګ په خپــل رنګ کړې بدل
ډېر زورور يې دا منم ماښــــــــــــــــــــامه

تا په وصال، دیدن بنــــــــــــــدېز ولګاو
چې دې خفـــــــــه کړو زما صنم ماښامه

چې د آرین غزل له ستـــــــورو ډک کړي
سپوږمۍ ته ځــان ورښکاروم ماښامه

نجیب الله آرین (لندن)


د مینې لېونتـــــــــــــــوب مې تر زندانه رســـــــوي
بس غمونه دي چې اوښـــــکي تر ګرېوانه رسوي

دچـــــــــا په دې جهــــان کښې د زلت جنازه باسي
او څوک بیا دغه مینه تر ایمــــــــــــــــــــــانه رسوي

د جانان مې دغه یو دستـــــــور له نورو نه جدا ده
چې زخم راکړي  بیا مې تر درمــــــــــــــــانه رسوي

چې ورک شمه له ځانه د شرابو په رنګــــــو کښې
بیا خپله بې خودي مې تر خپل ځـــــــــــانه رسوي

لکه سرو ته چې د سرو زرو اوبه په مينه ورکړي
چې کله هم دا شـــــــــــــــــــونډي تر پېزوانه رسوي

ژوندون به ېي له ډېرو دښتــــــــــــــــــــــــو تېر کړي
منزل چې څــــــــــــــــــــــــو ارین تر ګلستانه رسوي
نجیب الله آرین (لندن)


د پلار نیکــــــونو ورک آواز لټــــــوم  
د غیرتي تاریخ آغــــــــــــاز لټـــــــــوم

چې دزړګي مراندې مې وشرنګـوي
د آدم خـــــــــان د رباب ســـــــــاز لټوم

چې هوسایي پکې اخرت دُنیــا وي
ژوندون ته داسې ښــــکلی راز لټوم

پر الوتلـــــــــــــــو د کوترو څـــــــــه کړم
لکــــــــه د باز آزاد پرواز لټـــــــــــــــوم

چې  نازیدل تل د ٭آرین٭ په نامــــــــه
زه په افغـــــان کې هــــــــــاغه ناز لټوم
نجیب الله آرین


کله ساز، کلــــــــــــــــه سرود، کله غزل شم
کلـــــــه هم چې زه د ښکلو ښکلو خپل شم

هر سړی چې ورته ګـــــــوري نو خمار شي
خود به غواړم چې د سترګو یې کجل شم

تشنګي وس په جــــــــــــــامونو نه ماتېږي
تنده ماته شي په شونډو چې زه ښکل شم

هسې ډېر ګڼمـــــــــــــــــه ځان لکه شتمن زه
خو چې و وینم ښایست د زړونو غــــل شم

که مزل یې د منصـــــــــــــــور منزل ته رسي
زه به هم د لېــــــــــــــــونتوب د لاري مل شم

په شــــــــــــډل صورت بس خوښ یمه آرینه
بې پښتو به شم که بل رنګ کښې بدل شم
نجیب الله آرین


لاره انګاري دې د ايرو شوه له
بيا چې سرکشي د ليونو شوه له
دا چې نمرودي غرور سر ټيټ کړلو
ښکاري چې سيالي د پښتنو شوه له
هر بادار پخپله باداري کې هم
ويرېد چې شرنګا د زولنو شوه له
ما چې زاهد وليد له ساقې سره
وس خبره تېره له توبو شوه له
په پرهر زړګي اشنا هلته خبر شوه لو
توی چې کله اوښکه له ليمو شوه له
می هم په خپل نشه نادمه شو
ارينه چې مستي د شونډو سرو شوه له
نجيب الله ارين


زمونږ د ازادۍ نغمه به ورځ په ورځ ګرمېږي
چي شرنګ د توري کېږي او ننګ د توري کېږي

له ازله مونږه ژوند په استقلال کې راتېر کړی
وس به هم په دې هيواد د خپلواکۍ ستوری ځلېږي
دا خاوره به مستېږي، تقديرونه به بدلېږي

چې څوک زمونږ په لوري په کږو سترګو را ګوري
داستان د احمد شاه او ميروس خان به تازه کېږي
ديلي به فتح کېږي، اصفحان به بيا سوځېږي

چې څوک ده دې وطن بربادي او زلت غواړي
د وينو به يې رودونه او سيندونه روانېږي
زخمونه به يې ډېرېږي، پرهرونه به یې شړېږي

لشکر چې د کابل او پېښور په يو مرام شي
د دښمن زړه به لا په قبر کښې د ويري نه درزېږي
-جهان به بيا خبرېږي، افغان به بيا يو کېږي

زه ارين به د ازادۍ او نيکمرغۍ نظمونه ليکم
په دې حال کې هم که سر مې له تنه جداکيږي


زه خو دستـــــــــــور ده دې جهـــــــان پيژنم
هم يې ستـــــــم هم يې درمـــــــــــــــان پيژنم

څه که ميخــــــــــور نه يم خو دومره واوره
د ميخـــــــــــــــانې واړه رنـــــــــــــدان پيژنم

په زړه کښي يو څه،په خوله بل څه وايي
خو زه يي سترګو کښي جــــــــــانان پيژنم

نه خو باغـــــــــــــــــوان او نه ګلفام يمـــه زه
بيا هــــم هر ګل د ګلستــــــــــــــــــــان پيژنم

يمه بېوســـــــــــــــه خو غافل نه يمـــــــــــــــه
په خپل لستــــــــــو ڼي کښې ماران پيژنم

څه که د ارين تندی په سجـدو نه وي تور
په سجـــــــــــــدو پروت دغه شيخان پيژنم

نجيب الله ارين (لندن 2010-07-25


زه د ننګ میدان ته غورزم چې افغان یم
د دنیا په ننګیالو کښې خوشحال خان یم

په هر وخت کښې د باتور څیره لره مه
که میرویس یم،که ابدال او که امان یم

ما د وخت هر یو نمرود ته لار ښودلې
ځمکي ته ډاګه باندي وایم چې آسمان یم

له تاریخ وپوښته؟زما ژبه څومره غني ده
چې له کروړه تر رحمان پوري کاروان یم

هم مې د میني ورورلی درس نړی لیدلې
ځکه په فخر باندي وایم باچا خان یم

اغیار نشي زما تن جدا کوه لی
که په کابل،که پیښور که په بولان یم

٭آرینه٭ هسې په خپل قدر نه پوهیږم
په حقیقت کښې خو زه ستوری د آسمان یم

نجیب الله آرین

لوستل شوی 4084 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « غاټول (((سيد حبيب افغان))) »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي