نقيب قريشي

 


د ښكلا ميري د ښكلا پر كلي شــــــــــــپه تېروم
ګراني نن ستا ګراني نن ستا پر كلي شپه تېروم

د نيمي شپې د خاموشۍ د فضا واړه ستـــوري
راته راګوري د رڼا پر كلي شــــپـــه تــــــېــــــــــروم

كه غمازان كه رقيبان وي خو چي ته يـې پكښې
كه وي ژړا كه وي خندا پر كلي شپه تــــېـــــــــروم

مجبوره يم مجبوره يم مجبوره يم يــــــــــارانــــــــو
چي لاد هغې بيوفا پر كلي شــپـــــه تــــېــــــــــــروم

چي نيمو شپو كي يې سندري اورم غوږ يم ورته
د موسيقۍ د يوې لتا پر كلي شپــه تـــېـــــــــــروم

چي په ليدو د ځان هر وخت راته خوښـي راكوي
زما د ژوند ددې پاچا پر كلي شپه تــــــېــــــــــروم

چا ويل نقيبه ستا د لاس پر تندي څه ليـــــكــلي
ما ويل نن ددغه چا پر كلي شپه تېـــــــــــــــــــــروم


پينځمه ناحيه كندهار2010 1 29

 
حسن كه ګل نه وي خو ښكـلا پـكـــي مـــوجــــوده وي
ستا د ښكلي خولې په كټ خندا پكـي موجـــوده وي

زه يې غندم زه يـې يــــــادومه پـــــه شـــــعــــرونو كـــــي
څو چي نښـــانې د بـې وفـــا پكــــي مــــو جـــــودي وي

سترګي كه نور هيڅ نه وي خو بيا هم خواخوږي ښيي
سترګي كه نور هيڅ نه وي ژړا پكي مــــــوجــــوده وي

تاسو كه يې هر څو كندهار نــــه ګـــڼــــئ مـــې ګـــڼــــــئ
زه خو يې ډېر قدر كړم چي دا پكــــي مــوجـــوده وي

نه تړم مړوند دا ستا د لاس په هـغـه ســره دســــمــــــال
څو چي ستا د سپيني خولې دعا پكي موجــــوده وي

 
كه يم اورې كـــــه يـــم دلـــــې خــلـګ خــــبــري كــــوي
نقيبه مه راځـه د شـپـــــې خـلـګ خـــبـري كـــــــــــــوي

تر باراني سترګو دي جار سم ګلي مه ژاړه نـــــــــــــور
سترګي دي توري كه ښايستې خلګ خـبــري كـــوي

ستا په باڼو كي چي مي زړه له ډيره وخت بــنـــد دئ
زما د ژوند پر فلــسفــې خــلــګ خــــــبـــري كـــــــــوي

ستا په راتګ خوشاله كېږم خو ډېر، ډېر مه راځـــــه
ګوره رسوا بـــه ســــو وړې خـــلـګ خـبـــــري كــــــــوي

د لاس په دښته كي يې نن اوښكو بيا ډنډ جوړ كـړى
خو لا يې سترګي نه دي سرې خلګ خـبـــــري كـــــوي

ستا د ځوانۍ نه ځار درتللو ته دي بيا نه درځــــــــــم
زما د زړه د كـور ډېــــــوې خـــلــګ خـــــبــري كــــــوي

وايمه تاكړم له نظره نــور بـــــه نــــه درځــــمـــــــــــه
زما ګلاب ،ګلاب دلبره نور به نه درځــــــــمــــــــــه

ستا په ليدو مي ژوند د مرګ سره ډغري وهــــي
ته خو يې ښه په ما خبره نور بـــه نـه درځـــــــــمـــه

زما په ليدو دي زړګى ولي وارخطا غوندي سي
ستا زړه سمدم لكه كوتره نور بـــه نــــه درځــــــمه

زما او ستا په يارانې حتا كوچنى هـم خــــبــــــر
وړه خبره سـوه بـبـــره نـــــــور بــــه نــــه درځـــــــــمــه

نن خو يې بيا د خپل زړګي پر پاڼــه دا ولـيــــكل
زه يم له تا نه مروره نور بـــــــه نــــه درځــــــــــمـــــــه

 
وايمه تاكړم له نظره نــور بـــــه نــــه درځــــمـــــــــــه
زما ګلاب ،ګلاب دلبره نور به نه درځــــــــمــــــــــه

ستا په ليدو مي ژوند د مرګ سره ډغري وهــــي
ته خو يې ښه په ما خبره نور بـــه نـه درځـــــــــمـــه

زما په ليدو دي زړګى ولي وارخطا غوندي سي
ستا زړه سمدم لكه كوتره نور بـــه نــــه درځــــــمه

زما او ستا په يارانې حتا كوچنى هـم خــــبــــــر
وړه خبره سـوه بـبـــره نـــــــور بــــه نــــه درځـــــــــمــه

نن خو يې بيا د خپل زړګي پر پاڼــه دا ولـيــــكل
زه يم له تا نه مروره نور بـــــــه نــــه درځــــــــــمـــــــه

 
ستا د ږغ څــپــه ، څــپــه ، څپــــــهنـــــــــه ده
شــعـــر كي مي راپــــاتـــه ائـيــنــــه نـــــــــه ده

مــا بــه يـې پـــر ســر خــونــونــه كــــــړي واى
ښــــه ده چـــــي وړه ، وړه ، وړه نـــــــــــــــــه ده

اوس لا د ګرانښت څو ټكي پــــاتـــــــــــه دي
اوس مي لا په هر رګ كي خـوره نـــــــــــــه ده

سترګي دي ژوند نه اخلي مرګ اخلي اوس
ډېر الله پر زړه باندي دي شـــپـــــــــه نــــــه ده

دغه ياغي خـلـګـو بـــــــه مــنــــــــلاى نـــــــــــه
ښــه دى چــــي پــــــه زوره ســــجــده نـــــــه ده

خيال ويل نقــيبــه مـــا پــــرې وپـــاشــــــــــــــه
هسې سترګي پـــټــــــي دي ويــــده نـــــــــه ده

 
كـــــه ژاړمـــــه كـــه نـــه ژاړم خـــــو تــــه مــــــــي ژړوې
د سترګو په جماعت كي پـــر لمـــانــځــه مـــي ژړوې

د كوم يوه مخ ونيســــم زه يــــو يــــم او دوى دوه دي
په زړه مي ژړوې ګــرانــــي پـــه خـــولــــه مـــــي ژړوې

د زلفو په ځـنــګل كـي يـې بـيــا يـو مـيـن ويــــده دى
پـــر څـــه مـــــي ژړوې ولـــــــــي ويــــده مــــــــــي ژړوې

د نيمو شپو په غېږ كي يې د سترګو ډېوې مړې دي
سمدم به ګنهــكاره ســـې چـــــــي ښـــــه مـــــــــي ژړوې

يوه ورځ چي مي ړنګه بنګه ونيـولې غـــــېـــــــږ كــــي
اوس اخــلـــې قصــــــادونه پـــــر هــغــــــه مــــــي ژړوې

نـقـيـبــه تـــه نـــاځــوانـــه يــې مــا كــلــــه څـــه ويــلـــــي
خو تــــــه هــــر كـلــه نــه كــــوې پــــه نــــــه مــــــي ژړوې

 
قلم د زلفو يې د هر چا زنده ګي ورانوي
دلته مستي ورانوي دلته خاموشي ورانوي

د تېرو شپو كيسې كېداى سي چي نن بيا تكرار سي
ځكه د كلي مشر ژوند د خواركي ورانوي

كېداى سي بيا ديدن د سر په بيه وټاكل سي
دلته خواران ټوله وي دلته ليوني ورانوي

سترګي دي ګراني له دوې مستي همزولي پيغلي
ځكه ځوانان ورانوي ځكه يې زړګي ورانوي

خداى خو دې هركله د سترګو سيند بهانه لري
څوك چي زما زړه سوځي او څوك چي ( قريشي ) ورانوي

ستا د خولې سلام مي د زړه ور مات كړ
سپين ګل د بادام مي د زړه ور مـــات كړ

راسه چي زړه ښه درته خالي كـــــړمــــــــه
راسه چي الهام مي د زړه ور مات كـــــــړ

ما خو پخوا مـســـتــــه شــاعـــري كــــــول
ستا د سترګو جام مي د زړه ور مات كـړ

اوس به ورته ډېر ، ډېر انـتـــظـار كـــــوم
ډك د ميو جام مي د زړه ور مــــــــات كړ

پيل كي وړه كيسه وه غـــــــــــــــــــم نه وو
خوارسومه انجام مي د زړه ور مـات كړ

د ژوندون زړه ته مي د چا د ږغ څپـه راځـــــــــــــــــي
اوس مي هم ياد ته ستاد سپيني خولې ټپه راځـي

د مودو ستړي ته دي يواري خنــدا وكــــــــــه تــــــــه
د مودو ستړي پر وجود بـانـدي خـــولــــه راځــــــــي

ستا د نظر پلويان څومره په قـهـــــريــږي راتــــــــــــه
كله ، ناكله غلتيږي څــوك غوصـــــــــه راځـــــــــــــي

د سيند د غاړي ناسته ډېره سوله ځوبه كـــــه نــــــه
ګراني ددې وطن په ورځ كي توره شــپـــــه راځــــي

اوس چي د چا نرۍ ، نرۍ ورځيو تــه ګــورمـــــه زه
زما و فكر ته هـــا سـتــا د كــور كــوڅــــه راځـــــــــي

 
ستا د تن سايه مي په وجـــــود كـــــــي ده
څه مسته نشه مـــي پـــه وجـــــود كـــــي ده

ستا سترګو كي بيا مرۍ ، مرۍ اوښـكي
دا روڼه ډېــوه مـــي پـــه وجــــود كـــــــي ده

ما خپل ګڼي اوس يې لا خـپـل نـــه يــمـــــه
ډېـــره شنـــاخـتــه مي په وجـــــود كـــــي ده

نن مي بــيــــا پنـځـــه چـيــلــمـــه ووهـــــــــل
خپـله ګرانــــه مړه مي په وجـــــود كـــــي ده

خدايه ښه نــرۍ بـــاران پــــرې وكـــړې نـــن
خدايه دا ټـپه مــــي پــــه وجـــــود كـــــي ده

زه چـي په نـقـيـب بـاندي دعـــــــوه وكـــــړم
داســي قـــبـالـــه مي په وجــــــود كـــــــي ده

زه د ښار ښا يستې لكه كمر تر ملا تړلى يم
داسي يوه چا لكه سره زر تر ملا تړلى يم

بېله دغه چا به مي ژوند اور واخلي لمبه به سي
سم لكه ماهى يو سمندر تر ملا تړلى يم

دغه ساغر هغه ساغر هره ورځ نارې وهي
زه د شرابيانو قلندر تر ملا تړلى يم

ها د فلسفې خاوند ها شتمن شاعر وايي
جوړ يمه ګودر يم ماځيګر تر ملا تړلى يم

نن بيا د هغې نامه په جار نارې وهلې چي
ډېر ډېر ورته ګران يم د زړه سرتر ملا تړلى يم

 
كه ژاړمه كه نه ژاړم خو ته مي ژړوې
د سترګو په جماعت كي پر لمانځه مي ژړوې

د كوم يوه مخ ونيسم زه يو يم او دوى دوه دي
په زړه مي ژړوې ګراني په خوله مي ژړوې

د زلفو په ځنګل كي يې بيا يو مين ويده دى
پر څه مي ژړوې ولي ويده مي ژړوې

د نيمو شپو په غېږ كي يې د سترګو ډېوې مړې دي
سمدم به ګنهكاره سې چي ښه مي ژړوې

يوه ورځ چي مي ړنګه بنګه ونيولې غېږ كي
اوس اخلې قصادونه پر هغه مي ژړوې

نقيبه ته ناځوانه يې ما كله څه ويلي
خو ته هر كله نه كوې په نه مي ژړوې

 
موږه د هنر په لاس خندا په غېږ كي ايښې ده
ژوند ته مو د هيلو تمنا په غېږ كي ايښې ده

نوك د زنده ګۍ مو لكه ستوري چي سركښه سي
دغه سي مو چاته د چا غلا په غېږ كي ايښې ده

زما قبر دى زما زړه دى په سترګو باندې ښكل كړه ته
ګراني كومه تيږه چي نن تا په غېږ كي ايښـې ده

ستا د تصور تصوير كي بيا يوه اوونۍ جګړه
ځكه مي دعا ، دعا ، دعا په غېږ كي ايښې ده

خلګو شتنۍ د ټول جهان څخه راټولي كړې
ما مجسمه د بې وفا په غېږ كي ايښې ده

نه دى مړ احساس يې لا ژوندى د ټولو زړونو كي
دې نقيب يوه لمن ښكلا په غېږ كي ايښې ده

 
بس ده ژړا مه كوه مړ به مي كې
دومره حيا مه كوه مړ به مي كې

څه ژوند كولو ته مي پريږده كنه
ګوره خندا مه كوه مړ به مي كې

دا غرونه ، غرونه دي ولاړ وي داسي
په زلفو ورا مه كوه مړ به مي كې

ګلي پر ملا باندي راماته نسې
نوره ګډا مه كوه مړ به مي كې

سترګي دي پټي كه بيدېږمه زه
ګراني رڼا مه كوه مړ به مي كې

ما ورته ټوله لار په خوله جارو كړه
ده ويل دا مه كوه مړ به مي كې

مه وايه دا چي نقيب اور وړي خوله كي
صفت زما مه كوه مړ به مي كې

 
په وينو لژنده اغيار وچاته څه وركوي
دا ستاد سرو سترګو خمار وچاته څه وركوي

چي مخامخ په څېر د ستورو وي رڼاوي پاشي
د اده سپوږمۍ د غاړي هار وچاته څه ور كوي

كه خپلوې مي نو در خپل مي كړه زړكيه زما
تش په نامه دغه ديدار وچاته څه وركوي

د شپې غمونه وي په شپه كي بيا خوښي كله وي
د شپې نه وروسته بيا سهار وچاته څه وركوي

وير راوړي غم راوړي خندا وي ټولي يوسي دغه
ستا د بنګړو مست شرنګهار وچاته څه وركوي

خلګو څه زړونه اخلې خلګو څخه زړونه وړې ته
ګراني دې ځاى كي دغه كار وچاته څه وركوي

نقيبه مينه مني ميني څه انكار نه كوي
نقيبه داده ميني ښار وچاته څه وركوي

بد كارمو كړى چي وركړي مو هغو ته زړونه
موږه سپارلي دي د ښكلو ولېمو ته زړونه

د غم به يار سي غم بې يار سي يار دهغه خلګو
چي وركوي څوك په دې ښار كي جنكو ته زړونه

چوپ پاته كيږو نور زموږ خبره نه اوري څوك
له ډيره وخته مو لېږلي دي خوبو ته زړونه

له هغه وخته مو خوښي ليدلې غم نه راځي
چي مو وركړي ستا د سترګو سېپارو ته زړونه

موږه يې ښه وايو پر موږه خو ډير ګران دى نقيب
موږه كرلي دي والله دشاعر پښو ته زړونه

زه ستا تصوير ګورمه پاس سپيني سپوږمۍ كي ګراني
خو ستا غمونه مي پريږدي نه دې لــړۍ كــــي ګــــرانـــــي

د غزل تـــورو شـــرهـــــــــارۍ ســــــي بـــاران يـــــــــې اوري
چي راته وخاندې د شپې په خاموشۍ كـي ګــــــرانــــــــي

زما د فـكــر مـېـــمـــوري ســتـــا پـــــه يــــادو ډكــــه ســـــوه
خو ستا ليدوته لا مجبور يم په هستـــــۍ كــــي ګرانـــــي

زه به روغ جوړ سم زه به مست ژوندون راپـيـــل كـــړمـــــه
د خپلي خولې اوبه كه راكړې په خولګۍ كـي ګــــرانــي

جار يې تر سترګو ســــم هغه خو مـي د زړه پـــــاچـــــــا دى
سيال د ښكلا يې نسته دې لويــه نـــړۍ كــــي ګــــرانـــــــي

 
مينه خو وفا غواړي داسي هاسي نه كــــيـــږي
ښه ډېره ښكلا غواړي داسي هاسي نه كــيږي

ستا په تعويذ نه كيږي زما په تعويذ نه كيږي
دا پير وملا غواړي داسي هاسي نه كــــيـــــږي

ياره وس دي نه رسي ښكلي خو ســرزوري دي
دا زور د پاچا غواړي داسي هاسي نه كــــيږي

ګراني ته ماشومه يې تــه غــړكــه مه شـــــاربــــه
دا كړوپه انا غواړي داسي هاسي نه كــــيــــږي

ډېر ښايسته كه ورولې دا ورځينــي ډډه كـــړي
دا قريشي تا غواړي داسي هاسي نه كــــيـــږي

په سپورمۍ كي ستا تصوير دى

په سپورږمۍ كي زمــــــــــا زړه دى
په سپورږمۍ كي ستا تصوير دى
په سپوږمۍ كي زمـــا ژوندون دى
په سپورږمۍ كي زمــــا پــيــــر دى

دا زړه نــه لــــــري يـــــــارانـــــــــو
وي دردونه په سيــــنـــــوكـــــــــي
دلـته ميـــنـــه ســــــــرچــــپــــه ده
وي خوبونه په سيـــــــنـــــــو كــــــــي

جــــذبــــــه د مــحــبــــت يـــــــــــې
ده لـه زړه څـــــخــــه وتــــــلــــــې
دا ده ميني فــــلــــــسفه يـــــــــــــې
ده لـــــــه زړه څـــــخــــه وتــلـــــې

ژړا خــود نــــه ســـــــې كـــــــولاى
ستا په غـاړه كـــــي امــــــېـــــــل دى
زما پر مخ بــانــدي د اوښــــــكــــــو
را روان په شپه كــــي ســـېــــــل دى

ګوره اوښكي به در تـــوى كـــــــــړم
ګرېـوانـونه به لانــــده كـــــــــړم
چي ته نه يې زما په ژونــــد كــــــي
ژوند مي هيڅ نه دى ژوند څه كـړم

هلته پاس چي په سپوږمـۍ كــي
خپل مخ واړوې بل خواتــــه
ورته وګورې په مــــــيـــنـــه
له ما پـرته وبـــل چــــــاتــــــه

چپ سه چـــپ ســــه نور مــه ژاړه
زړه : تا دا كيسه شــــــــــروع كــړه
ددې ښـــــار څــــو ليونـيـو
په خــــنــدا كيــسـه شـــــروع كړه

هر ګړى خــوشـــالـــه اوســـــــــــې
ګــــوره زمــا د زړه ســـكــــونـــــه
ســتا لپـــاره خــــو دعـــــا كـــــړم
خداى دي ساته له بــېـلــتــــونـــــه

ستا د ميني پـــه كـــورګـــي كـــــي
زمــــــا د مـيــنــــــي قـــلـــــــنـــــــدره
رب دي را ولـــــه پـــه خــــــــيـــــــــر
پـــه دغـــه كـــوچــنــــي اخـــتــــــــره

اوس مي د زړه قلم ليكل نه كوي
اوس مي د زړه پر تكه سپينه پاڼه
ستا د يادونو فلسفې ليكلي
اوس مي د سپين قلم زهره چاودلې
زما سره يې دومره ناځواني وكړله
چي خپلي سپيني او رڼې اوښـكي يې
پرتكه سپينه پاڼه وڅڅېدې
او دده اوښكي لا په شړپ بهيدې
چي پاڼه وشړېدل

افغان ازاده راډيو كندهار2011 2 3

ګراني بس څو ورځي لاصبر وكړه

ګراني بس څو ورځي لا پاته دي
زه به له خپل دياره ولاړ سمه
زه به دا ټول كندهار تاته پرېږدم
له دې نه مخكي چي ته ما پريږدې
جواب را كړې
قربانو مخه دي ښه
قربانو زه له پيغورو بېرېږم
هسي نه هغه باور
چي كورنۍ يې
اوس پر ما لري
هغه له منځه ولاړ سي
او زه رسوا سمه
نو زه له تاسره
د تل لپاره
خداى پاماني كومه
او تاته زما د خپلولو په نيت
دعا ، دعا ،دعا ، دعا كومه

 

نوګراني مخكي چي ته دا ووايې
پرېږده دا څو ورځي لا
زه ستا د ميني او وفا خبري
په ګناهكارو غوږو بيا واورمه
--------------

ګراني دا څو ورځي لا پاته دي
ګراني دا څو ورځي لا صبر وكړه
هو رشتيا يوه خبره مي هېره سوله
مخكي له دې چي زه له خپلي مېني
وكوچېږم
د وروستي ليك په نامه
و تاته ليك ليكمه
ته تر هغو
په انتظار كي اوسه

-------------

نو
تر هغو ته يو څه ډاډه اوسه
ګراني چي زه دا خپل وطن پرېږدم
و بل وطن ته ولاړ سم
هلته بيا هيڅ نه كيږي
ته په بې غمه زړه خوبونه كوه
ته په بې غمه زړه بيديږه وختي
ځكه چي زما وجود به دلته نه وي
او ټليفون به مي
وتاته داسي جواب تل دركوي

( كومه شمېره چي تاسو ډايله كړې
په سيسټم كي نسته )
له دې به هم خلاصه يې
بيا به زه تاته يو بيت هم نه وايم
لكه دا اوس چي
هر ماښام و تاته داسي وايم

ټـــولـــي دنـيـــا ســــره خـبــري كــــوم
ګراني چــي ستــا سره خــبــــري كوم

زه چي د شپې خوب كي ږغېږمه دا
ستا له خــنـدا ســـره خــبــــري كـــــوم

ګراني دا څو ورځي لا صبر وكړه
ګراني دا څو ورځي لا پاته دي
زه به له خپل دياره ولاړ سمه
زه به دا ټول كندهار تاته پرېږدم

كندهار دريمه ناحيه 2011 1 14

لوستل شوی 3756 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 22:33

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي