عزيز الله شر يف زاد

 


پسرليه!مه ځه په غرور او په کټکټى له خندا سره
دلته د ي غمونه د ا نديښنو ا و و ا ويلا سره
دلته يو ماشوم وژل شوى په ها وان سره
هلته يوه يتيمه ده مړه شوې له ا رما ن سره
دلته ويره ده، ډا ردى او نور چمونه د ى
هلته يوه وړه نجلۍ په اورسوې له ا نا سره
دلته د مغفرت کلمه نه اوريدل کيږي هيڅ
هلته هر څه له مينځه لاړل ټول ما فيها سره

پسرليه!دلته خپلواکي او بي واکې ده ړنګه شوې
هلته *يومن ر ايت ورک دى د ﻻ ﻻ سره
دلته ومن رايټ ورته په کلکه غاښون چيچي
هلته ټول ښوونځي سوځي له ا ستا د سره
دلته يو پيټى دروغ دې او سازشونه دى
هلته حکومت هيڅ نه شته له پود او تار سره
دلته همدا کلي کور حيران دي په هر لور
هلته هيواد کې زعيم نه شته له ټول فسا د سره

مه راځه پسرليه! په دې لور چې ورانه وراني ده
اخ اوډ ب دى له کرغيړنې دموکرا سي او غوغا سره

په درناوي


څوک کله په ټولنيزه ادب پسې ګرځي
څوک بيا په پلمو او شهرت پسې ګرځي
چې وايي په وار نيمګړې پښتو ژبه
څوک بيا د ژبې په پوره حکمت پسې ګرځي
د پوهاند، پوهنمل او پوهندوى خبره ﻻړه
څوک بيا په ډاګه يو دبل په علت پسې ګرځي
هيواد، خلک، قدر او عزت رانه شو پاتې
څوک بيا د ملي پانګې په تقويت پسې ګرځي
پښتو ژبه په تاريخ، فرهنګ باندې ولاړه ده
څوک بيا د بې فرهنګي په کميت پسې ګرځي
پښتو ژبه د اصيلو لر او بر پښتنو ده دلته
څوک بيا په ډيره مينه د بل په هويت پسې ګرځي
کرکه، تعصب او نفرت نشته پښتنو کې
څوک بيا کله په ګيله او ګذاره پسې ګرځي
ډير ګذارونه کيږي په پښتو له هريخوا نه
څوک بيا زما او ستا په پا ک عزت پسي ګرځي
په درناوي


ځانمرګي ، پګړۍ مرګي او خر مرګي ته ګوري
د هيواد په هره سيمه کې پوره بر بادي ته ګورى
خداى دې خير کړي! دې بشپړې ناکامي ته ګوري
ددې ا دارې پاليسى، چل او فريب نيرنګى ته ګوري
د مشعل دې اوچتې پلمې او نا اګاهي ته ګوري
عجيبې سندرې زمونږد هيوادکې دسوکالي ته ګور ي
رښتيا خبره ده ا تاسې له حده تيره بې شرمي ته ګوري
پوهه لاړه او س نو جوړو لارو د هر پنجابي ته ګوري
مهمه نه ده ټولو برخو د هرګاونډي او بهرني ته ګوري
نو کومې دموکراسي او پيا کومې خپلواکى ته ګوري؟
ويجا ړ حالت په ټول افغانستان کې او نابودي ته ګوري
افسوس په هره ګړۍ دې باورې او بې ثباتۍ ته ګوري
ټوله دوکه بازي ده! دې نا ببره نوکري ته ګوري
سهار ما ښام دې قلابي جرګو د هر ې ماڼۍ ته ګوري
ملي زعامت بشپړ قيادت د هرقوم او قبيلې ته ګوري
دې لنډې لاري او اوږده مزله د هرې مزدورې ته ګوري
يوه لسيزې کې ددې ناوړو نا جايزه هستې ته ګوري
ماته ګوري او دې سره او بې پوزې ېپا چا هي ته ګوري


که د اخترخاطرودې د مجنون غوندې رسوا کړمه
که د محبت په رنجو سترګو دې پوره اګاه کړمه
که شرنګهار ددې د بنګړو له خوبه را بيدار کړمه
په اختر کې با ستا دمينې او که داختر اظهار کړمه
که د پسرلي ګلونه سره دې ستا د نکريزو په شان
ستا سرو لاسو ته به زه څيرې خپل ګريوان کړ مه
که د اختر خواله مې جوړ ستا په ګرموپاکو هيلو شو
سر به هم ستا  له موسکا ډکې خولې نه قربان کړمه
که مې زړګي کې کله  تورې لړې را خوري شي
په اختر کې يي به تا سره بدلې په ښايسته باران کړمه
ستا دا خترپه خيالونواو پاکو هيلو دروند کاروان کې
دغه رنځونه به بيا په بيړه بې طبيبه  در مان کړمه
چې  تا  جوړې خپلې جامې کړې په هوسونو کې
زه به همدارنګه  خوښې  او خوشالي بيا بيا او بيا کړمه

اختر مو نيکمرغه!

په درناوي


زمونږ دغه ښکلې ځانګو يو بشپړ سکون غواړى
دغه ميراث زمونږ د نيکو دى  پښتون غوا ړي
خاوره يي مه بولي او په درنه سترګه ورته ګوري
خاوره که  هم ده  خو  له پردو نه سا تنه غواړي  
ښه ښايسته  لعلونه ،سره ياقوت يي دي په لمنه کې
ښکلې درې او شنې باغچې  يي په ځينو سيمو کې
ډيرې ښې ،پاکې او يخې اوبه يي په کاريزونو کې
کور د پښتنو ده ښه خواږه خواړه په هر کلي کي
شا او خوا، هره سيمه  په هوا او چتو غرونو کې
د احمد شا ه بابا   د زړه د خا طرو په يا دونو کې
د پوره اتحاد، سوکالي،  پيا وړتيا ،باور ونوهيلوکې
له بن ، چال او فريب، احتکارنه ليرې سازشونوکې
مه ورانوي د غه هيواد  نور د غليمانو مجلسونوکې
مېنه زموږ مېنه ده  ! ولې د نورو لاس وهنو کې
پريږدئ  نور پرېږدئ ! دا هيواد خپلو کارونو کې

په درناوي


چې ژوند نه وو، بد رنګ نه وو، خوش رنګه هم نه وو

بورا، ګل او چراغ نه وو، پتنګ نه وو ،موسم هم نه وو

د زورورو ګوډا ګيتوب هم په ډول ډول نه وو

دا نړۍډيره پراخه د خدای په لطف او برکت مونږ په تنګ نه وو

باچا نه وو، وزير نه وو کمپوډر او ډا کتر، دربارهم نه وو

ګدا نه وو،ظالم او مظلوم نه وو، ملنګ نه وو، قلنګ هم نه وو

محل نه وو ارګ نه وو، زوړاو نوې سياست هم نه وو

تصورسوچ اند يښنه او خيال د با لښت او پالنګ هم نه وو

سکـ، جټ جولا ، هندو، اتش پرست او يهودي هم نه وو

د شيعه او سُني په نوم اختلاف ، د اسلام او فرنګ هم نه وو

ځمکه، ستوري، لمر سپوږمۍ طبيعيت او ښکلا هري خواته ښکاره وو

څه ښه وخت وو چې هر څه وو، هري خواته پراته خو جنګ نه وو!

په درناوي


زه د امن په سرواورنو کې سوځم
ستا د امن لارې ډکې له لمبو دي
ستا د لاپو شعارونه ډيربې معنا دي
زما د موسمونو ماحول دې لولپه کړ
زاڼې زرکې ستا له لاسه په ژړا دي

د خپل جنګ له ليکې وتلي نه شمه
ستا د سولې له ما ڼۍ نه امان غواړم
د حالاتود ې کشمکش سره عا دت شومه
زه د سولې په نوم په اورنوکې سوځم
زه د وچې دموکراسۍ په نوم کې لاړم
ستا د سولې شعارونه ماته معنا نه لرى
ستا د سولې پيغام ماته هيڅ اعتبار نه لرى
زه دې په دغه او هغه له پخوا نه خبر يمه
ته اوس د سولې او جنګ توپير کولاى نشې
ته کله د امن او سولې تفسير کولاي نشې
ستا په وينا کې د اوښکو مرغلرو ته ګوره!
فريب او تزوير کوم او که د نورو پلمه ېمه

زستا د عدل فیصلې نه امان غواړمه
ته د اور لمبه په اور وژلی غواړی!
په درناوۍ


د سولې او د موکراسۍ په نوم لاره رانه ورکه ده
بانډه، کور کلئ لا پريږده خپله خونه رانه ورکه ده
پې دي هري خواته او هر څوک هر څه وايي
د سياست او رښتيا تو پير مې ونکړ سمه لاره رانه ورکه ده
کلونه ، مياشتي او ورځې مې د سولې په نوم تير کړل
ملې او غير ملي اداره لا څه کړې نړيواله لاره رانه ورکه ده
هرې خواته چې نظر کړم يوازې فساد او رشوت وينم
پاکه او نا پاکه ټولنه رانه پاتې د شرم لاره رانه ورکه ده
سو له، سوله او سولې نارې مې وکړې هر ډول پلموکې
افسوس چې د پياوړي غيرتمن هيواد لاره رانه ورکه ده

لوستل شوی 4660 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 22:35

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي