اسماعیل یون

 


ما درته ليکلي واى شعرونه او شعرونه
تا زلفو کې ايښي واى ګلونه او ګلونه
ما په وچو شونډو درنه کړي واى سوالونه
تا په زړه را ايښي واى زخمونه او زخمونه
ما ژوند ته نيولي واى دارونه او دارونه
ستا شونډو خندا کړاى غورځنګونه غورځنګونه
زړه کې زما بل واى سره اورونه سره اورونه
ستا ژوندون ډيوې واى څراغونه څراغونه
دغسې واى هيلې او همداسې ارمانونه
ما ورته ژړلى تا خندلى ولونه ولونه
حسن به د تا و داستانونه داستانونه
ژوند به ټول زما و يادګارونه يادګارونه.
شاعر: اسماعیل یون

لوستل شوی 4667 ځله
دې ته ورته نورې ليکنې « علم ګل سحر داود شاه اپريدي »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي