علم ګل سحر

 


ستا مستانه خندا مې غوږ ته راغله
ښه ورته غوږ شوم ،
ماته بل ډول وه
ستا دپښو ښکالو مې هم واوریده
زما په لوري را روانه شولې
بیا دې زما لاس پخپل لاس کې ونیو
ظالمې ډیر دې ټینګ کړ
زه مې دلاس په درد ونه پوهیدم
څه خو دې ووې ،
ما هیڅ وانه وریدل
بیرته روانه شولې،
ولاړې رانه
ما سترګې و موښلې
خو ته مې ونه لیدې !!!

شاعر: علم ګل سحر

لوستل شوی 4626 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 23:30

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي