صدیق ننګ

صدیق ننګ

 


تلاوت يط لري هومره ثوابونه
چې حاصل شي پرې اوه، واړه جنتونه
ستا د مخ په سپین کتاب کې مې لوستلي
ستا د ښکلو تورو سترګو ایاتونه

چې څکالي (حلزون) غوندې تل ګډه په سر وای
چې ټپساری د هرچا او درپه در دی
چې اورونو کې لوېږي لویه خدایه
دا افغان اولس بشر که سمندر دی
۱۱.۰۷.۲۰۱۱

صدیق ننګ


د زړه بلبل مې پـــــــــریښوده بوستان په مینه مینه
کرلي چا په زلفـــــــــــــو کـــــــې گلان په مینه مینه
له مخه یې شمال لوپــــــــټـــــــــه وړې مــــاذیګر وه
د ګرانې دیدن ما وکړ ارزان په مــــیــــنـــــــه میـــنه
دا تورو شپو کـــــــې ګرځي د ښایست اور اورکې؟
که سیوري ته د زلـــــــــفو شو پیزوان په مینه مینه
بیګا شپه د وصال وه مــــــــــا د یــــــــــاره ســــره گډه
پرې ايښی په زړه نه دی هیڅ ارمان په مــــینه مینه
ننګ پټه کړه په غیږ کې څوارلسمه وه سپـــوږمۍ
اسمان ته څله ګوري ساداگان په مینه مـــــیـــــنــــه
شاعر: صدیق ننګ

لوستل شوی 4425 ځله Last modified on سه‌شنبه, 27 سرطان 1396 23:35

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي