داکتر صالح محمد «زیری

داکتر صالح محمد «زیری


چې لا نه و جلا سوی هندوستان
داقبال په ذهن کی پو خ سوپاکستان
په میراث یې قوم ته پر یشود نصیحت
دافغان په باب  یې کړ داو صیت:
دابو خاورو یو جسم دی ایشیا
د افغان ملت یې زړه دی په ریشتیا
ابادی یې ابادی د ایشیا
خرابې یې خرابې د ایشیا
ترکوڅه نیر اشنا هیر کړه لزمهال
پر ابو لیک سو سره وصیت پوخ د اقبال
لیونی د اقتدار هیڅنه وینی
ورانوﻱ دافغان کور خوشې کوی
په پلمه د خپل هیواد دابادی
ملا تړلې یې دافغان د خرابی
خیر به یونسې وطن ستا اونه ته
هیروی که ته وصیت دپلار نیکه
داکتر صالح محمد زیری
شیدو – ګلبهار – نوشهره – صوبه سرحد
۵ د میزان ۱۳۷۳


ای د ټوپک ږغه ته خور مور لري
ای دراکټ درزه ته پلار ورور لری
نه یې لرې پوهیږم بې پدریې ته
ماشه دی بل په لاس کې فرمان بریې ته
سترگی دې ړندې خاصه نوکریې ته
زمونږ غوندې ته چیر ته کور او اورلرې
خبر نه له اولاده نه له مینې
لاهو دمور زړگی په رود وینې
سیلاب چې غوټی غو څې کله یې وینی
کری شپه ورځ غمونه څونه نور لرې
پټې چې کې سترگې یوزخمي ماشوم
درد نه چې آرام سي بیده سوی شوم
لړزوي مریض ستا ږغ بدمرغه شوم
بوډا دې لیونی کی څه زړه تور لری
اورونه او بریښنا وې گرده ستادي
د ښاره دې لوټ کړي ټول په غلادي
یخنی او تاریکی په برخه زما دي
ډک ای بې انصافه ته شاجور لري
سپرلیه سږ نسیم دې جوړ تو پان که
ږغونه دتوپو ورک له جهان که
درزا او لړزا چخ په گورستان که
بیا جوړ یو گلستان که ته خو زور لرې

یادښت : د جمیلی شهیدې په فرمایش چې ویل یې:
بابکه ! ډیر عمر کیږي شعردې نه دی راته ویلی. نو لاندې څوبیته ولیکل چې لو مړی بیت به یې څو وخته ددی پر سرو شونډو جاري و.

ډاکتر صالح محمد( زیری )
دریم مکروریان – بلاک 104 کابل
19 حوت- 1371


دا یو وطن پرست وایی هیواد شمع زه ‍‍پتنګ
دابل پردین مین وایی ملحدانویم په تنګ
یوواییٔ پلار نیکه مې پر پونګ کړی جولان
سود خوره رشوت خوره نه پر یږدم فیودالان
کارګراوبزګران هم کا سبان انډیوالان
څو ورک استثمار نه کړم له فلکه یم ‍‍په جنګ
ریښې دګرد جهان خودی ایستلی استعمار
خورۑ غوښۑ یو انسان دبل انسان په استثمار
چاره یې سو سیا لیزم دې کې څه کی ا ستفار
جګړه طبقا تی ده شوروۑمی دی تر څنګ
بل وایی سوره کافر ه نوم دی بد کی د افغان
بد وایی پرخانانو‘ پر ملا او مسلمان
غندی اهل کتابه هم مسلم همسایه ګان
پلورلی دې وطن دی خودبه یې دافغان ننګ
بیدارشی چا په لاس کې مو درکړ ې ده وسله
هدف دهغوی بل و‍ٔخوله تا جوړه پلمه
مرام چې یې تر سره ستاپر غم ددوی میله
کچکول به دی په غاړه وطنو کی به ملنګ
که بد وایم یارانونن داجنګ څوک لمسوۑ
اوس روس او کار نشته مؤمن ولې قتلوې
سرقت دبیت المال ‘ بې ناموسۑ چورڅوک کوۑ
وایم ځای یې دوزخ شو لا جهاد کې پر اورنګ
پښون تاجک ‘ اوزبک او هزاره مسلمانان
تاریخ شریک وطن کې دیوۑ ځالې بچیان
هدف خو سعادت او ترقۑ وه دافغان
غرقیږوکه یو نه شو دښمنان مو ډیرزرنګ
داکتر صالح محمد (زیری)
ذریم مکروریان 104 بلاک کابل
16 عقرب 1373

لوستل شوی 5332 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 12:27
دې ته ورته نورې ليکنې « یاسین امانت رحمان شفق »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي