نور الرحمان« مختار زی»

 


ما تا سره مینه کی وفا کړیده
تا زما سره مینه کی جفا کړیده

ستم د مینی بس دی مه کړه په ما
ما تا سره مینه په رښتیا کړیده

که ته شک زما په مینه کی کړی
خو ما هره خبره درته صفا کړیده

په څه موجب رانه خفه ولی شوی
که می ستا مینه کی ګناه کړیده

په کومه ګناه راته سزا راکوی
ما ستا په مینه کی ژړا کړیده

که ستا په مینه کی زوریږمه زه
مختارزی له تا سره وعدا کړیده

نور الرحمان« مختار زی»
دنمارک دوایلی ښار

لوستل شوی 4259 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 12:38

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي