تواب ترابي

تواب ترابي


تا چې دَ رقيب سره خندل پرون
نن ماته وې ستا يم دَ بل چا نه يم
خاورې راله ماچوه په سترګو کښې
زړه بېخې دي داسې مه راوله
چې په راتلو به ستا خفه شمه زه
باڼه په سترګو چرته نه بوج کيږي
ته چې ئې وائ خېر دی وايه کنه
خو ملګرتيا به درسره ؤنه کړي
ځکه چې ښپې وي دَ دروغو کله
يو وې خدمت دَ پښتنو کړمه تل
ما ورته ؤوې يو خدمت خو ؤکړه
هغه وې درته وزګار ښکارمه


پۀ لار روان ووم
ګڼه مې ؤلېدله
زۀ ښپۀ نېولے شومه
زړۀ مې يو ترک ؤخوړو
هم ئې درزا دَ حد نۀ زياته شوله
ما ؤوې يا الله !
تۀ خېر راپېښ کړې
هسې نۀ بيا چا دلته
څۀ دهماکه وي کړي
دَ بېګناؤ خلقو
غوښې جوړ بيا پۀ ونو
کښې بانډه شوي ښکاري
يا ئې پۀ وينو بيا شول
ټول دېوالونه رنګ بنګ
بيا شول دَ ډېرو دَ سر سوري فنا
هم شول واړه يتيمان
دَ چا دَ زړونو ټوکړې
پۀ کښې ټوکړې ټوکړې شول
ډېرو ته اوس به دلته
دَ خپل وجود دَ حصې
حصه مېلاؤ شي کۀ نه
خو
ورنزدے چې شومه
او ؤمې کتل
پاس دَ بجلۍ ستنه کښې
يوه کوتره چرته
وه بانډه شوي
او پړېده ډېر وخت نه
ډېر پښتانۀ ولاړ وو
دنګه وه ډېره دَ بجلۍ دا ستنه
نۀ ورته پاټکي وو
نۀ څۀ بله لار وه
چا درمپايۀ وه ايښودلي ورته
چا سره لاسو کښې وې لښتې اوږدې
خو بيا هم نۀ شو رسېدے ورته څوک
يو وې چې کرېن به ورله راولو نو
بل وې چې بې پېسو نۀ رابه نۀ شي
دريَم اواز ؤکړو
راټولې به کړو
دغه شان لږ ساعت پس
ئې ورله کرېن راؤغوښت
دغه کوتره کړه ازاده خلقو
زما دَ خُلې نۀ چغه ؤوتله
شکر دے ربه چې لا اوس هم شته دے
داسې زړۀ سواندي پښتانۀ دلته کښې

هر الزام ته زما پام دے
ستا دې پام ته زما پام دے

ستا ستم دَ برداشت نۀ دے
خپل ناکام ته زما پام دے

چې دي زۀ کړم بې آرامه
ستا آرام ته زما پام دے

زۀ خو ستا په ننداره يم
څوک وئ بام ته زما پام دے

رانه تلے نۀ شې جانانه
ښه ماښام ته زما پام دے

شو دَ ځان دشمن په خپله
پښتون قام ته زما پام دے

پښتانۀ به يو کؤومه
دې مرام ته زما پام دے

زۀ تواب ستا په شان نۀ يم
احترام ته زما پام دے
۵-۵-۲۰۱۲/ الرياض


دروغ نـــۀ شــــو ويــلـــے چـــې آبــــاد  دے آبــــاد
تصـوير مـو دَ وطــن دَ ژونـد بربــاد  دے بربـــاد

نــرخـــونـــه دَ هــر څـيــز کــوي آسـمـــان ســـره خـبـــرې
سـم خـلـق لـېـونـي شــول کــړي دَ ځـــان ســـره خـبـــرې
څــــوک هـــم نـــۀ شـي کــولـے حـکـمـران ســره خـبـــرې

پۀ دے وجه هر تن پکښـې نـاښـاد  دے نـاښـاد
تصـويـر مــو دَوطــن دَ ژونــد بربــاد دے بـربــاد

آواز څوک دَ خپل زړۀ پکښې پۀ جـار کـولـے نـۀ شـي
صـلــه نــۀ مـيـلاويـږي څـوک روزګار کـولـے نــۀ شــي
څنګ وخت شو يو پۀ بل باندې اعتبارکولے نۀ شـي

دا څوک وئ چې  ژوندون زمونږ آزاد دے آزاد
تصويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

تويئ بۀ دَ خپل ورور وينه پۀ دے بۀ خوشحـالـيـږي
دَ بل ئې دَ خندا کړو ځـان خـو بـيـا هـم نـۀ شـرمـيـږي
خـفـــه يمـــه ډېــر زيــات دا خلـــق کلــه بـــۀ پــوهـيـږي

ښـکاريـږي نــالا ئــقــه ئــې استــاد دے استــاد
تصويـر مــودَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

وخـتــونـــه ځــي خـــو مـونــږه ترقــي کــولــے نــۀ شـــو
حـېـران يــو چـې دَ چــا ســـره سيـالــي کـولــے نــۀ شــو
ټول عمر تېر شو غم کښې خوشحالـي کولـے نـۀ شـو

پـــوهـېـږو چــې کـچــه دَ دې بـنـيـاد دے بـنـيـاد
تصـويـر مـو دَ وطـن دَ ژونـد بـربــاد دے بـربــاد

ســــودا ښـۀ پـــــۀ اســانـــــه کــــوي خـلـــق دَ ســرونــــو
پۀ چا کښې رحـم نـشـتـه کۀ  مـاتـم وي پـۀ کــورونـــو
ژوندون پۀ سخته شوے دَ هـر چـا دے پـۀ جنګـونـو

چې لاس ئې رسي هـر سړے شـداد دے شـداد
تصويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

شــروع کــۀ پــرهـرونــه دي هــر څـومـره کـړي دردونـه
سوچ مه کوه چـې څـوک بــۀ درلـه دروړي مـرهمـونـه
پـۀ دے دور کښې څـوک هـم دَ چـا نــۀ کـوي غمـونـه

څوک څۀ کړي کۀ دَ بل پۀ خُله فرياددے فرياد
تصـويـر مـو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

انسان تۀ دَ انسان پۀ سـتـرګـه نـۀ ګـوري حـېـران يــم
پـــۀ خُـلـــه بــۀ درتــه وائ دَ دردونـــو دي درمــان يــم
کارونــه کـــړي غـلـط او ځـــان تــه وائ مسلـمـان يــم

جوړ کړے داسې خـلقـو تـل فـسـاد دے فـسـاد
تصـويـر مـو دَ وطـن  دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

راپاسئ چې پۀ يو ځـائے مخنـوے دَ شـداد اوکـړو
هېـواد کښـې دَ غـربـت خـلاف پــۀ نــره جهـاد اوکـړو
مونږ ځان دَ دې جوګه کړو چې دَ نورو امداد اوکړو

دَ بل نۀ مدام غوښتے مـونـږ امـداد دے امـداد
تصـويـر مـو دَ وطـن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

اوس کله دَ چا زړۀ کښې پخوانے زمـونـږ عـزت دے
راغلے دَ هر لوري چې پـۀ مـونـږ بانـدې قيـامـت دے
دا ځـکــه اتـفـاق نـۀ مـونـږ مــدام کـــړے نـفــرت دے

اور بـل مـو پـۀ کابـل او پـۀ بـغـداد دے بـغـداد
تصـويـر مــو دَ وطـن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

خـلاص نـۀ شــو مـونـــږه چــرتـــه دَ ګنــاه او دَ ثــوابــه
ظلـمـونــه هـم پــۀ مونـږه بانــدې کـيــږي بـې حـسـابــه
ذهـنــونـــه ګـنـې ښـه زمـــونــږ دَ ډېـــرو نـــۀ تــوابـــه

غــربـت زمـونــږژونــدون لــره جــلاد دے جــلاد
تصـويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربـاد
♦♦♦♦♦♦♦♦
2007/7/27 __ الرياض


ډک چې وي له مينې دَ ده هر يو مضمون داسې شي
دا زما ارمان دی چې به کله پښتون داسې شي
څوک دَ بل په لمسه چې دََ خپل قام تباهي کوي
مرګ ترېنه بهتر ګڼم زما چې ژوندون داسې شي
لور باندې خفګان او په زامنو خوشحالي کيږي
څنګ به نه ورانيږي په دُنيا چې زيګون داسې شي
ما به ئې دَ خوا نه يو قدم اخستی هم نه وی
زه که وی خبر چې به اشناپه بېلتون داسې شي
خلق چې مثال دَ ښه کردار دَ پښتنو ورکړي
خوښ به دَ هر چا وي چرته راکه بدلون داسې شي
ظلم او زياتی دَ حد نه زيات هم پرې اثر نه کړي
خپل مقصد حاصل کړي خو چې کله مجنون داسې شي
زړه چې له انسانه زما څوک هم تورَوي په کښې
زه تواب ويم وران ښه دی چې کوم پوهنتون داسې شي

يم حيران تاته ئې ولې دي منل ګران
بې لتاته ډېر منزل ته دے مزل ګران

پښتون نۀ دے يو ته ښۀ بل ته چې بد وئ
پښتنو ته پيښور وي هم کابل ګران

بې ضميره دے خبرو پورې خاندې
څوک چې وئ، دي ضميرونه خرڅول ګران

ملګرتيا راسره ستا چې پکښې نۀ وي
دا دَ مينې جنګ به ماته شي ګټل ګران

ما خو ځائے يوازي نۀ ، ټول دربخښلے
ستا پۀ زړۀ کښې راته ځائے دي جوړول ګران

خلقو څۀ څۀ پرې ؤنکړل خو پوئ نۀ شو
زما خيال دے پښتانۀ دي پويول ګران

نفرتونو ورله زړونۀ کړل سم کاڼي
خلق خلقو ته چې نۀ دي ژړول ګران

دَ غرور پۀ اس دي دومره لرې مۀ ځۀ
درته پرې بۀ اوځي ډېر راستنېدل ګران

مونږ کۀ لږ هم دَ هغو نۀ عبرت واخست
مونږ ته هم نۀ دي سپوږمۍ ته بيا ختل ګران

لرې ستا نه زۀ تواب خوشحاله نۀ يم
دَ نصيب دَ لاسه ماته دي درتلل ګران
   
20/11/2011- الرياض


يم پۀ نېغه لار روان غلط شمه
داسې کار زما مازغو پرېښودے دے
تا پسې به زۀ لېونے کېږمه

سيورے دَ يو بل تل پۀ کاڼو ولې
چانه خوږې خبرې وابه نۀ ورے
څومره ښۀ خلق دے زمونږ دَ وطن

دَ يرې نه شم ټيلي فون کولے
څوک هم چې کورکې ټيلي فون اوچت کړي
راته وئ څۀ چل دَ خرچې دي اوکړو

پۀ قيمتي موټر کې ناست ؤمه زۀ
سم پۀ هوا کې زۀ روان وومه خو
ښۀ ده دَ خوبه چې راپاسېدمه

زمونږ دَ کلي خلق ډېر زيات ښۀ دي
ځکه پۀ زړۀ مې راورېږي هر وخت
خو چرته زۀ غريب ئې ياد نکړمه
يواځې زۀ درباندې نۀ يم مئين
ټوله دُنيا درپسې ده لېونۍ
”پېسې“ خدائے خو دي ستا بېخ اوباسې


مخامخ ډېر کړي صفتونه زما
راپسې  پشې شا خبرې کوي
دا فريب ژن به څنګه ځي جنت ته
خلق ترې ځکه خلاف شوي دي چې
زمونږ وطن دَ تباهۍ پۀ لور لاړ
بيا هم زمونږ مشرکرسۍ نه پرېږدي

دا مينه هم څۀ عجيبه شان څېز دے
کور ته دَ يار مې کتل بل خواته نه
کوټې نۀ پرېوتم او لاس مې مات شو

غل دَ شاعر کره  ورغلے ؤ خو
چې څۀ ئې اونه موندل رو ئې اووے
دا خو هم سم دَ پولې طاق مارغه دے
منم پېسه دومره بد شے نۀ دے خو
داسې پېسه دي پۀ  بلا ولګي
خوب چې دَ لاسه ئې کولے نۀ شے

هسې پېسې دَ خزانې نۀ خرچ کؤ
عدالتونه  ورانول  پکار دي
هېڅ حيثيت پۀ کې دَ جج چې نۀ وي

ته به ئې فکر دَ فائدې کوے تل
بيا هم پۀ تا باندې شکونه کوي
داسې سړے څۀ دَ سړي بچے وي

داسې دَ وچې  بدماشي  شروع کړي
ډېر ئې دَ لاسه پۀ لړزان وي خلق
چې څوک زمونږ دَ خوږ وطن باچا شي

نرخ دَ تسبو ځکه  راپرېوتلو
زکر کولو ته څوک نۀ جوړېږي
هر چا پۀ لاس کې وي ګرځند نېولے

ورلډ کپ کې ولې کرکټ ټيم خراب شو
دَ دې جواب دومره څۀ ګران خو نۀ دے
پېسې چې واخلي نو بس داسې کېږي

هاکۍ ، کرکټ کې مونږ ډېر پاتې راغلو
پۀ دے خبره باندې ټول پوهه يو
چې سياست پکې ورننوتو

چې پۀ شود بود دَ کرکټ نۀ پوهېږي
مونږ مشران ورله کړل داسې خلق
دَ کرکټ ټيم به تباه کېږي څنګ نه
پۀ حرکتونو شي دَ ټيم نۀ بهر
بدنام وطن او هم خپل ځان تباه کړي
لوبغاړي ټول دي کم عقلان زمونږه
پېسه دَ  رب  پۀ قدرتونو راځي
کۀ  پۀ خوارئ او مزدورۍ کېدلے
مونږه دَ ځانه پسې پټ اووستو


ما وے کۀ خېر ئې چې زۀ ورشمه نو
پۀ يو سعت کې بۀ ئې رضا کړمه خو
سم ئې دَ ځان نۀ مټاکي غوز جوړ کړو

اول ئې وے عهده مې خوښه وي
خو چې دَ کله نه چيرمين کړو مونږه
اوس پۀ کرسۍ باندې څۀ بل شان ناست وي

يو وے دَ جاز نه راټوپ کړي دي ما
بل ورته وے دا څنګ کېدے شي مړه
هغه وې جاز  ؤ  لا پۀ  زمکه  ولاړ

دَ سړک بل خواته مې واړوله
راته بوډۍ اووے مننه روره
غصه شوم خپل ځائے ته مې بوتله واپس

پۀ پښتنو ښۀ لګي نوري ژبې
اوس دَ پښتو پيرډ له نه راځي څوک
پروفيسران دَ پښتو هسې ناست وي

ځائے دَ شرونو ترې جوړ شوے دے سم
ممبران نۀ راځي يا خوب کړي پکې
دا اسمبلي پکې لا چا راوستي

يو وے ډاکټر کوي خدمت دَ خلقو
ما وےڅرمن به درنه اوباسي خو
لږ ورله ورشه پرائېوټ کلېنک ته

چې ورځ تر ورځه نشيان ډيرېږي
انجام دَ دې خبرې ښکاري خراب
مونږ له پکار ده چې څۀ غم ئې اوکړو

منم چې زړۀ ته مې نزدے وے مخکې
چې بېماني مې درکې اولېدله
اوس دي دا شکل پۀ ما ډېر بد لګي

چې خپل خواږه مور پلار يواځي پرېږدي
کډه دَ سخر کره ترې وېسے ، لاړ شے
دومره خو هم دَ ښځې نه مني څوک

زړه قيمه چې پکې ولېده ما
سخا پياز هم پکې وراچول لا
نوم دَ کبابو پۀ ما بد لګي اوس

چې دَ پخلي نه کله هم وزګار شي
بيا بۀ پېچوکي وغېره جوړوي
جيل کې دَ نر سړي نه جوړ شي دله
دَ روپۍ څېز بۀ پۀ پنځه خرڅوي
تپوس کولو والا څوک هم نشته
دُکاندارانو بس راغونډې کړلے



رزق دے څنګه څوک ئې څنګه ګټي
ما سره غم دے چې دا دوي به کړي
کۀ وکېلانو دا دروغ پرېښودل


توره تياره وه ښپه مې اوښوېدله
تاسو به کړئ رانه تپوس ”دا ولې“
دَ ټنګ ټکور پسې تلم بل کلي ته

ځان چې دي هسې مرور کړو رانه
پۀ دے خبره تاله سوچ پکار دے
ښه لوي سړے ئې څۀ ماشوم خو نه ئې

خيال دَ چا خبرې ته زما نۀ وي
هېڅ هم پۀ مزغو کې زما نۀ کېني
زۀ ژوند دَ هجران سم ګنګس کړے يم

کۀ چرته  زۀ دَ خپل وطن  باچا شوم
نو دا اعلان به زر تر زره کوؤم
چې شاعران نه خوښئ ټول اونيسئ

څۀ چې کوي نو دے کولے شي خو
بل څوک خپل لږ اختيار ته هم نه پرېږدي
دَ امريکې دا بدماشي به منے

څۀ عجيبه عجيبه چل پرې اوشي
دے ځنې ځنې مشرانو ته چې
کله زۀ نوم دَ پښتونخواه واخلمه
اداکاري کول ئې ډېر آرمان ؤ
ځکه دَ کوره پسې اووتلو
اوس نۀ دَ دين نه دَ سادين شو پاتې

دومره غصه ئې خواله تلے وومه
ما وے مرۍ نه به ئې نېسمه خو
چې چائے ئې راوړه نو ما هېڅ ؤنه وے

سم پۀ شرمونو سړے ؤشرمېږي
دَ نه سړي خبرې هم  اوري  تل
خدايه ! څوک چرته قرضدارے نکړے

دَ چا پۀ سوچ فکر کې کار نۀ لرم
چې دَ پښتو ژبې خدمت کوي تل
ماته دے ګران داسې پښتون ملګرے

دعوه کوي چې کلک پښتون يمه زۀ
خپلې خبرې نۀ چې وتختي زر
داسې پښتون ته چا پښتون ويلے

مونږ ميزائيلي جوړوؤ ښۀ درز کې
ګاونډي هم ناست پۀ قلاره نۀ دے
خلق کۀ مري دَ ولګي مري دي کنه
دا دَ يو بل دَ  تباهۍ دَ  پاره
چې مونږ لګيا يو او وسلې جوړوؤ
بيا دَ زيګون پۀ دُنيا څۀ فائده ده
توپ ، ايف سکسټين او ميزائيل نۀ ويني
يا دَ دې ځنو مزغو کار پرېښودے
مقابله چې پۀ لوړو کوي

خوشحاله نۀ دي انسانان پۀ دُنيا
روان حالا تو ته چې ګورمه نو
منصوبه بندي ماته ښۀ کار ښکاري

منم چې دومره ښائسته نۀ ئې خو هم
دا مجبوري مې ده زما خوښۀ ئې
پۀ ميک اپ څله مُشاده  ورانوے

دا زۀ چې څۀ يم دغه يمه کنه
چاته به څۀ دَ ځان صفت کوؤمه
کۀ ښۀ سړے راته څوک وئ او کۀ نه
راسره غم دے چې به نور څۀ کېږي
اوس خرابېږي ورځ ترورځه حالات
ښکاري قيامت رانزدے شوے شان دے

هر څوک به ستا خواله درتلل غواړي بيا
هم به عزت وي ستا دَ هر چا زړۀ کې
دَ دې دَ پاره وي ښۀ خوي ضروري

يو ښۀ شاعر ته مې غصه کې اووے
تا پۀ ناښۀ شاعر لېکل کړي دي
هغه وے هر څۀ پۀ پېسو کېږي نو

دَ شاعرۍ يو صنف نۀ پېژني
بيا هم لګيا وي کتابونه لېکي
پېسۀ دَ نۀ شاعر نۀ جوړ کړي شاعر

يو وے پۀ معده باندې مې دړ راځي
بل اووے چې څۀ وجه کېدے شي دا
ما وے لګ خوراک پۀ اندازه کوه

دړ زما پۀ سر باندې بېخې نۀ  ؤ
سوچ نۀ پس پۀ دے خبره پوهه  شوم
شپه بېګاه بهر زما دَ کوره  وه
ته ورته لار دَ سړيتوب به ښائ
خو دے پۀ دغه لاره تګ نۀ کوي
داسې سړے څۀ دَ سړي بچے وي

چې قدرتي ښائست ئې ګډوډ کړلو
جوړ مصنوعي ښائست دَ خلقو خوښ دے
بيوټي پالري چې بې شماره شولے

چې مخامخ دي صفتونه کوي
خو پشې شا درپسې کړي خبرې
ويم داسې کَس له پۀ مرۍ  غلے شوے

نشته سپک کار او درون کار ته نۀ کوے
بې روزګاري دي ډېره تېره کړله
سم پۀ رشته کې ئې دَ تړم باچا

نور دي زما هېڅ اونکړل ياره خو
لږ شان دي دَ خلقو دَ خندا کړمه
تا پۀ نيمه لاره کې چې پرېښودم

ته زما پۀ سر ورته خبرې کړه
دا زما يقين دے درته وائ به
بل څوک دَ تواب نه زۀ ښۀ نۀ وېنم

خپل ئې دَ رشتې نه انکاري وي تل
ماته دَ رشتې پاللو چل ښائ
داچې بې وقوف نه دے نو څۀ دے بيا

نن ئې دَ يو صبا دَ بل پۀ خوا کې
منم زما درپکې څۀ کار دے خو
ګوره موبائيل ځان نه مه جوړوه
ګوره خبره دَ مطلب پکار ده
زمانه دومره تپوسونه مۀ کړه
لا حکومت موبائيل فري کړے نه دے

پۀ لوپټو به پابندې ؤلګي
لوي او واړۀ به پۀ جانګو کې ګرځي
روشن خيالي پنجابيان دے ته وائ

تا به وي پاس کړے زۀ منمه خو
داسې شپاړسم باندې به څۀ اوکړے
هر وخت چې نېولي دي وي سخا وښکي

چې پۀ راحته کې دي دوست ګڼي ځان
دَ سختې وخت کې دي په کار رانشي
نو داسې دوست ته به څوک دوست اووائ

دا بې پېسو سړے به غلے ناست وي
ډېري خبرې چې پېسو والا کړي
دا ده رشتيا پېسې خبرې کوي

دَ خلقو مخکې ورته مۀ وايه څۀ
ته ښۀ خبر ئې مخکې داسې نۀ  ؤ
دا بې وسۍ ترېنه دله جوړ کړے

مخ ئې ؤ  پټ راته ئې اووئيل چې
مينه کوے ، ما وے چې ولې نکړم
مخ ئې ښکاره کړو ما وے ګپ لګومه

”مونږ ته به ئې وے مېدان نه نۀ تختي څوک“
دا وه زمونږ دَ هاغه مشر وېنا
چې دَ مېدان نه پۀ بورقه کې لاړو

منم چې مخکې دَ بورقو عزت وو
ځکه اوس خلقو ته تور بَو ښکارېږي
چې ترهه ګر ټول پۀ بورقو کې ګرځي

واړه او لوي يا بوډاګان خو پرېږده
داسې حالات مې يو ځل اولېدل چې
بوډۍ سندرې پۀ جوال اورېدې

نن صبا لاس کې وي نېولےهر چا
ماشوم سندره پۀ جوال اورېده
خوا کې ئې نيا هم پۀ ګډا وه ورته

اے سي او کمبلي پکې شته منم
هم پکې کمے دَ خوراک نشته خو
ډېر راباندې بد دَ جيل دا نوم لګي

اے نصيبه داګيله مې ستا نه ده
هېڅ قصور زما نه ؤ خو بيا دي هم
جيل کې درې څلور شپې پۀ ما تا اوکړے

شپه ورځ ګرځېدل وي دَ څورلو پسې
داسې ليموزين مې کړل مازغه خراب
ودرېدم برمل ته ما وے چرته ځے

پۀ دے خبره راله قار راشي
ماته وئ ليټ ډيوټۍ له څله راځے
څوک چې پۀ خپله هم بې وخته راځي

ښکاري چې اوس بۀ اقامه رانکړي
کفيل زمانه پۀ دے ډېر خفه شو
ما ورته وے ستا بقره خلي ولي

لګو بچو ته ګناه ځکه وائ
دا چې پۀ خېټه باندې ډېر مئين دي
وظيفې څوک راټولوي به ورله
ځنې سپوږمۍ او پۀ خلا کې ګرځي
څوک سمندر کې آبادياني کوي
مونږ يو چې اوسو پۀ غارونو کې لا

دوي  وائ  وېره دَ  الله  نه اوکړئ
مونږ وېره نۀ ورسره مينه کوؤ
ګناهګار دوي دي کۀ نه مونږه وايئ

زمونږ پۀ کار کې مدام کار لري دوي
چې کله هم ورته  مونږ وايو ” ولې “
مونږ ته وئ ستاسو زمونږ کار کې څۀ کار

نمک مرداره ورته ځکه وايم
دَ انګريز جوړ جاز کې سفري کوي
چرته ئې هم ورته شکرن اونه وے

ښځې خاوند ته اووے يه سړيه !
”ځمه دَ پلار کره“ خاوند ئې اووے
”زۀ پۀ دے طمعه دَ ډېر وخت نه ناست يم“

دَ هوائ جاز ټکټ دومره ګران شو
يو وے چې اوس به څنګه کلي ته ځو
ما ورته وے دَ اوبو جاز کې لاړ شه
پۀ نه خبره مرور چې کړي ځان
پۀ منتونو راله زړۀ ستړے کړي
يار دَ يارۍ نۀ هسې ګپ جوړ کړے

خاوند وے ښځې ته ما ځان بيمه کړو
هغې وے ”ډېر ښۀ کار دي اوکړلو خو
الله دي  زر دا پېسې لاس له راکړي“

دا دې زما خيال دَ هر چا خپل خپل خيال
ږدي چې دَ خپل مشر پۀ قدم قدم
زار شمه دَ داسې انسانانو نه
هر يو قام خپل مشر پېژندلے دے
ځکه دي روان دَ ترقۍ پۀ لور
يو پښتون قام خپل مشر نۀ پېژني

کفار محنت کړي مخ پۀ وړاندې روان
مونږه لګيا يو حد دَ ګيرو ګورو
ځکه دَ دين نۀ دَ سادين شو مونږه

مونږه دَ ډېرو نه يو ورسته خو هم
نمبر پۀ دے کې رانه نشي وړے څوک
مياشت پس زمونږ وزير اعظم بدلېږي

انګريز وے ته څنګه سپوږمۍ ته راغلے
ما وے چې تۀ  راځے  زۀ  نشمه  څۀ
هغه وے پاسه مړه ! خوب به وېنے



کږه وږه پۀ لار  روانه چې وه
ما ورته وے دومره غرور مۀ کوه
هغې وے ښپې راله پېزار خوږوي

چغې وهلے هسپتال کې بيمار
زۀ  دَ  ډاکټر پسې چې وراغلمه
هغه دَ نرسې سره ګپ لګوؤ

بيوټي پالر واله يو اووهلو
ويل ئې تباه شے زۀ تباه دي کړمه
بيا دَ بوډۍ نه جينۍ مۀ جوړوه

زوي  ئې  ژړل  ماله  پېزار  راوړه
پلار ئې غلا ځکه دَ جمات نۀ اوکړه
خراب نظام ترې هېره کړي ګناه



پۀ اول ځل چې ئې خپل زوم اولېدو
پۀ حېرانئ ئې چغه اووهله
دا خو هغه دے ، پۀ خُله لاس ئې کېښود

مشاعره کې چې غزل مې اووے
ځنې شول پوهه خو پروا مې نۀ وه
ځکه شاعر ئې ؤ پخوا مړ شوے



پۀ دے خبره باندې شک مۀ کوه
دا زۀ چې مور له دي تحفې دروړمه
چمچې لګومه ياره ستا دَ پاره
ګرانه ګراني او يا مستي کېدے شي
خو خلق څنګه خپل نظر کنټرول کړي
دَ ګز ټوټې جوړي جامې چې واچئ

ډېر ئې کتل نو ورته ما اوؤئېل
دَ تقدس زنځير دي وشلولو
وے ئې دَ ځانه مُُلا مۀ جوړوه

ما  ؤ  لېږلے دَ چکر دَ پاره
خو زوے چې راغے دَ مغرب نه زما
دوه ورځي پس ئې وے” زۀ بيا ځم ډيډي“

ورته چې کله دَ څۀ کار اوؤيمه
راته وئ ډيډي ! ځۀ صبا بۀ اوشي
ښکاري دا زوے به مې وزير جوړېږي

دے خلقو هسې پرې غوبل جوړ کړے
ما څۀ دَ چانه غلا خو نه ده کړي
بس خو يو دوه ګوټه مې څښلي وو نو



خېر دے خبرې به ئې اومنو خو
نظام دَ ملک به څنګه اوچلوي
لګئ چې ګوته دَ دسخط پۀ ځګي

دَ کوم وطن يو کوم وطن کې اوسو
نصيب ته هېڅ ګناه زۀ نۀ کوؤمه
دَ اوسېدو شان مو وطن کې نشته
حفاظت څنګه به دَ نورو کوي
خپل حفاظت چې هم کولے نۀ شي
څوک بهر تي کېږي نۀ پوليسو کې اوس

نکړم انکار چې ښځۀ نۀ وي خوږه
خو دومره هم نۀ وي خوږه ملګرو
چې پسې خلق مور او پلار خپل پرېږدي

پۀ  دواړو  غوږو دي دا واوري  هغوي
رانه پۀ سترګو ئې ونه لېدله
څوک چې دَ حورو پسې ځان مړ کوي

دَ وړو مور چې خوشحالېږي زما
کۀ زړۀ مې غواړي او کۀ نۀ غواړي خو
خواښې او سخر له سلامئ له ځمه

هر يو قام خپل قام مخ پۀ وړاندې بوځي
چې دي دَ قام دَ تباهۍ ورپسې
دا ځنې ځنې پښتانۀ څۀ کوي

جنت دے جوړ دَ مسلمان دَ پاره
دا ځنې ځي چې پۀ کوم لوري ورته
کړي جهنم کې بۀ آرمان دَ جنت

دَ بل پۀ قتل باندې نۀ شې تللے
چې ښۀ عمل کوے جنت تۀ به ځے
عقل ښۀ څېز دے خو پۀ چا کې چې وي

وړل چې بچي ما دَ مرغو دَ جالې
راته راياد شو، چې ورک شوے ووم زۀ
ما پسې څومره مور او پلار خفه وو

درزن بچو راوړو ته ؤ خوشحاله
چې شوه خرچه ئې دَ برداشت نه بهر
اوس پۀ کوڅو کې خېراتونه غواړي

ډېر شُو محرومه دَ امداد نه هغوي
څوک چې څپيڼو دَ دهشت وهلي
چې مالدارانو رجسټريشن اوکړو

ډاکټر مريض ته اووے وايه کنه
زما علاج څۀ فائده درکړه درله
هغه وے را ئې کړه خو ستانه کمه


ښځې خاوند ته وے بچي مو نشته
خاوند ئې وے آبادي څله زياتے
نور پۀ علاج آ،غريب ستړے شولو

پۀ زلزله کې تباه شوي خلقو
ځکه امداد پۀ سترګو ونه لېدو
تقسيمولو بې ضميرو خلقو

ته چې وے ښۀ موبائيل خوښ وي زما
پۀ اشاره باندې دي پوهه يمه
خو ما لا ځان له هم اخستے نۀ دے

”مونږ حفاظت دَ قام کولے نه شو“
اقرار پۀ خله باندې ئې داسې اوکړو
داسې سرکار له استفا پکار ده
پۀ نوم دَ دوي ئې سياست کولو
پښتنو ځکه ورله ووټ ورکړلو
چې شُو کامياب ، پښتانۀ کړل ئې تباه

کرپشنيان پۀ هر هېواد کې شته خو
دعوه کونکي چې دَ دين کرپټ شي
دا زړۀ سم اوچوي دَ خفګانه زما

پۀ خپل وطن باندې چې ځان قربان کړي
دَ ننګيالتوب قصې ئې هر ځائے کېږي
هم ورته خلق دُعاګاني کوي

پوليس بېخې جنت ته نۀ شي تللے
زوي اووے پلار ته ، پلار ئې اووے ولې
هغه وے څۀ کار پۀ جنت کې دَ دوي

کله چې شاعر پۀ پردي شخوند وهو
ما وے دا کلام خو، هغه اووے چې
ګوره پۀ پردي کار کې کار مۀ لره

څنګ نۀ پوهېدونکے کفيت به وے
سوچ کۀ لږ پۀ دے خبره اوکړو مونږ
غر پۀ بله اړوي لاسونه ډېر

دوست چې مې هر څۀ هوټل کې واخستل
ما وے ولې کور کې پخلے نۀ کوئ ؟
آ ! وے  ښځۀ نۀ کړي زۀ پوهېږم نه
يو دَ پهانسۍ مجرم ته جج اوؤئېل
څۀ آخري خواهش ، مجرم اووے چې
زما پۀ ځائے باندې چې ته پهانسي شوے

يو فلسفي ته ښځې وے دا ولې
سړو نه ښځې عمر ډېر تېروي
آ ! وے دَ ښځو ښځې نۀ وي ځکه


بيوټي پالر يو پۀ ايجار واخستو
خو زر ئې پرېښود ، ما وے دادې ولې
وے ئې زاړه نوي کولے نه شم

دا اوس لا څنګه فيشنونه عام شو
پته دَ نر ښځې پۀ ګرانه لګي
چاته چې ګورم زړۀ رپېږي زما

داسې تپوس چې بيا بېخې ؤنکړے
تاته چې خپل عمر زۀ اوؤيمه نو
بيا سپين ويښته زۀ توروؤمه ولې

يو وے رنګونه دَ ويښتو ډېر ګران شو
بل وے پۀ سپين ويښتو کې ښکارم بوډا
ګنجي وے هېڅ اثر پۀ ما نۀ کوي

ښځې خاوند ته وے کۀ مړه شمه نو
ما سره غم دے چې بۀ ته څۀ کوے
آ ! وے ته مړه شه زما غم مۀ کوه

قبر ته ناست يو منجور راته وے
واخله دُعا چې پۀ مزو دي سر شي
ما ورته وے ځان ته ئې ولې نۀ کړے
لږ وي سيمټ،شګه باجري ښۀ ډېره
مکمل نه وي چې ديوال ارتاؤ شي
نشته تپوس چې داسې ولې کېږي

ورته دي يو ځل دَ غزل کۀ اووے
درته به ختمه کړي بيا ټوله کاپي
خوبي مې دا دَ شاعر خوښه نه ده

دَ شپې پۀ دولس بجې ؤرسېدم
تر دَ يوې پورې لامبل هم اوشو
بيا مې عمرې لره احرام اوتړو

يو ځائے مېلمه شوم ما وے ځه کۀ خېر ئې
کوربه به ست راته پۀ مينه اوکړي
خو هغه اووے چائے دي څښلے کنه !

دَ يو دلال نه مې تپوس اوکړلو
چې کاروبار نن صبا څنګ روان دے
هغه وے وران دَ انټرنټ دَ لاسه
دومره خوشحاله ووم ښۀ تېز روانه ووم
دا خوشحالي مې پۀ خفګان بدل شوه
راله مرور مخالفه چې راکړه

بيا به سبو له دَ شوتلو نۀ ځم
دومره ئې تنګه کړمه ويَرېدم
چې پۀ پېنسه کې مې ملخ ننوت

دا بهانه وه ، شوه ښکاره پۀ بلۍ
راز بهانې دَ بهانې ښکاره کړو
دَ کشمالو کټولۍ ترې پرېوتله

لاس راله اونيسي ، وئ مۀ ځۀ کنه
مسافري به ته ټول عمر کوے ؟
پۀ خوب کې داسې کله کله وينم

زۀ ښه محنت کړم او محنت به کوؤم
خو چې دولت مې لاس له نۀ راځي نو
خلق پۀ ما ولې الزام لګوي

ماله پېغور چې دَ غربت راکوے
پۀ خپل دولت باندې غرور کوے تل
دا هر څۀ پاتې به شي نورو ته ستا

هغوي دُنيا کړه پۀ مثال دَ کلي
مونږه هم ځان دَ دوي نۀ کم نۀ کڼو
څومره فرقې جوړوؤ ورځ تر ورځه

تاسو کۀ وختئ سپوږمۍ ته نو څۀ
مونږ دَ ختو سوچونه هله به کړو
کله چې پرېږدو مونږ چرګان جنګول

څوک پۀ روزګار کۀ بې روزګاره ګرځي
دَ هېچا زړۀ ته هم سُکون نۀ راځي
دَ مُسافرو به څۀ ژوند وي مړه



دوانړه دَ يو بل سره کړي مشوره
عابد وئ ډېر مسافرۍ کړم ستړے
تواب وئ زۀ درته دمه ښکارمه ؟

دے کۀ ګناه کوي نو خېر دے کنه
ځکه طاقت ئې پۀ جهان ښکاره دے
خوار وي پۀ نه خبره هم ګناهګار

هم مې کړي  ښکول پۀ دواړه مخه باندې
دَ قهوې ست راته پۀ مينه اوکړي
دَ کفالې پېسې چې واخلي کفيل

دَ ورځې ګرځې پۀ تکل دَ روزګار
شمارې برګې ټوله شپه خوب نۀ درځي
توابه ! ژوند دي بې مقصده تېر کړو

شوق مې لرو چې سندرغاړے به شم
چې سارے ، ګامارے مې واورېدل نو
څۀ به ايزده نکړم ژوند ختم به شي

ما وے ډاکټر له دي بوځمه روره
خفه شو ، ما وے خفه کېږے څله
فرنجے دي خاورې دَ برګې رارتاوئ

پۀ داسې خوند باندې به څۀ اوکړي څوک
چې پۀ شرمونو سړے اوشرموي
بېخ دَ شرابو دَ نشې دي اوځې

اوکړه څۀ لږ دَ سړيتوب کارونه
پېسې به هم خرچ کول غواړي ګورے
کۀ پۀ دې خلقو باندې ځان پېژنے

کله نا کله به راتله ټي وي له
څو ورځې اوشوې چې ئې نۀ وينمه
ښکارې جوړ پلار ورله اخستے ټي وي

کۀ حفاظت دي دَ خپل جيب غواړې نو
هم دَ تکليف نۀ بچ شے ، سوال کوه دا
ما هسپتال له ربه ! مۀ وروله

دَ سلو منو پورې وړے شي وزن
تا پکې زر منه ورواچولو
ټيرونه څنګه به دَ ګاډي نۀ چوي

پۀ غاښ ئې دړ ؤ نو ډاکټر له لاړو
پۀ زوړ امبور ئې ورله غاښ اووستو
څو ورځې پس ورته زېړے ولګېد

تا خو مدام ترېنه نفرت کړے دے
دَ انګريز جوړ جاز کې چې حج له لاړ شے
وايه دا حج به ستا قبلېږي څنګه



ما ئې احسان چرته منلے نۀ دے
کله نا کله ورته اوکړم کنځل
خو دَ انګريز جوړ کړے څيز مې خوښ وي

ما ورته ډګرياني مخکې کېښودے
پس دَ کتو رو غوندې افسر اوؤے
کار دي کېږي ځان کۀ دي لږ اوګرَو

دومره ښائسته دے چې تپوس مۀ کوئ
هر څوک دا وائ چې مې اولېدلے
سوات ته به څنګ ځي څوک پۀ وران څرکونو

ځکه پرې ځم دا مجبوري ده زما
زما پۀ روغه ملا ئې دړ اولګؤ
کله به سم شي دَ دير سوات څرکونه

ما ئې مشري هر وخت منلي ده
زۀ چې شومه مشر نو ما نۀ مني
ته به وے چې ناست ئې پۀ کنډر کې يم

چې ئې دَ لاسه هر ځائے اوشرمېدے
ګورے چې نور به دي لا څومره شرمئ
دا خپله خله دي ماتوے ولې نه

بد چې دي وئ نو بيا کنځل کړے ورته
چې دي صفت اوکړي نو ښۀ سړے دے
ښکاري پنجاب کې دي جوړوخت تېر کړے

ډېر زر پۀ خپلو کړو پښېمانه به شے
تلے عزت پۀ بېرته بيا نۀ راځي
تا پۀ بې ننګه باندې ننګ کړے دے

داسې سړے راله غصه راولي
چرته به ئې هم خواله ورنشمه زۀ
چې پۀ ټوخي باندې هم ځان خفه کړي

يو يار مې اووے چې پۀ خوب کې اکثر
پۀ ښپو کې غنې ننوځي زما
ما وے پېزار سره څمله کنه

پۀ فيشني بورقه کې وه روانه
زۀ پسې هم پټ پټ روان شوم شاته
چې ورنزدے شوم نو بوډۍ وه هغه

زلفې اوږدې چې ئې ما اولېدلې
نو ما وے ځۀ چې ځے چانس ؤبه لګي
هلک رامخ کړل راته ډېر غصه شو

ملنګ وے خېر راوړئ دَ خدائے پۀ نامه
دَ کور مېرمن ورته وے نن څۀ نشته
ملنګ وے مخکې دې څۀ توره کړي



منم دَ مور مينه کې راغے کمے
پلار مې هم اوس خبرې سمې نکړي
خو دا واده کول هم وي ضروري

ښځۀ مې پلار کره وه تلې شپو له
مور راته وے بچيه ! ورشه پسې
ما وے غوږونه مې ايله پۀ آرام دي

مور راته وے ، ورشه دي ښځې پسې
ما وے خېر تېره به کړي مياشت پلار کره
هغې وے څوک بۀ کړي دَ کور کارونه

پۀ ښۀ نظر راته کتل لا څۀ چې
يوه دېره کې مې هم نۀ پرېږدي څوک
بيا پۀ عمره باندې به رانشمه

پۀ نيت راغلے دَ پېسو ګټلو
نو دا دُعا به دي څنګه قبول
”خدايه ! پۀ خپل در کې قبول کړے عمره“

واده مخکې به ئې وے بچيه !
پس دَ واده نه راته مور وئ اکثر
اے بېختليه لږ خواله راشه

دَ يو تنظيم روڼو ته اووئيل ما
قابل شاعر دے چې ئې راولمه
هغوي وے دومره قابل مۀ راوله

سترګو کې جوړ ئې وو سيلاب دَ اوښکو
ځان ته نزدے مې کړه خفه پرې شومه
هغې وے اخوا شه زۀ پياز پرېکومه

غل ته جج اووئيل چې ډېر هوښيار ئې
کوے غلاګانې او څوک نۀ پوهېږي
غل اووے جج صيب دَ تعريف مننه

مور ورته اووئيل چې يه بچيه !
پۀ مخ دي ګيره راغله مۀ ويرېږه
زوي ورته وے ګيره ټوپک خو نۀ دے

دَ حج نۀ پس حاجي چې لاړ کلي ته
تا چې تپوس اوکړو شيطان دي وشتو
هغه وے ماله ئې څۀ پلار وژلے

لګ ورنزدے شوم ورته پټ مې اووے
ما دا خپل زړۀ په تا بائللے اشنا
هغه وے ما جواري کله کړي

ډېر خلق وائ مور او پلار خواږه دي
دا خوئندې روڼۀ هم څۀ بد نۀ دي خو
ما ته زما دَ وړو مور خوږه ده

لاړل ډېر خلق پۀ دورو دَ زړونو
داسې به نور هم دَ دُنيا نۀ لاړ شي
چې اخبارونه اوسني ګوري څوک

خيال زما نۀ ؤ بس راپرېوتلم
ښپه مې رب بچ کړه لاس چرلټ مې مات شو
بيا پۀ کوټه به باجوه نۀ خېجوم

ډېرو دَ  ژوند نۀ پکې لاس اوينځل
دا خلق بيا هم قلارېږي ترې نۀ
دَ باجوؤ دي خدائے بېخ اوباسي

ملګري اووے پۀ ګرځند، درځمه
ما وے دَ ځان سره لږ کور هم راوړه
دا چې ئې واورېدل نو بيا رانغے

ما وے رياض دي خوښ شو کۀ نه
ملګري اووے سوچ مې نۀ دے کړے
ځکه دَ خوب نۀ وزګارېږمه نۀ

منمه رنګ ئې دومره بد نۀ دے خو
زړۀ ورله ځکه زما نۀ ورځي چې د
دَ ګوجر پيو کې غوشان وي اکثر

دَ غم طوفان ورته ټنګېږي کله
دَ خنداګانو دومره زور دے ګورے
خو اقامه ختمه ده څنګ به خاندم



سوال پيدا کېږي نۀ چې هېره ئې کړم
لکه دَ وينې مې پۀ زړۀ کې اوسي
هاغه ورځ ما او تا پۀ ټال چې ځانګل

خاندې لېونتوب زما پۀ داسې کار
ما پۀ ډک محفل کې راونېوه
رور ئې راغے ښۀ ئې وډبولمه

مۀ خانده زما دَ خاموشۍ پورې
ډېر ډېر څۀ کولے شي خاموشه اور
ګوره دا خبره پۀ ګپ ماړوه

” ته چې نۀ راګورے زۀ پاګل به شم“
دا چې ئې څنګ واورېدل غصه شوله
ما وے مۀ راګوره هسې ګپ لګوم

ما ويل جانانه لږ مې پوهه کړه
اوس پۀ ټيلي فون خبرې نۀ کوے
ويل ئې بل راغلے وو کټ شوے دے

يوه خبره کوم خفه چې نۀ شئ
قاضي هم بې پېسو شراب خوښوي
چې پۀ پېسو شي بيا حرام ورته وئ

دا غريبان به څومره صبر کوي
پۀ سخته کړي به دَ مالدارو ژوندون
خو دا کار هم بې دَ پېسو نۀ کېږي


څنګه به ظالم او مظلوم پېژنم
هر چا خوره کړي ده نيکي پۀ مخ
ځکه پۀ بار بار باندې دوکه شومه

زۀ درنه دَ خپل محنت صله غواړم
ته وے دَ ثواب کارونه هم کوه
ولې پۀ ثواب خيټه ډکېږي څۀ

کډه دَ تعلق ئې رانه ويوړه خو
بيا مې هم دَ زړۀ دَ کوره نۀ اوځي
ډېر وفادار سپے ؤ ګورے چرته لاړ

پۀ ټي وي رنګ پۀ رنګ چينلي راغلے
څۀ عجيبه اثر ئې اوغورځوؤ
نوے کول ټول ئې کړو دَ برېتو محروم

چې يو اړخ ئې سمے بل ورانېږي
خلقو ته قدر جوړ دَ وخت معلوم شو
ځکه دَ برېتو نه يو کرپ اوباسي

راتلل رنګونه مې ملګري ته ډېر
ما ورته وے جوال اوچت کړه کنه
هغه وے چپ شه بيګاري دے روره !



يو راته وے پېسې ښه دېري ګټم
ما ورته وے يو زر روپۍ خو راکړه
هغه وے مړه پۀ ګپ نۀ پوهېږے

دعوت ئې راکړو خو دا هم ئې اووے
چې راځے ځان سره څۀ راوړه ګورے
ما ورته اووے دَ پلۍ خو نۀ ئې

هسې صبا او صبا څله کوے
کۀ راکوے نو زر ئې راکه کنه
څۀ خو بس زر روپۍ مې غوښتي دي نو

مونږ ئې عزت دَ حد نۀ زيات اوکړلو
پۀ خپل عزت باندې چې پوهه نۀ شو
ځان ئې کړو سپک لکه دَ باد دَ بڼې

” کۀ يمه زۀ يمه “ده وې بۀ داسې
خپل غرور داسې راګوزار کړلو چې
څوک ئې اوس نۀ حسابوي سړو کې

چې پۀ عهده وي نو دروند ښکاري سړے
تنظيم کې ؤ به دَ عهدې پۀ آرمان
خو هر سړے پۀ عهده نشي راتلے



ځنې چې وئ ټوله شپۀ خوب نۀ راځي
دَ دې علاج دومره څۀ ګران خو نۀ دے
دَ خوب ګولۍ بازار کې نشته دے څۀ

بې دَ پېسو نۀ ګزاره ده ګرانه
سوچ دَ پېسې دومره شوے دے چې
ګياره کې لس شو مريضان دَ شوګر

دَ الله دے قدرت ته ډېر حېران شم
چې دَ بدنيته سري مخ ته ګورے
سمي دَ مخ نۀ ئې اېرې چڼېږي

مدام دَ ښکلو صفتونه کوي
ځکه دَ خياله ښکلي ګرځي کاږه
دے شاعرانو ځان له کار کتلے

خامۍ شاعر ته مې پۀ ګوته کړلے
دومره خفه شو چې تپوس مۀ کوئ
بيا مقاله به پۀ چا نۀ لېکمه

دا څنګ وختونه پۀ دُنيا کې راغله
رانه يو خوږ دوست بس پۀ دے خفه شو
ما ئې دَ نوم سره چې صيب ؤنه وے

مخکې پۀ سترګو ئې څوک نۀ ويني خو
وخت دَ ووټونو رانزدے چې شي نو
دا لېډران بيا غم ښادۍ شروع کړي



دَ يو مرض به بل ته څنګ نۀ لګې
پۀ يو سېرنج ستنې وهې ډېرو ته
داسې ډاکټر ته زۀ قاتل وايمه

ټول درته ګوري به دَ شک پۀ نظر
ځان درته هم به ملامته ښکاري
چا وے چې ښۀ کار دے دَ ښکلو ياري

خپل ژوند قربان ئې دَ وطنه کړلو
آخري وخت ته چې وروسېدو
سرکار ئې اوس کور نه بهر نۀ پرېږدي

مخکې رشتې وے عربي له ډېرې
اوس چې څوک نوم دَ عربي واوري نو
ورته وئ لور مو دَ واده لا نۀ ده

دُنيا تباه شوه او تباه دي شي نو
ځنې پرې ځکه خوشحالياني کوي
لار ورته دا نېغه جنت ته ښکاري

پۀ داسې کار باندې ځان ستړے نکړے
پۀ کريم پوډرو باندې نه سمېږي
څرمن چې وي دَ چا دَ ميخې پۀ شان

ته چې وے ښکلي کړي پۀ سترګو وشته
شاعره دومره دروغ څله وائ
مړه دا سترګې څۀ ټوپک خو نۀ دے


بيا مې توبه ده خواله دربه نشم
کۀ دا تپوس رانه کوے چې ” ولې“
تاسو ساتلي سپي تړئ ولې نه

دلته دَ هر قام خلق ؤلېدل ما
ورسره ناسته پاسته هم مې اوکړه
خو پښتون قام ته يو قام هم نه رسي

سترګې دَ يو ملګري تکې سرې وې
ما ورته وے ښکاري شراب دي څښلي
هغه وے خوب مې بېګاه نۀ دے کړے

دَ شاعر دوست شاعر ډاکټر له بوتلو
ډاکټر وے ډېر اسان علاج دے دَ ده
پۀ هر يو شعر ورله داد ورکوئ

دَ چا پۀ زړۀ کې به ځائے جوړ کړي څنګه
دَ دوي دَ لاسه دومره پاتې راغلو
دُنيا نۀ مخکې هندوستان شو مونږ نه



دَ دوؤ کلو وه جګړه پۀ زمکه
کلونه اوشو فيصله نۀ کېده
فائده ئې اووته دريَم کلي ته

قاتلان ګرځي ښۀ ډاډه هر ځائے کې
قانون زمونږه دَ وطن ړوند شوے
دَ انصاف طمعه به دَ چا نه کوؤ


مۀ وايه چې دا ښۀ دي کۀ دا جامې
خوند درسره ياره هر يو رنګ کوي
داسې چې ښائست الله درکړے دے

مينه کې بس دا دَ انتها وي کار
څۀ چې دَ خپل ځان سره پتنګ کوي
هله چې دَ چا پۀ زړۀ کې مينه وي

دا ځکه زۀ ورپسې نۀ ګرځمه
علاج مې نشته مسيحا سره هم
تاسو پوهېږئ چې پۀ څۀ ښۀ کېږم

ښکاري چې ټول وجود خفه دے مانه
چې مې دَ خوا نه يار خفه تلے دے
قرض پېسې ئې غوښتے ، ورمې نکړے



يو راته اووے چې دا څۀ وجه ده
دَ ظالمانو تل غندنه کوے
ما ورته اووے زۀ شاعر يم ځکه
للمه به تل نۀ وي دَ خفګان زمکه
کېږي به باران دَ خوشحالو يو ځل
مونږه دَ اميد وريځ لېدلي ده
ما خو دَ چا هم څۀ بد نۀ دي کړي
مينه مې زړۀ کې دَ هر چا دَ پاره
ولې فيس بک کې ما څوک نۀ دوست کوي

دَ چپړاسي نه تر دَ صدر پوري
چې شي بيمانه او ضمير خرڅ کړي نو
هغه وطن برباد نۀ ، ختم هم شي

وړے يمه فکر دے خبرې ته
چا زما نظر ، نظره کړے دے
ماته بند ګوبهي ګل دَ ګلاب ښکاري

اصلي نقلي باندې څوک نۀ پوهېږي
څو ورځي پس ورته ښېرې کړي ځکه
څېز ئې دَ چائنه ورخرڅ کړے وي پرې

ما ورته وے ولې زۀ ايسار دي کړم
آ  راته وے دا څۀ جرم نه دے څۀ
ته چې دَ پوليس نۀ تپوسونه کړے

پخوا فلمونه دَ سبق نۀ ډک وو
کتل به هر چاته ثواب ښکارېدو
ځکه پۀ ګڼه ورله تلل به خلق

ډېر انسان دوست يمه او يم به مدام
داسې انسان راباندې ډېر بد لګي
چې پۀ غلط کار باندې فخر کوي

بوډا جينۍ ته اشارې کولې
ما ورته اووے بابا دا څۀ کوے
خړ ئې کړم، ويل ئې "دا مې لور ده بچے"

عمر ډېر لږ وي پۀ جهان دَ انسان
نيم عمر خوب کې نيم پۀ ويښۀ تېر شي
خو منصوبې جوړئ دَ زرو کالو

چې پښتانۀ پۀ پښتنو وژني
دغه دشمن به هله اوپېژنو
کله يو والے چې پۀ مونږ کې راشي

يو فوجي اوويَل ” ډېر مړي اوشو “
ما وے ځۀ ښۀ ده ترهه ګر تباه  شو
هغه وے نۀ ، هغوئ خو ؤتښتېدل


پـــــــۀ پـښـتـنـــــو ښـــــــۀ لـګـــي نــــــوري ژبـــې
اوس دَ پـښـتــو پـيــرډ لـــه نــــه راځـــي څـــوک
پـــروفـيـســـران دَ پـښـتـــو هـســې نــاسـت دي

ځائے دَ شــرونـــو تــرې جــوړ شــوے دے ســم
مـمـبـــران نـــۀ راځــي يــا خــوب کــړي پـکــــې
دا اسـمـبـــــلــــــي پـکـــــې لا چــــــا راوسـتــــــي

يــــو وے ډاکـټـــر کــوي خــدمــت دَ خــلــقــــو
مـــا وےڅـــرمـــن بـــه درنــــه اوبــاســـي خـــــو
لــــږ ورلــــه ورشــــه پــــرائـېــوټ کلـېـنـک تـــه


لــکـــــه وي شـــمــــــع دَ رڼــــــــا دَ پـــــــاره داســــې ئــــې تـــــه زمـــــادَســـــا دَپـــــاره

مـنـنــه ستــا چــې زمــونــږ قـــدر کـــوے زړۀ کښـې څـوک قـدرلـري چـــــادَپــــاره

څـلـــه تپـــوس کـــوے دَ تـېــر وختــونـــو ځـــائــے بـــۀ کــتــــو مــــې دَ ژړا دَ پــــــاره

منـمـــه تــــا قـسـمـې کــــړے يـــــم خــــــو لــــــږ دروغ وايـــــم دَ رشــتـيــــا دَ پــــــاره

ظلمونـه ئې ؤکـړل خـوائـې يخښـه نشوه نــــورهـــم څــــۀ ګــــوري دَ ســزا دَ پـــــاره

عقل تنـدک ســره چــې مــخ شــو ښــه ده خيـال بـۀ کــوؤمـــه نــــور دَ بـيــا دَپـــــاره

عـمـــر دې تــېـــر دَ بـدنــتــئ ســـره کـــړو لــږ خـــو ســاتـــه څـــوک دَ دُعـــا دَپـــــاره

ته ئې چې دومره ننګ پرې نکړے ګني
تواب خـو هر څـۀ پرېږدي ستـا دَ پـــاره
٭٭٭٭٭٭٭
٢٠٠١_٨_١٨__ الرياض

دَ سـتـمــونــــو سـتــــا لـښـکــــرې ډېـــــرې
سر ئـې دے يـو کــــۀ دي خبــــرې ډېــــرې

پخـوا بــه وے خـو پسـې ګــرځـمــه اوس
چا رانـه غوښتې دې ګـورګـورې ډېــــرې

تـوان دَ الوت چې پکښې نشتـه دے نـو
خــــــوروې څـــلـــــــه بــيــــا وزرې ډېــــــرې

پـښـتـنــو هــلــه تــرېـنـــه بـنـــد جـوړېــــږي
کلــه چـې يــو ځـائـے شـي کـمــرې ډېـــــرې

زمـا پــۀ خـيــال جـــوړې راتـلــو والا دے
دَ انــــقــــــلاب اورم سـنــــــــدرې ډېـــــــرې

هر کار به ستا پۀ خوښه څنګ نــۀ کېـدو
تـــا ايــــزده کــــړي دي مـنـتــــرې ډېــــــرې

چـې راســره وے تـــه هـېــريـــږي مـې نـــه
هـســې راغـلـــي خــــو اخــتــــرې ډېــــــرې

ورتــه کـتـل مـې ځــــان ســـــره ئـې اووے
دَ تــواب سـتــرګـې دې نـهـــرې ډېـــــرې
♦♦♦♦♦♦♦♦
27/4/2011_ الرياض

يار تۀ کوڅه کښې هـر وخـت ويـر ښـۀ نـۀ دے         چــــانــــــه ګـيـلـــــــه زمـــــا تـقـديـر ښـۀ نـۀ دے

ډېــرو ســرونــه پـــۀ کـښــې کـــړل چــې قــربــان                څوک وئ ښائست چې دَ کشميـر ښـۀ نـۀ دے

بـدلـــون او دومـــره لـــږ سـعـت کـښــې اشـنــــا                دَ بـيـمــانـــــۍ نــــــۀ ډک ضـمـيــر ښـۀ نــۀ دے

پـــــۀ خـپـلــــــه هـيــڅ بـــۀ هــم ليـکلـے نـــۀ شــي                  بــــل تــــۀ بــــۀ وائ سـتـــا تـحـريــر ښـۀ نـۀ دے    

هـســې فـضــول پـــــرې خـلــــق مــــه تـنــګــــــوه                    پــۀ قـــلار کـيــنــــه ستـــا تــقــريــرښــۀ نــۀ دے  

دَ ديـــدن تـنـــده بـــۀ مـــې څـــۀ مــــاتــــــه شـــي                      چــــې رالـېـــــږلــے تــــــا تـصـويـــر ښــۀ نــۀ دے    

چې دَ ښائست ثــانــي ئـې  نـشـتــه بــل ځــائـے          تـــوابـــه څـــوک وائ چــې ديــر ښــۀ نــۀ دے
♦♦♦♦♦♦♦♦
2004/4/7 __ الرياض


حــــالات چـــې څـــومـــره پــــۀ تـېـــزئ روان دي
ډېـــر زر بـــه داســې وخـت ډېــر اووينــي چــې خـلــق سپــوږمـــۍ تــــه بــــه چـکـــرو لـــه ځـــي

سـيـــورے دَ يـــــو بــــل تـــــل پــــۀ کاڼـــو ولــې
چــــانــــه خـــوږې خــبــــرې وابــــــه نـــــــۀ ورے
څــــومــــره ښـــۀ خــلـــق دے زمــونــــږ دَ وطــن

دَ يـــــــرې نـــــــه شـــــم ټـيـلـــي فــــــون کــــــولـے
څوک هـم چې کورکـې ټيلي فـون اوچت کړي
راتـــه وئ څــــۀ چــــل دَ خــــرچـــې دي اوکــــړو

پـــۀ قـيـمـتـــي مـــوټــر کــې نــاســت ؤمـــــه زۀ
ســــم پــــــۀ هـــــوا کـــې زۀ روان وومــــــه خــــــو ښـــــــۀ ده دَ خــــوبــــــه چــــې راپــــاسـېـــــدمـــه

دَ چا چې نـاوري مـدام خپلــه کــوي       ګيلــه دَ نـــورو نـــۀ بـيـا څـلـــه کــوي    

چې نفـرتونه خوروي پۀ کښې څوک      هــغــــوي دي کـــډه دَ کابـلـــه کــوي    

نـۀ پېـدا کېږي سوال چې اوبه رسي  چــې مـــزلـــونــــه بــې مـنــزلــه کــوي   

پۀ معافئ ئې څنګـه پـرېـږدو خواتـه      غلطي يو ځل نۀ څـوڅـو ځلــه کــوي   

لاش پۀ کـوڅـه چـې ئې تېرېـږي زمـا      اشنــا يقـيـن بــۀ پــۀ مــا هـلـــه کــوي   

خـوږه مېـوه دَ صبــر شــي بــۀ پيکــه       اظـهــار دَ زړۀ بـــۀ راتــه کلـــه کـــوي   

ډېره تــواب تۀ فيصله شي ګرانــه      عقل کړي يو څـۀ زړۀ ئې بلــه کــوي  
♦♦♦♦♦♦♦
2004/9/11__ الرياض

دا منـم چې يـوه ورځ بـۀ ځـان ځـانـي وي   خو زما زړۀ بۀ بيا هـم ستـا آرمـانـي وي

مـونــږه ولـې پسې ورک يــو دَ کــورکلي   داســـې اورمـــه چــې رزق آسـمـانـي وي

کۀ دي زۀ دَ تنهـايـئ دَ بـلا خـلاص کــړم  اے نصـيبـه ! دا بـۀ ستـا مـهـربـانـي وي

داسې خلق بـۀ پـۀ خپلـو کـړو شـرمـېـږي   چې پۀ نيت باندې راغـلي دَ ورانـي وي

دا حالا تـو داسې اوکـړل شکمـن نــۀ شے  پۀ والله کۀ دَ چا زړۀ کښې بيماني وي

دَ چــا هيـڅ کار دَ ښـېـرو ورســره نشتــه   تواب هسې پۀ هرکارکښې تاواني وي
♦♦♦♦♦♦♦♦
2004/5/9 __ الرياض

خـپــل کــور تـۀ راځـے دَ ميلـمـنـې پـۀ شـان             نـشـتـه دے نـخـره ستـا دَ نـخـرې پـۀ شـان

پوئ درباندې نــۀ شـومــه ګــران ټـکـے ئـې      ځــان راتـــه اشنــا کــړه دَ مـعنـې پــۀ شـــان           

وي چـــې دَ منـګــې اوبـــه دَ يـــار پـــۀ لاس      چــرتـــــه ده  نـشــه دَ دې نـشـــې پـــۀ شـــان

زۀ بــۀ پــۀ بيلتــون هـلــه خــوشحـالـــه وے       زړۀ کــــۀ زمــا هــم وے دَ هـغـې پـــۀ شـــان  

ما او تــا چـې خـلاص پــرې دَ سـزا نــۀ شـو       داســې بــۀ بــل څــۀ وي دَ تــوبـې پــۀ شــان

زۀ پــۀ انـتـظار بـانــــدې دي مـــــړ کــــړمــه  نۀ کړي څوک وعده ستا دَ وعدې پۀ شان

څـنـګــه ورتــه رنګ رنګ خلــق رابـه شـي       زړۀ خـــو زمـــا نــــۀ دې دَ مـيلـې پـــۀ شــان       

شپه او ورځ چې ستا سترګــې ونــۀ ويـنــم    ماتــه شــي دُنـيــا دَ جيلـخـانــې پــۀ شــــان   

اورمــــــه خــبـــرې کــــــۀ دَ ډېــــــرو خُــلــــــو                       خوند نۀ کړي خبرې ستـا دَ خُلـې پـۀ شـان

څـلــــه خـلـــق وئ دَ دې نــــۀ څــۀ غـــواړے                بـلـــــه مـــې اونــــه ليـــده دَ دې پــــۀ شــــان          

ګـــــډې وډې زلـفــــې چـــې پـــرې اوويـنـــم          مـخ دي داسې وي لکــۀ دَ شپـې پــۀ شــان

زۀ تـــواب ســوچــونـــو تـــة جـوړ نۀ يـمــه              مــــه کـــــوه خـبـــــره دَ دونـــــړې پــــۀ شـــان     
♦♦♦♦♦♦♦♦
2005/3/1__ بلامبټ      
تيمر ګره دېر  
تواب ترابی

پـوهـه نـۀ يـم څـۀ دي خيـال دَ دې نـۀ پـس دے
ستــا دَ لاســه مــې ګلشـن دَ زړۀ تس نـس دے

دا مـنـمـــه هــېــڅ کـمـے دلـتــه کښــې نـشـتــــه            ګــــزاره بـــې لـتــــا ګــــرانـــه درځـــم بــس دے

دا متـــل دے نــمـــر پـــۀ ګـــوتـــه نـــۀ پـټـيـــږي                  تـــل ښـکاره لـکــــه دَ نـمــــر زمـــا اولــس دے

مــــا غـــريـب ســــره قـيـمـت دَ ديـــدن نـشـتـــه                ستا دَ حُسـن پـۀ بــازار چــې يــو پــۀ لــس دے

زۀ هــــر چـــالـــــره پـــۀ زړۀ کـښـې لــرم مـيـنـــــه              څوک کۀ هر څـۀ هــر څــۀ وائ دامـې وس دے

دَ صـبــا ســــره بــــــۀ خـېـــــر دے صـبـا ګــــورو                     دَ غـــــم غــــم رالـــه پـکار شـــابـئ دَ اوس دے

بې قــدري ئـې چاتـه خس پـۀ زړۀ کښې نشتـه   تواب هسې دَ هرچا سترګو کښې خس دے
♦♦♦♦♦♦♦♦
2004/12/9 __ الرياض


يـــاره نــن راتــه خـبـــره اوکــــړه سپـينـــه
پـۀ کـوڅـو کښې هسې مـه تـويـوه وينــه

څۀ کمے بۀ ستا پۀ حُسن کښې رانۀ شي
دَ تـــواب ســـره کـۀ لـــږه اوکــړے مـينــه
٭٭٭٭٭

دَ غېرت نامه تـرې ښکاري هېره شوي
هلـکانــو کــړل پــۀ لاس بنګـړي ، کـړۍ

دَ نرتوب طمعه بۀ څنګ دَ داسې نر کړو
اچـــوي چـې پـۀ غــوږونـــو کښــې والــۍ
٭٭٭٭٭

ما وے زۀ به لاړشم کۀ دي خوښه وي
دے وے درپسـې بــه مـړه دَ غمه شـم

لګــه رانـزدے شــوه پـټ ئـې اوؤئيـل
„ بيا تــوابــه کلــه دي پـۀ طمعـه شـم؛
٭٭٭٭٭

چــې پــــۀ تـنــدي دَ مـحـبــت دَ غـــم خـولــې پــرتـې دې               دَ جـبـــر ښپـــو کــې مـــې دَ فـکــــر آئـيـنــې پـــرتـې دې

څـنـګ ميـزائيلــي او ګــولـۍ بــه راورېــږي پــرې  نـــه           دَ چـا سره  چـې بس  مـغـچــوڼـې او لينـدې پــرتـې دې

دَ وړانـــدې تګ لارې دي ټـــولــې بـنــدې کـــړي راتـــه    وحشته ! څومـره ستا پـۀ تور زړۀ کې کينې پـرتـې دې

خـوا دي کـړه يخښه خېـر دَ ظلم پـۀ زور يـاد ئـې ساتـه  يـــاد ئـې سـاتــه زمـونــږ دَ تــورو نخښـانـې پــرتـې دې

واعـظــه ! تـا پۀ څــو ټـکـو بـانـدې خــرڅ کـړے ايـمـان          دَ تـسبـــو ځـکـــه دي خـــورې ورې دانـــې پــــرتــې دې

ځــان کـــې جُــرات دَ اخـستـلــو چـې پېــدا دي نـکـــړو       څـــۀ پـــۀ وطـــن کــــې دي ډېــــرې خــــزانـې پـــرتـې دې

ساقيـانــو تـاسـو دَ مـجـبـورو دَ حــال خـيـال نـۀ سـاتـئ  داسې اوس ښۀ ده چې وېجـاړې مېخـانـې پــرتـې دې

دَ بـد نـظــر طـوفــان بــۀ څـنـګــه ورلــه مــړه کړي شمعَ            دَ وطــن خــاوره کـې مـو هـر خــوا پـــروانـې پــرتـې دې

تواب نـۀ مـه کــوئ تـپـوس دَ پښـتـون قـام دَ غـېـرت          دَ تــاريـخ پــاڼــو کــې مــو ډېــرې افـسـانــې پــرتـې دې
(( طرحې غزل ))
♦♦♦♦♦♦♦♦
2001/8/6 __ الرياض

غېر ورته پۀ سپکه باندې ګوري بـۀ
کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي

يـو شئ لکـه غر اے پښتنو ګـورے
کاڼـي بـې دَ غــر نـۀ بــې درکـــه شــي
٭٭٭٭٭

ډېر څۀ پۀ دُنيا کښې مو نصيب نۀ شــو
څــوک وئ نـعمـتـونــه پــۀ پېسـو نــۀ دي

څنګ بۀ تېرېدے دَ غريب شپې ورځي
ښــه ده چــې يـــادونــه پــۀ پـېسـو نــۀ دې
٭٭٭٭٭

خـوشحالۍ مې دي غمونو تـه پــۀ نخه
ښه ده ښه ده چې دَ هر چا خواشي يخه

ګېـلــــه ځـکـــــه دَ هـېـچــــا کــــولے نـشــم
دَ تــــواب بــۀ نـصـيـب وي دغـــه بــرخـــه
٭٭٭٭٭

ستـرګې زمــا وے پټې کــړې يـقـيـن
مــــــا لاروي ګـڼــــل دَ لار مـلــګــــــــري

بې شمـاره خلـق پۀ دُنيـا کښـې اوسـي
زړۀ ته نزدے وي بس دَ شمار ملګري
٭٭٭٭٭

ربه ! دومــره وخـت دُنيــا کښې درنــه غـواړم
پۀ زړګي کښې چې آرمـان مې پــاتــې نــۀ شـي

داسې مخ پۀ وړاندې تګ مونږ له پۀ کار دے
دَ نــــاکام قــدم نـشـــان چـــې پـــاتــې نــــۀ شــي
٭٭٭٭٭
څلورېزي


دروغ نـــۀ شــــو ويــلـــے چـــې آبــــاد  دے آبــــاد
تصـوير مـو دَ وطــن دَ ژونـد بربــاد  دے بربـــاد

نــرخـــونـــه دَ هــر څـيــز کــوي آسـمـــان ســـره خـبـــرې
سـم خـلـق لـېـونـي شــول کــړي دَ ځـــان ســـره خـبـــرې
څــــوک هـــم نـــۀ شـي کــولـے حـکـمـران ســره خـبـــرې

پۀ دے وجه هر تن پکښـې نـاښـاد  دے نـاښـاد
تصـويـر مــو دَوطــن دَ ژونــد بربــاد دے بـربــاد

آواز څوک دَ خپل زړۀ پکښې پۀ جـار کـولـے نـۀ شـي
صـلــه نــۀ مـيـلاويـږي څـوک روزګار کـولـے نــۀ شــي
څنګ وخت شو يو پۀ بل باندې اعتبارکولے نۀ شـي

دا څوک وئ چې  ژوندون زمونږ آزاد دے آزاد
تصويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

تويئ بۀ دَ خپل ورور وينه پۀ دے بۀ خوشحـالـيـږي
دَ بل ئې دَ خندا کړو ځـان خـو بـيـا هـم نـۀ شـرمـيـږي
خـفـــه يمـــه ډېــر زيــات دا خلـــق کلــه بـــۀ پــوهـيـږي

ښـکاريـږي نــالا ئــقــه ئــې استــاد دے استــاد
تصويـر مــودَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

وخـتــونـــه ځــي خـــو مـونــږه ترقــي کــولــے نــۀ شـــو
حـېـران يــو چـې دَ چــا ســـره سيـالــي کـولــے نــۀ شــو
ټول عمر تېر شو غم کښې خوشحالـي کولـے نـۀ شـو

پـــوهـېـږو چــې کـچــه دَ دې بـنـيـاد دے بـنـيـاد
تصـويـر مـو دَ وطـن دَ ژونـد بـربــاد دے بـربــاد

ســــودا ښـۀ پـــــۀ اســانـــــه کــــوي خـلـــق دَ ســرونــــو
پۀ چا کښې رحـم نـشـتـه کۀ  مـاتـم وي پـۀ کــورونـــو
ژوندون پۀ سخته شوے دَ هـر چـا دے پـۀ جنګـونـو

چې لاس ئې رسي هـر سړے شـداد دے شـداد
تصويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

شــروع کــۀ پــرهـرونــه دي هــر څـومـره کـړي دردونـه
سوچ مه کوه چـې څـوک بــۀ درلـه دروړي مـرهمـونـه
پـۀ دے دور کښې څـوک هـم دَ چـا نــۀ کـوي غمـونـه
څوک څۀ کړي کۀ دَ بل پۀ خُله فرياددے فرياد
تصـويـر مـو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

انسان تۀ دَ انسان پۀ سـتـرګـه نـۀ ګـوري حـېـران يــم
پـــۀ خُـلـــه بــۀ درتــه وائ دَ دردونـــو دي درمــان يــم
کارونــه کـــړي غـلـط او ځـــان تــه وائ مسلـمـان يــم

جوړ کړے داسې خـلقـو تـل فـسـاد دے فـسـاد
تصـويـر مـو دَ وطـن  دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

راپاسئ چې پۀ يو ځـائے مخنـوے ده شـداد اوکـړو
هېـواد کښـې دَ غـربـت خـلاف پــۀ نــره جهـاد اوکـړو
مونږ ځان دَ دې جوګه کړو چې دَ نورو امداد اوکړو

دَ بل نۀ مدام غوښتے مـونـږ امـداد دے امـداد
تصـويـر مـو دَ وطـن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

اوس کله دَ چا زړۀ کښې پخوانے زمـونـږ عـزت دے
راغلے دَ هر لوري چې پـۀ مـونـږ بانـدې قيـامـت دے
دا ځـکــه اتـفـاق نـۀ مـونـږ مــدام کـــړے نـفــرت دے

اور بـل مـو پـۀ کابـل او پـۀ بـغـداد دے بـغـداد
تصـويـر مــو دَ وطـن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربــاد

خـلاص نـۀ شــو مـونـــږه چــرتـــه دَ ګنــاه او دَ ثــوابــه
ظلـمـونــه هـم پــۀ مونـږه بانــدې کـيــږي بـې حـسـابــه
ذهـنــونـــه ګـنـې ښـه زمـــونــږ دَ ډېـــرو نـــۀ تــوابـــه

غــربـت زمـونــږژونــدون لــره جــلاد دے جــلاد
تصـويـر مــو دَ وطــن دَ ژونـد بـربـاد دے بـربـاد
♦♦♦♦♦♦♦♦
2007/7/27 __ الرياض

خواله وو راغلے ډېر اوتر څۀ  
پته نۀ لګي           يار
چې رانه لاړو دومره زر څۀ پته نۀ لګي

شپه چې ئې ترمينځ وي وئ دَ
هغې بلا څۀ ويره غم ئې دَ شپې
ښۀ دے دَ سحرڅۀ پته نۀ لګي

ستا دَ پاره هر وخت نظر پاڼه
بۀ ساتم اشنا  هروخت لګېدے
شي دَ نظر څۀ پته نۀ لګي

راشه دَ سپوږمۍ پۀ رڼاګانو
کښې ديدن لره   چرته فنا
شوے دے دَ نمر څۀ پته نۀ لګي

خلق دَاخترپۀ خوشحالو کښې
خوشحالي کوي  ماته بې لتانه
دَ اختر څۀ پته نۀ لګي

ماوےچې به نخښه ستادَ لاس ځان
سره اوساتم     ډېرو
اوويشتم ستادَ کمرڅۀ پته نۀ  لګي

سترګې پۀ تواب شي تورې تورې
او راپريوځي  ډېر ئې کړو
ګډوډ دَ جادوګر څۀ پته نۀ لګي
♦♦♦♦♦♦♦♦
2002/11/20 __  الرياض

دَ هر چا خپل خپل وي نيتونه څۀ کړم        مينه خوروم زۀ نفرتونه څۀ کړم

منم کارونه سر تۀ نۀ رسي خو                       کۀ مجبوري نۀ وے کارونه څۀ کړم

چې پۀ کښې تا ونه وينمه اشنا               شوګيره ښۀ ده دا خوبونه څۀ کړم

چې لګ خواږه هم راکولے نۀ شي               تباه دي شي داسې باغونه څۀ کړم

دَ مينې ډک زړۀ ګرځوؤمه مدام                دنيا کښې کېږي چې جنګونه څۀ کړم  

خورم تندکونه خبر نۀ يم دَ ځان                   زۀ دَ شرابو ډک جامونه څۀ کړم

انسان تۀ ګورم دَ انسان پۀ سترګه           نور پۀ دنيا کښې مذهبونه څۀ کړم

چې پۀ کښې ګډې وډې ليکي خلق         ورک دي شي داس کتابونه څۀ کړم   

يوه لمحه سکون ئې رانکړلو                    توابه دا کلي ښارونه څۀ کړم     
♦♦♦♦♦♦♦♦
2004/5/9 __ الرياض


دا وايو سپينه
کۀ دَ چا زړۀ چوي، چوي دي
کوؤ  بۀ  مينه
٭٭٭

خوښې چې ځان له
هر يو ښه څېز، نوخوښ کړه
بل هر انسان له
٭٭٭

بچي ډېر راوړي
خو بيا وئ څۀ اوکړمه
چې پۀ غم واوړي
٭٭٭

سړے ځي کور ته
ښۀ چې ئې ښځه نۀ وي
لکه ځي ګور ته
٭٭٭

ما وے درځمه
بيګا ، خو خوب راغے
بس سملاستمه
٭٭٭

دا خو ګناه وي
څوک چې وئ مور ناښه ده
تل بۀ تباه وي
٭٭٭

اور راورېږي
سيمه لمبۀ لمبۀ ده
دا بۀ څۀ کېږي
٭٭٭
چې خودکشۍ ته
دَ چاشي فکر ، ګوري
ګرانې ګرانۍ ته
٭٭٭
ځي چې جنت ته
پۀ کومه لار ، حېران يم
دَ ده غيرت ته
٭٭٭

ستا کۀ خاني ده
دومره نازېږه پرې مه
دُنيا فاني ده
٭٭٭

ځان سره فکر
کوؤم چې ولې نۀ کړو
دَ الله ذکر
٭٭٭

ډېر ښۀ ليکوال يم
څوک بۀ مې څنګ پېژني
مال نۀ کنګال يم
٭٭٭

هېر کۀ شم ستا نه
خو دا کېدلے نۀ شي
هېر چې شې مانه
٭٭٭

دابۀ څۀ کېږي
داسې حالات شو ، آرمان
نۀ پوره کېږي
٭٭٭

دَ ناخوالۍ هسې پښتنه کوي
کله مې يار مينه دَ زړۀ نۀ کوي

يوه وړوکي شان ډالۍ قبول کړه
درته زما به يادګېرنه کوي

اوس چې وعده کوي نو خاندم ورته
راسره ټوقې دروغژنه کوي

سم چور زمونږه پۀ وطن کې جوړ دے
چې دَ چا لاس رسي وهنه کوي

زۀ به مدام يم دَ هغو ملګرے
چې دَ پښتو ژبې پالنه کوي

دَ خپله لاسه چې تباه ئې کړلو
ګيله بيا څله دَ وطنه کوي

هېر دا احسان به دَ ملګرو نۀ کړم
چې دَ کتاب مې مخکتنه کوي

دومره عزت چې ورله تاسو ورکړو
تواب دَ زړۀ مو مننه کوي
٭٭٭٭٭٭٭
2008/4/14 ___ الرياض

وزرې دَ جذبو مې ماتوي دَ ستم غم
جهان کښې دَ نصيب مې مدام جوړ دے تورتم سم

خړپوسې ماشوتوب مې پکښې کړي څنګه ئې هېر کړم
بيا هم به زۀ درځمه کۀ هر څو دے دَ  غم چم

تۀ کور کلے زما چې پۀ سيلاب لاهو کوے نو
دا اووايه ستا کور کلي ته څنګ به نۀ ږدم بم

کشتۍ چې دَ همت دَ بې وسۍ طوفان لاهو کړي
پۀ داسې حال څنګه به څوک اوکړي دَ غم غم

اغياره ته پرې څومره کۀ ناښادې کوے خېر دے
پښتون به بدل نۀ شي ، شي به ئې ختم دَ دم دم

حالات داسې روان دي چې سودا دَ ضمير کيږي
تل حق چې پرې  بيان شي داسې وي به قلم کم

کاواکه واک بې واک شي دَ افلاک خوبونه ويني
تندے دي ولې بوټ شي ستا پۀ لور چې قدم ږدم

نۀ غواړي څۀ څۀ اوشي ، څۀ چې اوشي پرې خفه وي
پۀ وس کښې چې ئې نۀ وي بيا به څنګ وي آدم ګرم

رټل دَ نورو مخکښې ما تواب ته ګران پرېوځي
نور بوج کۀ دي هر څومره دَ ستم وي صنم وړم    ٭٭٭٭٭٭٭٭
2001/3/20 ___ الرياض

لوستل شوی 4693 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 12:58
دې ته ورته نورې ليکنې « فاروق جنبش عزیزی غزنوی »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي