( زهېر) بلخی

 


اختره  راغلې بیا په  شا بیرته ځه
دخندا  ګوډیه  په   ژړا   بیرته ځه
دلته  دچا په  شونډو  نه  سپړي ګل
تشه  زولۍ   وړه   بینوا  بیرته ځه
ناوې  لاس  ایښی  د  شهید   په  ټټر
دا دي سرې  وینې  نه حنا بیرته ځه
د مهاجرو  په  خیمو  کښې څه  وي
ویر و ماتم   دی  واویلا   بیرته ځه
موږ دماښام  مړۍ خرو اوښکو سره
نشته  خوږه   پسته  حلوا  بیرته ځه
نن  ادیره    کښې   د شهید   یتیمان
نارې   وهي   بابا   بابا   بیرته ځه
یو د  ژړا  بل   د    خندا   آستازی
کله رغیږي  زما  او ستا  بیرته ځه
۱۳۶۳ ببوکمپ پیښور(زهیربلخی


و ي ترڅو پورې به دا سې پری شان ستا   

په  لټون  ستړي  ستو مانه   مېنان ستا  

د دې ښکولودښکلا څو ورځې شپې وي 
له  ازله   تر  ابد  زمان  زمان  ستا
هر مقتول له خپل قاتل  خونبها  غواړي 
تا وژلو باندې پور شو بل  احسا ن  ستا
خوار لغړ دې په  شاهي  وهي  ملنډ ې  
څوک به و تلي په کمه تله  ګران  ستا
مينه  راغله   حجابونه  لرې  کېږ ي 

راته برېښي لکه ځا ن زما وي  ځا ن ستا 
بيا مې مه بوله( زهير) که دې وه نه لېد  

  زما سربه وي په حشر او ګريوان ستا
( زهېر) بلخی

لوستل شوی 4195 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:06
دې ته ورته نورې ليکنې « زرنګ ولی محمد نورزی »

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي