عبدالهادی بیله وال

عبدالهادی بیله وال

 


خدایه  نور  رحم  غواړو ستا  له   درباره
مونږ ماړه  شوی  یو  نور ستا  له  عذابه
په خښولو مونږه ژوندی  نور ستړی  شولو
لیوان مرغان مو نه خوری دا دی  بیزاره
یا مو فریاد واوره نور یا  ورځ  قیامت راوله
نور ستوي  شوي  یو  مونږ  له  دی  فریاده
که یو مونږ ډیر گناهگار تانه مافی غواړو مونږ
مونږ   بندگان   یو   ټول   ستا    پروردگاره
ته یی  ظاهر او  باطن  هر څه  پخپله  وینی
خلاص  کړی  له  اوره  مونږ ای ځل  جلاله
لکه د ډاډی وږی مونږ ټول په اور سوزیږو
ناری مو واوری نوری در زړه سرداره
د« بیله وال» قلمه خدای دی ستړی مکړه
رنگ  د چینه  غواړو  مونږ اي  نا قراره


د  خپل  ژوند  نه  می د ا  زړه هغه وخت  تور شو
چی کوم وخت د « نجیب آلله» حکومت   نسکور شو

ما  ویل  زم  د وطنه  اروپ ا  ته چی  آرام   شم
دلته  ژوند  می  له  وطنه  هم  بد  تر   شو

دی وطن کی می کلتور او فرهنگ دواړه په زوال دی
عنعنات  ددی  وطن  را باندی  زور شو

ما  چی  نوم  یی  په  سجد ه  کی  پنځه  وخته  اخستلو
دی  وطن   کی   ما   نه  هغه  ا لله   هم   هیر  شو

خبر  نه  وم  چی  پر  ما  به   داسی  کیږی
لکه  مچ غوندی  د غڼی جال کی  گیر شوم

نه مو دین  نه مو  دنیا  شوه داسی  ښکاری
له  دی  امله   « بیله وال»   له   ژوند   بیزار  شو


کونړښکلې درې دي دنګ لوړ غرونه یې تاجونه دي
لوی لوی ګڼ ځنګلونه یې زلفانو اوربلونه دي
نورګل ، څوکۍ ، نرنګ يې لمنه پتري داره ده
دیوګل ،مزار،باډيل یې د زنې شنه خالونه دي
سرکاڼو ، کنړخاص اوپشد يې سره شالونه
ښايسته دواړه سيندونه یې د زړه صفا رګونه دي
نواباد ، تيشه ، کيراله ،منډه کول یې سپین غاښونه
درې د پيج ، اسمار يې د تنې دواړه لاسونه دي
شيګل ، اسمار، کامديش يې سلايي د تورو سترګو
وټپور ، کنډي مورچل يې د لمنې پرکونه دي
قمچۍ ، لودم ، شينګام يې زونډي د لونګينو
سيمتان دره او بيله يې د پوزې چارګلونه دي
ماشوګل ، خونان ګړۍ يې اوږۍ د سپينې غاړې
بانډې پاس ددې غرونو یې د غاړې اميلونه دي
ديرې ، حجرې یې ټولې بيلواله قدرناکې دي
پيغلې صبرونې او ځوانان یې چنارونه دي

عبد الهادي بيلوال


دا پیغلی ولی خاندی ، او ولی سینګار کوی دوی
دا په کوم بڼ کی ناستی ، او که انګار کی دی دوی
ځوانانو وینو نه سیندونه جوړ دی، ناوی سرتوری ناست دی
یتیمان غیږو کی سلګی کړی ، میندی پلرونه انتظار کی د دوی
دا  مجرمان او رهبران د وطن ، ګریوان  نه  ونیسی  نور
دا تاسی ولی ناست یی ، او څه مو لیدلی ابتکار کی ددوی
دا  زه  منم چی  بی  وزلی ، او  ناچاری  د ه ستاسو
دا خو کولای شی چی  ، ودریږی په لار کی د دوی
لمنی ډکی کړی د کاڼو ځینی ، او دا په سر سر ولی
صبر ونکړی پاسی ، دا پلانونه تار و مار کړی د دوی
دا بی اتفاقی او د نفاق اورونه ، دی په هر کور کی زمونږ
اورم تقسیم او نا تقسیم خبری ، اوس په اخبار کی ددوی
آواز مو پورته کړی نور ، ای د ملالی بچوړو
ډیر خطرونه شته دی ، په کار او بار کی ددوی
که د « بیله وال » خبری ، دي پیغلو واوریدلی
دا وران ویجاړ وطن به ، ګلی ګلزار شی ددوی

عبدالهادی بیله وال
د دایلی ښار
دنمارک
خدایه اتفاق راولی زمونږ د ورونو مینځ کی
مونږه نفاق نه غواړو مو د قو مونو مینځ کی
خلک مړ کیږی ګوری هر خوا ماتم دی دلته
آورو تو پونو غړزار مو ددی غرونو مینځ کی
خوله کی خندا نشته دی اوښکی څڅیږی دلته
لیوان مرغان تباه شو د ځنګلونو مینځ کی
جنت وطن نه زمونږ غټ جهنم جوړ شوی
خلک سوزیږی په اور خپلو کورونو مینځ کی
د انګولا او ژړا نه بل څه نشته دلته
ماهیان  تری هم خلاص نشو ددی سیندونو مینځ کی
د یو بل وینی څکی دوی په زړو کی رحم نشته
اور د نفاق بل شوی زمونږ د ورونو مینځ کی
د چا لاسونه پښی د چانه غوږونه پری شول
ژوندون د خلکو می دی د سره اورونو مینځ کی
خلک دی وږی تګی په تن جامی نلری
څکړوک ډوډی مو نشته د تنورونو مینځ کی
بیله وال وایی خلکه وطن سور اور دی زما
خدای دی آرام کړی دا نا آرام وطن د اخترونو مینځ کی


دنمارک د وایلی ښار
پروت وم په بستر کی ، سترګی می ورغلی وی
ناست وم په بانډه کی ، خاپیری را نه چابری وی
سره او زیړ ګلونه وه ، هم رامبیل  چمبیل  پکی
ما یی  تماشه  کړه ، رښتیا چی دیری ښکلی وی
چا به  راته  وکاتل ،  ستر ګو  په  کنجونو  کی
چا به را ته  و خاندل ، سرو شنډو  سرونو کی
سپین سپین یی غاښونه و، ښایست ا لله ورکړی و
ما  ورته   کتی   نشو  ، دیر  تری    شر میدلمه
دوی  به دا ګلان  شکول ، او زه  به یی   ویشتلمه
دی  کی  می  دا غیږ ،  ګلانو  ځنی  ډکه   شوه
ما چی سر لږ پورته کړ ، ګورم چی قطار  ولاړ
ټولو سره ګلونه دی ، او سره سره یی لاسونه دی
غتی ، غټی  سترګی او ،  جګ جګ یی قدونه  دی
دی وخت کی بوی د لونګینو ، زه لږ شانتی نیشه کړمه
سترګی می سری شوی وی ، او ددوی هم دیری خوښی شوی وی
زه هم ښایسته ځوان ومه ، او دوی هم ګرمی شوی وی
دی وخت کی را ټولی شوی ، قطار راته ولاړی وی
چا   سره  ګلونه  وه ،  چا  سره  جامونه  وه
یوی  سره  په  لاس کی  ، ډکه  کاسه  مینه  وه
دا می لاس نه ونیوه ، همدا می پکی خوښه شوه
وایی « بیله وال» چی دی وخت کی ، راته غږ وشوه
سترګی  می  چی پورته کړی  ، وم  پخپل بستر باندی
نه  خو  وه  بانډه  نه  ښاپیری ، او نه  ګلان  دلته
پروت  وم  په  بستر  کی ،  خواته  د  جانان  زما

لوستل شوی 4870 ځله Last modified on چهارشنبه, 28 سرطان 1396 13:20

خپل نظر وليکئ

ټولې کړکۍ چې د ستوري (*)نښه لري ډکول يې ضروري دي